د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۲۶

نړۍ

لاوروف: د ګډ امنیت تړون سازمان غړي هېوادونه د افغانستان سرحدونه څاري

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې د ګډ امنیت تړون سازمان غړي هېوادونه د افغانستان سرحدونه له نږدې څاري ځکه چې په هغه هېواد کې د بهرنیو ترورېستانو په ګډون ډېر مسایل موجود دي.

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس په حواله، سرګي لاوروف دا خبرې پرون (نومبر ۲۷مه) د سازمان د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو، د بهرنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت شوراګانو د مشرانو په غونډه کې کړې دي.

د افغانستان په شمال کې د پخواني شوروي جمهوریتونو، په دغه هېواد کې د داعش د فعالیت له امله مکرراً اندېښنه څرګنده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان جمهور رئيس د نومبر په ۱۹مه، ننګرهار ته تللی و او هلته‌یې اعلان وکړ چې په ننګرهار کې د داعش ډله له‌منځه ولاړه.

په ننګرهار کې چارواکو تېره اوونۍ ادعا وکړه چې د داعش تر ۷۰۰ زیات وسله‌وال، د هغوی ښځې او ماشومان حکومتي ځواکونو ته تسلیم شول.​

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اقلیم په اړه اسپانیا کې غونډه بې پایلې پای ته رسېدلې

د مادرید د غونډې پرمهال هم د خبرو په تالار کې دننه او هم بهر د چاپېریال ساتنې د فعالانو له غوسې ډک اعتراضونه روان وو.

د ملګروملتونو په نوښت د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې د اقلیم په اړه له دوو اونیو راهیسې پیل شوې خبرې نن بې کومې نتیجې پای ته ورسېدې او په نړیوالو بازارونو کې د کاربن د پلور او پېر د اصولو د څرنګوالي په اړه مهمه پرېکړه ۲۰۲۰ میلادي کال ته پاتې شوه.

د نړۍ د نژدې ۲۰۰ هېوادونو پلاوو په دې نړیواله غونډه کې چې د خبرو په پایله کې یې د نړۍ هېوادونو د ځمکې د تودوخې په اړه په ډېرې سختۍ سره موافقه وکړه ګډون کړی و.

خو د هغه څه په اړه موافقې ته ونه رسېدل چې ساینسپوهان یې د بېړني حالت پر وړاندې د مقابلې لپاره مهم بولي.

په دې موافقو کې د مضرو ګازونو د مخنیوي او له هغو بېوزلو هېوادونو سره چې له اقلیمي بدلون څخه زیانمنېږي د مرستې په برخه کې لوړې غوښتنې او اعلامیې هم شاملې دي.

د مادرید د غونډې پرمهال هم د خبرو په تالار کې دننه او هم بهر د چاپېریال ساتنې د فعالانو له غوسې ډک اعتراضونه روان وو.

فعالانو- په تېره ځوانانو، د اقلیمي بدلون پروړاندې د حکومتونو د سوکه اقداماتو له کبله سخته غوسه څرګنده کړه.

السیسي: لیبیا کې حکومت د ملیشو له خوا ایسار دی

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي وايي په ګاونډ لیبیا کې د ملګرو ملتونو له ملاتړ برخمن حکومت د ملیشو له خوا ایسار دی.

السیسي پرون په شرم شیخ ښار کې یوې ټلویزیوني وینا پر مهال وویل چې ولې د لیبیا حکومت خپلواکي نه لري او په خپله خوښه عمل نه کوي ځکه د ده په خبره طرابلس د ملیشو او تروریستانو په لاس کې دی.

ده وویل چې د لیبیا اوسنی کړکیچ مستقیماً په مصر باندې تاثیر کوي.

د السیسي له دغو خبرو دری ورځې مخکې د لیبیا د ملي پوځ په نوم د یوې وسله والې ډلې مشر خلیفه حفتر د لیبیا د حکومت پر ضد د یوې لا قوي مبارزې اعلان وکړ.

حفتر اته میاشتې مخکې د طرابلس د نیولو لپاره د عملیاتو امر کړی و.

وسله والو ملیشو بیا په طرابلس کې له حکومت سره مرسته کړې څو د خلیفه حفتر پر ضد وجنګیږي.

په لیبیا کې له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې چې د دغه هېواد د کلونو دیکتاتور معمرقذافي ووژل شو سیاسي کړکیچ او لانجې روانې دي.

کرملین: د روسیې او امریکا د اړیکو ښه کېدو لرلید کمرنګه ښکاري

د کرملین ویاند دیمتري پسکوف

د روسیې جمهوري ریاست ماڼۍ کرملین ویلي چې د مسکو او واشنګتن د اړیکو د ښه کېدو لرلید کمرنګه ښکاري.

د کرملین ویاند دیمتري پسکوف وروسته له هغه پرون دا خبره کړې چې پنځه ورځې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف واشنګتن ته تللی و او هلته یې له خپل سیال مایک پمپيو او ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل.

سپینې ماڼۍ او نورو امریکايي چارواکو ویلي چې ټرمپ او پمپيو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ته د امریکا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنو په باب خبرداری ورکړ.

د امریکا استخباراتي ادارو روسیه مخکې تورنه کړې وه چې د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې یې مداخله کړې ده.

لاوروف وروسته بیا ویلي چې له ټرمپ او پمپیو سره په خبرو کې د انتخاباتو مسله نه ده یاده شوې.

د کرملین ویاند دیمتري پسکوف د روسیې له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې له ټرمپ سره د لاوروف لیدل ښه خبره وه خو کړکیچ په دې حد کې دی چې داسې لیدنې کتنې هم منفي حالات نه شي ښه کولای.

ایراني چارواکي د یوې بلې سایبري حملې شنډولو خبره کوي

د ايران د مخابراتو وزير وویل، دا وار د دې انټرنټي حملې هدف د دولت د استخباراتو په اړه جاسوسي کول وو.

د ايران د مخابراتو وزير محمد جواد اذري جهرمي نن يکشنبه اعلان وکړ چې دغه هېواد تر يوې اوونۍ په لنډه موده کې دويمه سايبري يا انټرنټي حمله شنډه کړې ده.

ښاغلي جهرمي وویل، دا وار د دې انټرنټي حملې هدف د دولت د استخباراتو په اړه جاسوسي کول وو.

د ايران د مخابراتو وزير نن په يوه لنډکي ټويټ کې ويلي چې دغه سايبري يا انټرنټي حمله تشخيص او د ايران د انټرنټي خونديتوب سپر په مرسته شنډه کړاى شوې ده.

نوموړي د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، هغه استخباراتي ادارې هم تشخيص شوي چې دا حمله يې کړې او هکران هم څارل شوي دي.

د ايران د مخابراتو وزير تېره چهارشنبه هم ويلي وو چې يوې "لويې" او د کوم بل دولت انټرنټي حملې د ايران د برښنا زېربنا په نښه کړې ده.

ښاغلي جهرمي تر هغه یوه ورځ وړاندې د ایران پر بانکونو د سایبري برید راپورونه ردکړي وو.

که څه هم ايران پر خپلو ډېرو زېربناوو انټرنټ قطع کړى، خو څو څو ځلې يې د انټرنټي حملو د شنډولو خبره کړې ده.

هند کې د تابعیت نوي قانون پرضد اعتراضونه روان دي

په هند کې د هغه نوي قانون پر ضد مظاهرې روانې دي چې پر اساس یې د درېیو هېوادونو مذهبي اقلیتونو ته د هند د تابعیت حق ورکول کېږي.

د امریکا متحده ایالاتو له دې امله ټولو امریکايي وګړو ته خبرداری ورکړی چې هند ته سفر ونه کړي. امریکا او تر هغه مخکې بریتانیا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ چې هند ته د سفر پرمهال له احتیاطه کار واخلي.

د هند د تابعیت قانون د تعدیل پر اساس، د افغانستان، بنګله دېش او پاکستان سیکانو، هندوانو او مذهبي اقلیتونه چې تر ۲۰۱۵ کال وړاندې هند ته تللي او مېشت شوي، د هند د تابعیت ورکول کېږي. مسلمانان له دې قانونه مستثنی شوي دي.

د هند په یوشمېر ختیځو ایالتونو کې ډېر خلک وېره لري چې له بنګله دېشه به د کډوالو سترې جوپې ورشې او پرله پسې مظاهرې کوي. د هند حکومت په اسام ایالت کې د مظاهرو له امله تر سبا پورې پر انټرنټ بندیز لګولی دی.

د بشري حقونو د ملاتړ یوشمېر ډلې او د اپوزېسیون ګوندونه هم پردې قانون اعتراض کوي او وايي چې د صدراعظم نریندرا مودي هندو نشلنست ګوند په دې ډول د هند ۲۰۰ میلیونه مسلمانان منزوي کوي. خو مودي دا تورونه رد کړي دي.

د امریکا د سنا یوه کمېټه پر روسیې د بندیزونو په اړه بحث پیلوي

د امریکا د سنا جرګې یو پلاوی به د روسیې پر ضد د بندیزونو په اړه بحث پیل کړي.

دا بحث وروسته له هغه کېږي چې د روانې میاشتې په لومړیو کې پر یوې لانجمنې لایحې له رأی اخیستلو ډډه وشوه.

د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه به پر دې لایحې چې د کریملین له یرغله د امریکا د امنیت دفاع نومېږي، بحث وکړي.

دا لایحه چې د امریکا د دواړو ګوندونو، جمهوري غوښتونکي او ډیموکرات غړیو وړاندې کړې، د نورو هیوادونو په ډیموکراتیکو پروسو کې د لاسوهنې، په سوریه کې د «ناوړه اقداماتو» او پر اوکراین د یرغل په خاطر پر روسیې د بندیزونو غوښتنه کوي.

جرمني: روسیې د چیچنیايي بېلتون پال ورسپارلو غوښتنه نه وه کړې

هیکو ماس وویل، هیچا د دغه هېواد له حکومته غوښتنه نه وه کړې چې څلوېښت کلن زیلیم خان خانګوشویلي وروسپاري.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر دا خبره رد کړه چې ګنې مخکې تر دې چې په دغه هېواد کې یو چیچنیايي بېلتون غوښتونکی ووژل شي، روسیې د هغه د ورسپارلو غوښتنه کړې وه.

هیکو ماس وویل، هیچا د دغه هېواد له حکومته غوښتنه نه وه کړې چې څلوېښت کلن زیلیم خان خانګوشویلي وروسپاري.

خانګوشویلي چې د اګست په ۲۳ مه نېټه په برلین کې ووژل شو، مخکې تر دې چې جرمني ته پناه یوسي د روسیې په چیچنیا جمهوریت کې له نورو بېلتون غوښتونکو سره اوږه په اوږه د روسي پوځیانو پر ضد جنګېدلی و.

د نوموړي د قتل په تور یو روسی له پېښې لږ وروسته ونیول شو او د جرمني څارنوالانو ویلي چې ممکن دا قتل د روسیې د حکومتي ادارو په امر شوی وي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روان دسمبر په نهمه په یوه خبري غونډه کې خانګوشویلي یو وژونکی وباله او ویې ویل چې مسکو د هغه د ورسپارلو غوښتنه کړې وه.

لیبیا کې د حکومت مخالف قومندان خلیفه حفتر او دولتي ځواکونو جګړه

ارشیف

د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې د یاغي قوماندان خلیفه حفتر او د لیبیا د حکومت د پلوي ملېشو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

تر دې دوې ورځې وړاندې قوماندان حفتر چې د لیبیا د ملي اردو په نوم د خپلسرو ځواکونو مشري کوي، ویلي و چې د طرابلس جګړه پیل شوې ده.

اووه میاشتې پخوا د خلیفه حفتر جنګیالیو د طرابلس په جنوب کې یو ښار نیولی و.

د حفتر په مشرۍ د لیبیا ملي اردو وايي چې د طرابلس په جنوب کې طاوغار ښار د دوی په کنټرول کې دی خو په طرابلس کې مېشت حکومت چې نړیوالې ټولنې په رسمیت پېژندلی، دا ادعا نه مني.

دې جګړو دا خطر پیدا کړی چې لیبیا په یوه بله هغسې کورنۍ جګړه کې ونښلي چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د معمر قذافي د حکومت د پرځېدو سبب شوه.

د قذافي له وژل کېدو وروسته لیبیا په دوو برخو ووېشل شوه چې یوه یې په طرابلس کې د ملګروملتونو له ملاتړه برخمنه کمزورې اداره ده او بله یې د دغه هېواد ختیځه سیمه ده چې د لیبیا له ملي اردو سره تړاو لري.

اروپايي ټولنه د البانیا زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره غونډه جوړوي

په البانیا کې تېره میاشت د شدیدې زلزلې له امله ۵۱ تنه مړه شول.

اروپايي اتحادیې ویلي چې د راتلونکي کال د جنورۍ په میاشت کې به د البانیا له زلزله ځپلو سره د مرستې او بیا رغونې لپاره د مرسته کونکو هېوادونو استازو غونډه جوړه کړي.

د اروپايي کمېسون مشرې اورسولا ون دیر لین پرون د ډسمبر په ۱۴مه وویل چې په البانیا کې د اوږدې مودې بیارغونې لپاره مرستې ته متعهد دي.

په البانیا کې تېره میاشت د شدیدې زلزلې له امله ۵۱ تنه مړه شول. دغې زلزلې چې شدت یې د رېشتر ۶ اعشاریه ۴ درجې و، ګڼ شمېر کورونه او عامه تاسیسات ویجاړ کړل.

په البانیا کې د زلزلې له امله ۱۳ زره وګړي بې کوره شوي او ۱۴ زره ودانۍ ړنګې شوې دي.

د البانیا حکومت له نړیوالې ټولنې د مالي مرستې غوښتنه کړې، څو په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ویجاړ شوي تاسیسات ورغوي. البانیا د دې لپاره له نړیوالو ۱۱۷ ملیونه ډالر غوښتي دي.

شمالي کوریا د سوهي اوږد واټن ویشتونکي توغندي ساحه کې بله ازموینه کړې

شمالي کوریا د شنبې په ورځ وویل، دوی د سوهې د اوږده واټن ویشتونکیو توغندیو په ساحه کې یوه بله "مهمه ازموینه" په "بریالیتوب" ترسره کړې چې ورسره به ددې هېواد "باوري ستراتیژیکه اټمي دفاع" نوره هم پیاوړې شي.

د شمالي کوریا رهبر کیم جانګ اون تېر کال د جنوبي کوریا له ولسمشر مون جې این سره په غونډه کې منلې وه چې پیونګ یانګ کې د سوهي د ازموینو تاسیسات د اعتماد د رامنځ ته کولو په خاطر بندوي.

د شمالي کوریا د دفاعي علومو د ملي اکاډمۍ ویاند ویلي، د جمعې په ورځ یې د سوهې د سټلایټ توغولو له ډګر یو بله مهمه بریالۍ ازموینه ترسره کړې.

په دې اعلان کې دا نه ده روښانه شوې چې د جمعې په ورځ دا ازموینه د څه شي وه.

څو ورځې مخکې شمالي کوریا ویلي و یو "ډیره مهمه ازموینه" یې په دې سیمه کې ترسره کړې. هغه مهال داسې شکونه وو چې په دې ازموینه کې به فضا ته توغیدونکو سپوږمکۍ یا د لرې واټن ویشتونکیو توغندیو لپاره له نوي انجن کار اخیستل شوی وي.

شمالي کوریا چې د ټرمپ سره د درې غونډو وروسته پر دې هېواد د بندیزونو له نه لرې کیدو نهیلې شوې، خبرداری یې ورکړی چې واشنګټن دې د کال تر پای ته رسېدو مخکې د بندیزونو په برخه کې له جوړجاړي سره رامخې ته شي.

پامپیو: که تهران عراق کې د واشنګټن ګټو ته زیان ورسوي قاطع ځواب به ورکړو

د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير ايران ته خبردارى ورکړ، که په عراق کې د امريکا ګټو ته زيان واړوي، واشنګټن به يې په وړاندې”قاطع“ ځوابي اقدام وکړي.

مايک پامپيو وروسته له هغې دا خبره وکړه چې د عراقي او بهرنيو ځواکونو پوځي اډو ته څېرمه راکټي حملې وشوې.

پامپيو پرون په يوه اعلاميه کې د ايران نيابتي وسله وال تورن کړي چې پر هغو پوځي اډو يې ګڼې حمل کړي چې د عراق امنيتي ځواکونه له امريکايي او د نړيوال ايتلاف له پرسونل په ګډه سره دېره دي.

دوى د اسلامي دولت افراطي ډلې يا داعش په وړاندې په مبارزه کې ښکېل دي.

اعلاميه وايي د بغداد نړيوال هوايي ډګر په انګړ کې د عراق پر يوې ودانۍ د تېرې دوشنبې په حمله کې ٥ عراقي سرتېري ټپيان شول چې د دوو روغتيايي وضعيت نازک دى.

اعلاميه زياتوي، تېره چهارشنبه پر دغه هوايي ډګر بله راکټي حمله وشوه، په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.

مايک پامپيو د ايران رهبرانو ته خبردارى ورکړى چې د دوى او د دوى د نيابتي وسله والو له خوا هر ډول حمله که امريکايانو يا د دوى متحدانو يا د امريکا ګټو ته زيان ورسوي، د امريکا له خوا به سخت ځواب ورکړل شي.

"د اوکراین او امریکا اړیکې به همداسې پیاوړې وي"

د اوکراين د صدراعظم مرستيال دیميترو کوليبا

د اروپا او اروپا-اتلانتيک لپاره او د اوکراين د صدراعظم مرستيال دیميترو کوليبا ویلي چې د کيف او واشنګټن ترمنځ اړيکې به هغسې پياوړې وي.

کوليبا پرون په واشنګټن کې يوه کنفرانس ته وويل، دا اړيکې به له دې سره سره پياوړي وي چې د ولسمشر ټرمپ د استيضاح په څېړنه کې اوکراين عمده رول لوبولى دى.

د اوکراين دغه چارواکي تېره اوونۍ د امريکا د کانګرس له غړو، د بهرنيو چارو وزارت او سپينې ماڼۍ له چارواکو سره هم کتلي دي.

هغه ويلي، په واشنګټن کې يې مهم لومړيتوب د "نورد سټريم ۲" په نوم د روسيې د طبيعي ګازو پر نل ليکه د امريکا له خوا د بنديزونو هڅول وو.

دیميترو کوليبا ويلي، "موږ له ناټو غواړو چې د اوکراين په وړاندې نوره لېوالتيا هم ولري."

د هغه په خبره اوکراين نه غواړي له دغه پوځي تړون څخه ملاتړ ترلاسه کړي، خو غواړي په دغه ماموريت کې برخه ولري.

واشنګټن او پیکنګ د تجارتي موافقې پر لومړۍ برخې موافقه وکړه

د امريکا متحده ايالتونه او چين وايي دوى د تجارتي موافقې پر "لومړۍ برخې" موافقه وکړه. د دوى په خبره په دې موافقه کې پر چينايي مالونو د امريکا د ګمرکي تعرفې کمېدل هم شامل دي.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په يوه ټويټ کې ويلي چې له چين سره د موافقې پر لومړۍ لويې برخې موافقه وشوه.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ د دغو دوو لويو اقتصاد لرونکو هېوادونو ترمنځ تجارتي کړکېچ شته.

بلخوا چينايي چارواکو ويلي چې دواړو هېوادونو لوى پرمختګونه کړي او د تجارت د موافقې پر ابتدايي متن سلا شوي دي.

ولسمشر ټرمپ ويلي چې امريکا تاييد کړې، سر له سبا يکشنبې به د چين پر هغو مالونو چې ارزښت يې ١٦٠ مليارد ډالرو ته رسېږي تعرفه ځنډوي او موجوده تعرفه به ٧ اعشاريه ٥ فيصدو ته راکموي.

ده ويلي امريکا به د چين پر هغو وارداتو چې ارزښت يې ٢٥٠ مليارد ډالرو ته رسېږي، اوسنۍ ٢٥ فيصده تعرفې برحاله ساتي، خو پر وارداتو به چې ارزښت يې ١٢٠ مليارد ډالرو ته رسېږي تعرفې نيمايي، يعنې ٧ اعشاريه پنځو ته راکموي.

د ترکیې بهرنیو چارو وزارت انقره کې د امریکا سفیر احضار کړ

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په انقره کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر د هغه پرېکړه لیک په تړاو احضار کړ چې تېره اوونۍ د امریکا په سنا مجلس کې تصویب شو.

په دغه پرېکړه لیک يوه پېړۍ مخکې د عثماني امپراتورۍ پر مهال د ارمنيانو ډله ييزه وژنه، نسل وژنه بلل شوې ده.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت پرون وويل، د دغه وزارت مرستیال سيدات اونال د امريکا سفير ډېوېډ ساترفيلډ ته د ترکيې نارضايتي څرګنده کړه.

د امريکا مشرانو جرګې تېره پنج شنبه وړاندې شوى پرېکړه ليک د رايو په اتفاق تصويب کړ.

د امريکا د کانګرس استازو جرګې په اکتوبر مياشت کې دغه پرېکړه ليک ته ورته يو غيرواجب الاجرا سند په لوى اکثريت تاييد کړى و.

د ارمنستان صدراعظم نيکول پاشينيان دا يوه مهمه او تاريخي پرېکړه ګڼلې او د ارمنستان د نيمايي وګړو په استازيتوب يې خپله قدرداني ښوولې ده.

پاکستان کې د موټرو ټکر کې ۱۵ کسان وژل شوي

په پاکستان کې د تېلو له یوه ټانکر سره د یوه مسافروړونکي بس د ټکر په پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي دي.

چارواکي وايي چې پېښه د بلوچستان ایالت په قلعه سیف الله ولسوالۍ کې شوې ده.

د قلعه سیف الله ولسوال عتیق الرحمن د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل چې دا ډیزل وړونکی ټانکر په کان مهترزي سیمه کې له مسافروړونکي بس سره ټکر شو، چې په نتیجه کې یې اور واخیست.

ښاغلي عتیق الرحمن وویل، ډېر مړي تراوسه هم نه دي پېژندل شوي. د ملېشه پولیسو یوه چارواکي وویل چې په مړو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شته.

چارواکي وايي، یوازې یوه مسافر د ټکر پرمهال ځان له بس څخه لاندې غورځولی او ژوندی پاتې شوی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG