د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۰۳

نړۍ

د نیویارک پخوانی ښاروال د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته درېږي

ښاغلي بلومبیرګ د راروان کال په ټاکنو کې د ډموکرات ګوند په کمپاین کې رسماً خپل نوم ثبت کړ.

د نیویارک پخواني ښاروال، امریکايي میلیارډر مایکل بلومبېرګ ویلي چې ځان د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې کاندیدوي.

ښاغلي بلومبیرګ د راروان کال په ټاکنو کې د ډموکرات ګوند په کمپاین کې رسماً خپل نوم ثبت کړ.

هغه په یوه بیان کې وویل: "زه په ټاکنو کې درېږم څو ډونالډټرمپ ته ماتې ورکړم او امریکا له سره جوړه کړم."

بلومبیرګ زیاته کړه چې د نورو څلورو کلونو لپاره د ټرمپ د بې پروایۍ او غیراخلاقي سلوک زغم نور نه لري.

د بلومبیرګ دا څرګندونې په مارچ میاشت کې د ده له مخکنیو څرګندونو سره چې ویلي یې و، د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې ځان نه کاندیدوي، په تضاد کې دي.

د بلومبیرګ کاندیدېدل ښايي په ډموکرات ګوند کې د نوماندانو ترمنځ چې ټول پېژندل شوي کسان دي سیالي ستونزمنه کړي.

دا مهال پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن، سناتورې الیزابت وارن او سناتور بارني ساندرز ځانونه د ډموکرات ګوند له خوا کاندیدان کړي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د بلاروس چارواکي له توقيفه د ازاد خبریال کوزنیچیک په خلاصولو ونه‌توانېدل

ازاد خبریال اندري کوزنیچیک

په بلاروس کې چارواکي نه‌دي توانېدلي چې ازاد خبریال اندري کوزنیچیک له توقیفه خلاص کړي، سره له دې چې د یوه جنجالي قانون له مخې د هغه د ۱۰ ورځني بند موده هم نن بشپړه شوه.

کوزنیچیک چې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د بلاروسي څانګې خبریال و د نومبر په ۲۶مه له دې سره سره محکوم شو چې ده پر ځان لګول شوي تور بې‌اساسه باله.

هغه د مېنسک په بدنامه توقیف خونې (اکریستسینا) کې ساتل کېږي، دغلته ډېرو توقیف شویو ویلي چې ربړول کېږي هم.

د کوزنیچیک د کورنۍ غړو ویلي، تر اوسه معلومات نه‌لري چې هغه کله خوشې کېږي، بلاروسي چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د ډسمبر په څلورمه د بل بلاروسي خبریال پاول بیلاوس د حبس ۱۵ ورځنۍ دوره هم بشپړه شوه، خو خوشې نه‌شو.

د بلاروس پر رژیم اروپایي ټولنې، امریکا او نورو لوېدیځو متحدانو یې پنځه پړاوه بندیزونه د همدې لپاره لګولي چې مظاهره‌چیان، خپل سیاسي مخالفان او د بشري حقونو ملاتړي یې ځپلي دي.

د برما یوې محکمې له واکه لیرې کړای شوې مشره انګ سان سوچي په بند محکومه کړه

د برما له واکه لیرې کړای شوې مشره انګ سان سوچي

د برما یوې محکمې نن (د ډسمبر په ۶مه) له واکه لیرې کړای شوې مشره انګ سان سوچي په څلور کاله بند محکومه کړه.

د نوبل جایزې پر ګټونکې سوچي تور دی چې د پوځ په ضد یې پاروونکی چلند کړی او د 'کووېډ-۱۹' له بندیزونو یې سرغړونه کړې ده.

دا له کله چې په تېره فبروري میاشت کې د سوچي حاکم سیاسي ګوند د پوځي کودتا له امله وپرځول شو، د ۷۶ کلنې سوچي د محاکمو د لړۍ لومړنۍ هغه ده.

له کودتا راهیسې دا مېرمن د فساد، په ټاکنو کې د درغلۍ او د دولتي اسرارو د خپرېدو په تورونو په توقیف کې ده.

د انګ سان سوچي حقوقي ډلې پر دې لګول شوي ټول تورونه رد کړي دي.

د امریکا مشرانو جرګې پخوانی غړی باب ډول مړ شو

د امریکا د مشرانو جرګې پخوانی غړی او د جمهوري‌پال ګوند له‌خوا د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید باب ډول

د امریکا د مشرانو جرګې پخوانی غړی او د جمهوري‌پال ګوند له‌خوا د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید باب ډول پرون د ۹۸ کلونو په عمر په حق ورسېد.

د نوموړي مېرمنې الیزابت ډول په یوه بیان کې ویلي چې د دې مېړه پرون سهار د خوب په حال کې پور پرې کړ. په بیان کې راغلي دي چې رابرت ډول د ۷۹ کلونو لپاره د متحده ایالاتو خدمت وکړ.

باب ډول د ۱۹۹۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د امریکا د جمهوري‌پال ګوند کاندید و چې د ډیموکرات بل کلېنټن پر وړاندې یې ماتې وخوړه.

هغه په سنا کې له ۳۵ کلن خدمت وروسته استعفا وکړه او ځان‌یې ولسمشرۍ ته کاندید کړ.

هغه په ۸۰مه لسیزه کې په سنا کې د اکثریت مشر و.

ولادیمیر پوتین په یوه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته ځي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه غونډه کې د ګډون لپاره نن هند ته ځي. تمه ده چې د دې غونډې بحثونه به د انرژۍ او وسلو پر خرڅلاو متمرکز وي.

پوتین دا سفر داسې مهال کوي چې روسیې هند ته د هوايي مدافعې د سیستم «اېس-۴۰۰» توغندیو د سپارلو بهیر پیل کړی دی. دا پرمختللی سیستم د ۵،۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د قرارداد په اساس هند ته ورکول کېږي.

د ترکیې او روسیې ترمنځ د همدې وسلو د خرڅلاو معامله د دې باعث شوه چې واشنګټن پر انقرې بندیزونه ولګوي او ترکیه د تحریمونو له لارې د امریکا د دښمنانو پر وړاندې د مقابلې د قانون په اساس د «اف-۳۵» جنګي جټ الوتکو د پېرلو له پروګرام څخه وباسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس تېره اوونۍ وویل چې متحده ایالاتو هند ته له دې قانون څخه د معافیت د ورکولو په اړه تر اوسه پرېکړه نه‌ده کړې.

انتوني فاوچي: ښايي د کرونا اومېکرون بڼه د ډېلتا پرتله کمزوري اعراض ولري

د کرونا ویروس د اومېکرون بڼې نښان

د امریکا د روغتیا مسؤل چارواکي وايي، لومړنۍ نښې ښيي چې د اومېکرون په نوم د کرونا ویروس نوې بڼه ښايي د پخوانۍ ډېلتا بڼې پرتله کمزوري اعراض ولري.

د سپینې ماڼۍ لوی صحي سلاکار ډاکتر انتوني فاوچي پرون وویل چې ساینسپوهان د اومېکرون د شدت په اړه له پرېکړې مخکې باید نور معلومات او وخت ولري.

ښاغلي فاوچي له سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، داسې نه‌ښکاري چې اومېکرون به د ډېلتا پرتله ډېر شدید علایم او اعراض ولري، خو ده زیاته کړه چې په دې اړه له هرې پرېکړې مخکې باید محتاط واوسو.

له جنوبي افریقا څخه هم چې اومېکرون لومړی ځل په‌کې وموندل شو د راپورونو له مخې د کرونا دا بڼه د پخوانیو هغو پرتله خفیف اعراض او علایم لري.

د ساینسپوهانو په باور اومېکرون د کرونا د پخوانیو ډولونو پرتله چټکه خپرېږي، خو دوی لاهم په دې اړه څېرنې کوي چې واکسین څومره اغېز پرې کوي.

فرانسه کې معترضان: اجازه نه‌ورکوو چې فاشيستان د جمهوري ریاست نوماند شي

آرشیف- معترضان در فرانسه

د فرانسې پلازمېنه پاریس کې زرګونه کسانو ولسمشرۍ ټاکنو ته د ښي اړخي افراطي لیکوال اېرېک زیمور د کاندیدېدو پر ضد مظاهره وکړه.

مظاهره‌چیان وايي باید اجازه ورنه‌کړل شي چې د دوی په خبره ښي اړخي افراطیان او فاشیستان ځانونه کاندید کړي.

د فاشیستانو ضد یوې ډلې ویاند سیمون دوتیل فرانسپرس ته وویل: "موږ دوی ته هېڅ ځای نه‌شو سپارلی. د هغوی مفکورې پاکې نه‌دي. له کرکې ډکې دي. د دې کرکې په خلاف موږ ګڼ خلک سره راټولوو څو وښيو چې موږ د برابرۍ، د ښځو د حقونو،کډوالۍ لپاره مبارزه کوو."

اېرېک زیمور ۶۳ کلن سیاسي ژورنالېست دی چې رسماً یې د فرانسې د راتلونکي اپرېل ولسمشرۍ ټاکنو لپاره خپله کاندیداتوري اعلان کړې.

د هغه د لومړنۍ کمپایني غونډې پر مهال مظاهره‌چیانو او امنیتي ګاردانو اخ‌وډب کړی او لږ تر لږه دوه تنه ټپیان شوي هم دي.

بلاروس د اوکراین پوځي اتشه احضار کړی

د بلاروس او اوکراین نقسې او بيرغونه

د بلاروس دفاع وزارت د اوکراین پوځي اتشه احضار کړی.

دا وروسته له هغه چې ادعا وشوه اوکراین د بلاروس هوايي حریم نقض کړی دی.

د بلاروس د دفاع وزارت د اوکراین پوځي اتشې ته د هغه څه په اړه اعتراض کړی چې د وزارت په وینا د بلاروس له فضایي حریم څخه اوکرایني الوتکو "زیاتې سرغړونې" کړي.

د بلاروس دفاع وزارت په یوه بیان کې وویل چې بلاروس د هغه د احضارولو وروسته د اعتراض یو نوټ ورکړ. اتشې ته خبر ورکړل شوی چې "اوکراینی اړخ د نړیوالو نظامي همکاریو او د وسلو د کنټرول په برخه کې د اختلافي مسئلو د حل لپاره د خبرو اترو څخه ډډه کوي چې دا خورا د اندېښنې وړ ده."

د اوکراین د پوله‌ساتي خدماتو یوه ویاند دا تورونه رد کړل.

بلاروس د ۲۰۲۰ کال له لانجمنو ټاکنو وروسته چې په نتیجه کې یې د الکساندر لوکاشینکا رژيم مظاهره‌چیان سخت وځپل د اروپايي ټولنې او لوېدیځ سره په سختو ډيپلوماتیکو او سیاسي لانجو کې ښکېل دی.

بلاروس د مظاهره‌چیانو د ځپلو په خاطر له بندیزونو سره مخ دی او اروپا تور پورې کوي چې د بندیزونو د ځوابولو لپاره بلاروسي رژيم د هغو کډوالو لپاره لار برابره کړې چې غواړي اروپا ته ځانونه ورسوي.

د امریکا او روسیې ولسمشران له یوه بل سره ګوري

د امریکا او روسیې ولسمشران

د امریکا او روسیې ولسمشران به سبا نه بله ورځ د ویډیو کانفرانس له لارې له یوه بل سره وګوري.

سپینې ماڼۍ او کرملین دواړو دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي، جو بایډن او ولادمیر پوتین به دې ویډیویي خبرو کې پر اوکراین او نورو مسایلو خبرې وکړي.

دا لیده کاته داسې مهال کېږي چې واشنګټن او کیف وایي، روسیې د اوکراین پولې ته نژدې لسګونه زره سرتیري له درنو وسلو، ټانکونو او مهماتو سره ځای پر ځای کړي دي.

دوی داسې اټکل کوي چې روسیه ممکن د راتلونکې جنورۍ میاشتې په لومړیو کې پر اوکراین یرغل وکړي.

د روسیې ولسمشر بیا تېره اوونۍ وویل چې دی کیف ته د لویدیځ له لورې د وسلو پر اکمال او په تور سمندر کې د پوځي تمرینونو په تړاو اندېښنه لري.

رسنۍ: د ترکیې د ولسمشر د وینا ځای ته نژدې بم موندل شوی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

ترکي رسنیو خبر ورکړ چې د دغه هېواد د ولسمشر د وینا ځای ته نژدې بم موندل شوی دی.

د ترکیې ګڼو رسنیو ویلي چې د رجب طیب اردوغان د وژلو دسیسه څو شېبې مخکې له دې کشف او شنډه شوه چې نوموړی په سارد ښار کې وینا وکړي.

راپورونه وايي چې د بم له موندل کېدو وروسته پولیس هڅه کوي چې د دې ناکامې دسیسې عاملان ومومي.

راپورونه وايي چې بم د یوه پولیس په شخصي موټر کې اېښودل شوی و.

بېلاروس: یوې اوکراینۍ هلیکوپټرې زموږ خاوره کې دننه الوتنه کړې

د بېلاروس سرحدي ځواکونه

د بېلاروس سرحدي ځواکونو له شواهدو وړاندې کولو پرته ادعا وکړه چې د اوکراین یوې پوځي هلیکوپټرې یو کیلومتر د بېلاروس په خاوره کې دننه الوتنه کړې ده.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې په حواله، دا کار په سیمه کې زیاتېدونکی کړکېچ ښيي، ځکه مېنسک او د هغه متحده روسیه په سیمه کې د لویدیځو هېوادونو اراده ازمويي.

د روسیې د خبري اژانسونو په حواله، د اوکراین چارواکو تر اوسه د بېلاروس د سرحدي خدماتو ادارې د تورونو په اړه څه نه دي ویلي، ځکه ویل کېږي چې دغه ادعا شوې الوتنه، د پوځي تمریناتو پر وخت شوې ده. تر اوسه کوم بل لوري دغه سرغړونه نه ده تایید کړې.

د لویدیځ او بېلاروس ترمنځ کړکېچ په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ له تېرو ټاکنو وروسته اوج ته ورسېد.

اروپايي ټولنې پر بېلاروس تور لګولی چې د پناه غوښتونکو له مسئلې د وسیلې په توګه کار اخلي، خو بېلاروس دا ادعا ردوي.

سپینه ماڼۍ او کرملین: بایډن او پوتین راتلونکې اوونۍ پر اوکراین غږیږي

ارشیف، ولسمشر بایډن او ولسمشر پوتین

سپینې ماڼۍ او کرملین تایید کړه چې د امریکا او روسیې ولسمشران، جو بایډن او ولادمیر پوتین به راروانه سې شنبه په یوه ویډیويي تماس کې د اوکراین پر وضعیت او نورو مسایلو خبرې وکړي.

دا مجازي غونډه داسې وخت جوړېږي چې د مسکو د اهدافو په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې شوي دي.

ناټو، غربي-پوځي او استخباراتي چارواکو د اوکراین پولي ته څېرمه د روسیې پوځي استحکاماتو ته اشاره کړې ده.

واشنګټن او کییف وايي، مسکو د ټانکونو او توپچي ځواک په ګډون خپل زرګونه پوځیان د روسیې په لویدیځ کې ځای پر ځای کړي او ممکن را روانه میلادي میاشت د یوه تهاجم لپاره ځان چمتو کړي.

که څه هم اوکراین د خپلو پولو په اوږدو کې د ۹ نیم زره روسي پوځیانو د ځای پر ځای کېدو خبره کړې، خو د امریکا استخباراتي ارزونه ښيي چې دا شمېر ۷۰۰۰ ته رسېږي.

روسیې د خپلو پولو په اوږدو کې د ناټو د تاسیساتو پر نږدې کېدو اندېښنه ښوولې او له اوکراین څخه ورپېښ ګواښونه یې د مسکو لپاره سره کرښه بللي دي.

فرانسېس: اروپايي ټولنه د ځینو کسانو د ځان غوښتنې له کبله دړې وړې شوه

ارشیف، د بېلاروس او پولنډ ترمنځ ګډه پوله

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر وايي، پخوا به ایډیالوژیکو تضادونو د لویدیځې او ختیځې اروپا ترمنځ د پله د ایجاد مخه نیوله، خو نن سبا کډوالي د درز رامنځته کېدو سبب شوې ده.

پاپ فرانسېس پرن شنبه د یونان په پلازمېنه اتن کې د اروپايي ټولنې او یوناني چارواکو یوې غونډې ته وویل: "اروپا وخت تېرولو ته دوام ورکوي. اروپايي ټولنه د دې پرځای چې د پیوستون اتحادیه وي، د ځینو کسانو د ځان غوښتنې له کبله دړې وړې شوې. کله- کله تړلې او ناهمغږې ښکاري. پخوا به ایډیالوژیکو تضادونو د ختیځې او لویدیځې اروپا ترمنځ د پله د ایجاد مخه نیوله، نن سبا د کډوالۍ مسئله د جنوب او شمال ترمنځ د درز سبب شوې ده."

د کاتولیک عیسویانو مشر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې سړه هوا کې د افغانانو په ګډون په زرګونو پناه غوښتونکي د بېلاروس او پولنډ پر پوله راګیر پاتې دي. دوی هڅه کوي ځانونه د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ورسوي، خو د پولنډ پر سرحد یې مخه نیول شوې ده.

پاکستان: د سریلانکايي وګړي د سوځولو په تور له سلو زیات کسان نیول شوي

ارشیف، د پاکستان پولیس

پاکستاني چارواکي وايي، په کفر ویلو د یوه تورن سریلانکايي وګړي د سوځولو په قضیه کې یې له سلو زیات کسان نیولي دي.

پولیس وايي چې پرون (د ډسمبر په درېیمه) د پنجاب په سیالکوټ ولسوالۍ کې د جامو د جوړولو د یوې فابریکې د صادراتو منیجر پریانتا کومارا د کارګرانو له خوا په مرګ وهل شوی او بیا یې مړی په عام محضر کې سوځولی شوی دی.

دا پېښه د پاکستان د سیاسي او پوځي چارواکو، مذهبي شخصتیونو او مدني فعالانو له خوا په کلکه وغندل شوه.

د پاکستان صدراعظم عمران خان پر ټویټر په یوه بیان کې دا عمل بوږنوونکی بللی او ژمنه یې کړې چې عاملانو ته به یې سزا ورکړل شي.

د پنجاب ایالتي ویاند حسن خاور نن وویل چې د دې قضیې په تړاو ۱۱۸ کسان نیول شوي دي: "تاسو ته ډاډ درکوم چې عدالت به پلی کېږي او علني به وي. هېڅ متمدن هېواد نه شي کولی چې داسې یوه ناوړه او عمل ته اجازه ورکړي. موږ به ډاډ ترلاسه کړو چې ټول تورن به راوړل کېږي او هېڅوک به مستثنا نه وي."

د اړوندې فابریکې یو کارګر د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې د فابریکې کارګران ادعا کوي چې د سریلانکایي منیجر د کثافاتو په ټوکرۍ کې د قرانکریم سوځېدلې پاڼې موندل شوي دي.

د سریلانکا صدراعظم ویلي دي چې دې حملې ټکان ورکړی دی.

هغه زیاتوي چې دی ډاډه دی چې د پاکستان صدراعظم به عدالت ته په قضیه کې د ښکېلو کسانو د سپارلو پر ژمنه ودرېږي.

د امریکا ولسمشر وايي، د روسیې په اړه پر یوې طرحې کار کوي

د امریکا ولسمشر بایډن

د امریکا ولسمشر وايي، پر هغې طرح کار کوي چې له مخې به یې د روسیې لپاره دا ډېره ګرانه شي چې د ګاونډي اوکراین پرضد پراخ پوځي تحرکات وکړي.

بایډن پرون جمعه (د لېندۍ ۱۲مه) خبریالانو ته وویل چې د ده دا پلان هراړخیز دی: "غواړم هغه طرحې سره یوځای کړم چې زما په باور د ډېرو هر اړخیزو او معنا داره نوښتونو یوه مجموعه ده او د ښاغلي پوتین لپاره به ډېره ګرانه شي چې له هغو اقداماتو سره پرمخ ولاړ شي چې خلک وېره لري چې دی یې ښایي وکړي، خو دا پلان اوس تر کار لاندې دی."

د کریملین یوه سلاکار یوري اوشاکوف ویلي چې بایډن او د روسیې ولسمشر به په را روانو ورځو کې د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړي.

ښاغلی بایډن دا څرګندونې داسې مهال کوي چې روسیې په خپل لویدیځ کې پوځي حضور پیاوړی کړی او کییف د روسیې له احتمالي یرغله وېرېږي.

له څو اونیو راهیسې داسې راپورونه خپرېږي چې روسیې د اوکراین په سرحد کې له ۹۰ زرو زیات پوځیان او همدا راز ټانکونه او درنې وسلې ځای پرځای کړې دي.

بایډن وویل، د ده اداره له اوکراین او اروپايي متحدانو سره د وضعیت په اړه په دوامدار تماس کې ده.

فرانسې متحده عربي اماراتو کې د پانګونو ژمنه اعلان کړه

ارشیف، د فرانسې ملي بیرغ

فرانسې پر متحده عربي اماراتو د وسلو د پلورلو لویه معامله او د څو میلیارډ ډالرو په ارزښت په دې هېواد کې د پانګونو ژمنه پرون اعلان کړه.

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون پرون د لیندۍ په ۱۲مه نېټه په دوبۍ کې پر متحده عربي اماراتو د اتیا میلیارد ډالرو په ارزښت د اتیا رافایل پوځي جټ الوتکو د پلورلو هغه سند لاسلیک کړ چې د فرانسې په تاریخ کې په یوه ځل د وسلو د خرڅلاو تر ټولو ستره معامله ده.

د فرانسې دفاع وزارت وايي، دوهمه معامله چې مکرون یې سند لاسلیک کړی د ۱۲ ایربس جنګي هلیکوپټرونو د خرڅلاو وه.

همدا راز د متحده عربي اماراتو یوه شرکت هم د فرانسې د مالیې او اقتصاد له وزارتونو سره د پنځه میلیارډه ډالرو په ارزښت یوه موافقه لاسلیک کړه.

ولسمشر مکرون خلیج ته د دوه ورځني سفر په لومړي ګام کې پرون ابوظبۍ ته ورسېد او په پام کې ده چې د دې سفر په دوام کې به د سعودي عربستان له ولیعهد محمدبن سلمان سره هم وګوري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG