د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۴

خبرونه

امريکا په افغانستان کې د هندوستان پراخه پانګونه وستايله

د امريکا متحدو ايالتونو ويلي په افغانستان کې د هندوستان د پام وړ پانګونې ملاتړ کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوې چارواکې نانسي ايزو جکسن (Nancy Izzo Jackson) چې د افغانستان د برخې مسووليت ور ترغاړې دى، پرون په واشنګټن کې يوه کنفرانس ته وويل:

”د امريکا متحد ايالتونه په افغانستان کې د هندوستان د پام وړ پانګونې او همکارۍ هرکلى کوي.“

هغې په هغه کنفرانس چې په افغانستان کې د هندوستان پر رول متمرکز و، ويلي:

”موږ به په افغانستان کې د يوې باعزته لاسته راوړنې لپاره د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړو، چې د افغانستان پر راتلونکي زموږ پانګونه خوندي کوي.“

هندوستان له ٢٠٠١م کال راهيسې د افغانستان په ملاتړ کې فعال رول لوبولى دى.

دغه هېواد د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ د جوړولو تر څنګ په تېرو ١٨ کلونو کې د افغانستان پر بيارغونې ٣ مليارد ډالره لګولي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبان وايي فرشتې عمادي ځان زندۍ کړی؛ مخکې ویل کېدل چې وسله والو هغه وژلې

د ملګرو ملتونو یوه کارکوونکې چې کابل کې مړه شوې
د ملګرو ملتونو یوه کارکوونکې چې کابل کې مړه شوې

طالب چارواکو د ملګرو ملتونو د کارکوونکې فرشتې عمادي د مړینې په اړه تر لومړنیو پلټنو وروسته ویلي چې هغې ځان وژنه کړې ده.

په کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ یکشنبه ناوخته په یوه بیان کې ویلي چې : د لومړنیو څېړنو په اساس د پنځلسمې حوزې اړوند یوې سیمه کې فرشتې ځان زندۍ کړی.

هغه ویلي د پېښې نور جزییات د عدلي طب د تحقیقاتو تر بشپړېدو وروسته خپرېږي.

ځدراڼ ادعا کړې چې په ځینو رسنیو کې په دې اړه [آوازې] ناسمې دي.

فرشته عمادي د ملګرو ملتونو کارکوونکې وه چې د مرګ خبر یې یونسیف د جمعې په ورځ تایید کړ.

په رسنیو کې د ښځو د حقونو د ځینو فعالانو په حواله راغلي و چې فرشته عمادي د ناپېژاندو وسله والو په برید کې وژل شوې.

د افغانستان او هند یواځینۍ ټیسټ لوبه؛ افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې څه باندې ۴۵۰ منډې شاته دی

افغان لوبغاړي رحمت شاه او حشمت الله له هند سره د لوبې پر مهال
افغان لوبغاړي رحمت شاه او حشمت الله له هند سره د لوبې پر مهال

د افغانستان او هند په یواځینۍ ټیسټ لوبه کې افغان لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې ۴۵۱ منډې شاته ده.

هند په خپل اول دور کې چې شاوخوا یوه نیمه ورځ یې دوام وکړ د ۸ لوبغاړو په تاوان ۵۶۴ منډې وکړې.
افغانستان یکشنبه غرمه مهال لوبه پیل کړه چې د ورځې تر پایه یې ۱۱۳ منډې وکړې خو ۵ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې یواځې رحمت شاه ښه وځلېد چې ناسوځېدلی پاتې او ۴۳ منډې یې کړي. هغه یواځینی افغان لوبغاړی شو چې په ټیسټ کې یې ۱۰۰۰ منډې هم پوره شوې.

په بالنګ کې بیا چټک بالر محمد سلیم د هند شپږ لوبغاړي سوځولي.

سلیم په یواځې سر ۲۷ اورونه کړي او ۱۴۰ منډې یې هم ورکړي.

یوناما په هرات کې د طالبانو له خوا د ښځو په نیولو اندېښنه ښودلې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستنیدونه ماموریت یوناما په هرات ولایت کې د طالبانو له خوا د یو شمېر ښځو په نیولو او توقیف اندېښنه ښودلې ده.

یوناما نن یکشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" په هرات کې د حجاب د نه مراعاتولو په تور د یو شمیر ښځو نیول د بشري حقونو ضد جدي اندېښنې راپارولي دي".

په وروستیو کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر کارکوونکو په هرات ولایت کې د هغو ښځو د نیولو او توفیف لړۍ پیل کړې چې د دوی په ټکو "سم حجاب" نه مراعات کوي.

خو په دې ولایت کې یو شمیر ښځو ازادي راډیو ته وویل چې د مناسب حجاب او ماسک درلودو سربیره نیول او ځورول شوي دي.

د ښځو یوې فعالې فوزیه کوفي ادعا کړې چې تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۶۰ ښځې په هرات کې نیول شوې دي.

نیومن: اروپا ته د طالب پلاوي بلنه د بشري حقونو مبارزینو ته غلط پیغام ورکوي

د اروپا د پارلمان غړې هانا نیومن وايي، اروپا ته د طالب پلاوی بلنه هغو افغانانو ته غلط پیغام ورکوي چې د خپلو بشري حقونو لپاره مبارزه کوي.

نیومن پرون شنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکي، په افغانستان کې میلیونه نجونې او ښځې له زده کړو او کار راګرځول شوي دي.

تمه ده د اروپا کمیسیون په بروکسل کې د طالبانو د یوه پلاوی کوربتوب وکړي.

تراوسه د دغه پلاوي د تګ نیټه روښانه نه ده.

د اروپا کمیسیون وايي، د طالب پلاوی سره د افغان کډوالو د اخراج په اړه خبرې کوي.

له دې مخې طالب چارواکو تایید کړې وه چې د دوی یو پلاوی اروپا ته بلل شوی دی.

په اسراییل کې د ډزو له کبله یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي

د اسراییل په مرکزي سیمه کې د ډزو له کبله یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د اسراییل پولیسو ویلي چې بریدګر هم وژل شوی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

رویټرز د اسراییل د امبولانس خدمتونو په حواله ویلي چې د ډزو نننۍ پیښه کې د دوو تنو ټپيانو وضعیت نازک دی.

د ډزو مسولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو حماس، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، دا برید ستایلی دی.

د پاکستان د پوځ مشر د ایران مشر مجتبی خامنه ای ته لیک استولی

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د ایران مشر مجتبی خامنه ای ته لیک استولی دی.

ایراني رسنیو نن یکشنبې هغه ویډیو خپره کړې چې په کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي چې له پاکستانه يې مهم پیغام ایران ته وړی دی.

د نقوي په ټکو،"فکر کوم دا پیغام، مهم پیغام دی او هیله مند یم چې هر څه ښه مخته لاړ شي او پایته ورسیږي".

د ایران او اسراییلو ترمنځ په تیرې درې میاشتنۍ جګړه کې د مجتبی خامنه ای له ټپي کیدو وروسته نه په عام محضر کې لیدلی شوی او نه يې کوم غږیز او ویدیو پیغام خپور شوی.

پاکستان په وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د مذاکراتو منځګړیتوب په غاړه درلوده.

د فوټبال نړیوال جام لوبې د شکیرا له سندرې سره پرانیستل کیږي

سندرغاړې شکیرا
سندرغاړې شکیرا

د نړۍ یوه نامتو سندرغاړې شکیرا به روانه اونۍ پنجشنبه( د جون په ۱۱مه) په مکسیکو کې د فوټبال د نړیوال جام لوبې د پرانیستو په مراسمو کې سندره ووایي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون( فیفا) اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړیوالې اتلولۍ رسمي سندره چمتو ده او د پاپ موسیقي کولمبیایي سندر غاړې شکیرا به یې د مکسیکو په « استادیو ازتیکا» لوبغالي کې د سټیج پر سر اجرا کړي.

د فوټبال د نړیوال جام د پرانیستو له مراسمو وروسته به لومړۍ لوبه د کوربه مکسیکو او جنوبي افریقا د لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال په نړیوال جام کې د ۴۸ هیوادو ټیمونو برخه اخیستې ده چې د مکسیکو، د امریکا د متحد ایالتونو او کاناډا په کوربتوب ترسره کیږي.

د افغانستان د کانکور ازموینې په څلورم پړاو کې هم نجونو ته د ګډون اجازه ورنه کړل شوه

کابل پوهنتون
کابل پوهنتون

د افغانستان د ازموینو ملي ادارې اعلان وکړ چې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې څلورم او وروستی پړاو به دا اونۍ ترسره شي.

د افغانستان د ازموینو ملي ادارې د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د تیرو دریو پړاوونو غیرحاضر زده کوونکي، د اقوام او قبایلو ښوونځیو فارغین، د کابل ولایت دیني مدرسو فارغین، د څوارلسم ټولګي زده کونکي او د شپې پوهنځي زده کوونکي په دې څلورم پړاو کې برخه اخیستلی شي.

د اعلامیې له مخې د کانکور د دې مرحلې د برخه والو د بایومیټریک معلوماتو د ثبت پروسه پيل شوې ده او د کانکور ازموینه به د جمعې په ورځ( د جون ۱۲ مه) په کابل پوهنتون کې ترسره شي.

د افغانستان د ازموینو ملي اداره زیاتوي چې د ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو د څوارلسم ټولګي زده کونکو لپاره ځانګړې ازموینه به د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د څلورو پړاوونو له بشپړیدو وروسته په جلا توګه ترسره شي.

دا ځل هم د تیرو نژدې پنځو کلونو په څیر نجونو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د کانکور امتحان ورکړي.

افغان ابدالیان کرکټ لوبډله سریلانکا ته ولاړه

افغان ابدالیان کرکټ لوبډله روانه اونۍ په سریلانکا کې د کوربه هیواد او هند له الف لوبډلو سره درې اړخیزې لوبې پیلوي.

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړ چې افغان ابدالیان لوبډله د شنبې په ورځ د کابل له هوایي ډګره سریلانکا ته ولاړه.

د افغانستان، سریلانکا او هند تر منځ یو ورځنۍ سیالۍ سه شنبه پیلیږي او د جون تر یو ویشتمې دوام کوي.

د افغان ابدالیان لمړۍ لوبه د پنجشنبې په ورځ د هند له الف لوبدلې سره ده.

ناټو د خپلو دوو نویو غړیو هیوادو شاوخوا تمرینات پيل کړي

د ناټو پوځیانو تمرینات-سویډن د مې 11 - 2026- ارشیف
د ناټو پوځیانو تمرینات-سویډن د مې 11 - 2026- ارشیف

د ناټو پلیو ځواکونو د سویډن او فنلنډ شاوخوا د شنبې په ورځ تمرینات پیل کړل.

د اروپا لپاره د ناټو قوماندان امریکایي جنرال الیکسس ګرینکویچ په یوه بیان کې وویل چې د سویډن او فنلنډ شاوخوا سیمه چې د ناټو د شمال ختیځې څنډې برخه ده ډیره ستراتیژیکه ده.

سویډن او فنلنډ د بالتیک سمندرګي پر غاړه پراته دي چې له دې اوبو روسیي جنګي بیړۍ د سینت پیترزبورګ او کالینګراد لور ته ځي.

فنلینډ، چې له روسیې سره ګډه پوله لري، د دوهمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د شوروي اتحاد له ځواکونو سره دوه ځله جګړه هم کړې ده.

د دې تمریناتو د پایته رسیدو نېټه نه ده مشخصه شوې، ناټو وایي چې دا هڅې د وار له مخه دایمي دفاعي حضور لپاره دي.

په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې له بشپړ یرغل وروسته سویډن او فنلنډ له ناټو سره یوځای شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG