د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۰

نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو مقالې خپرې کړي

نیویارک ټایمز:

نیويارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د یوې کورنۍ په اړه مقاله خپره کړې ده چې پر ماشومانو یې څو لسیزې پخوانی ماین د روان کال په پسرلي کې چاودلی دی.

د مقالې په پیل کې راغلي چې ماین په بامیان ولایت کې د یوې کورنۍ پر درېیو زامنو د ماین چاودنې دا کورنۍ د غم پر ټغر کینوله.

دا ماین ۳۳ کاله مخکې د پخواني شوروي اتحاد الوتکو غورځولی وو او هلته تر هغه وخته ناچاودېدلی پروت وو چې عامر خان، لیاقت او مجتبی وموند.

مقاله لیکي چې په افغانستان کې ناچاودېدلي ماینونه چې د کوچنیانو لاس ته ورځي او پر هغوی چاودي، له بیروونکو غمیزو یوه ده.

نیویارک ټایمز لیکي، په افغانستان کې یوازې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې هره مياشت ۱۱۸ ملکیان د ناچاوده او ښخو شویو ماینونو په پيښو کې ټپیان او ووژل شول.

ای ټي وي:

ای ټي وي خپرونې د یوه څوارلس کلن افغان پناه غوښتونکي په اړه لیکلي چې په دې وروستیو کې یې په برتانيا کې د ملي کرکټ جایزه تر لاسه کړه.

مقاله لیکي، بشیر جبارخېل د روان کال په لومړیو کې برتانیې ته په داسې حال کې رسېدلی چې نه ورسره پیسې وې او نه هم د کورنۍ غړي. دغه افغان پناه غوښتونکی اوس په تیفورډ ښار کې اوسي او د دې ښار د کرکټ ټيم غړی دی. ده په اتو مياشتو کې انګلیسي زده کړې ده.

جبارخېل ته د کرکټ په تاریخي میدان لارډز کې د کرکټ په برخه کې د وړتيا په خاطر جایزه ورکړل شوه.

رلیف ویب:

رلیف ویب خپرونې له افغانستان سره د اروپايي کمیسیون د مالي مرستې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي چې اروپايي کمسیون په افغانستان کې له هغو خلکو سره چې بشري وضعیت يې مخ پر خرابېدو دی، په بیړنیو مرستو کې څلوېښت ملیونه یورو اضافه کړي دي.

له دې سره به سږ کال د مقالې په وینا د افغانانو له بحران سره د اروپايي ټولنې ټوله مالي مرسته ۷۷ ملیونه یورو ته ورسيږي.

رلیف ویب په دې مقاله کې ليکلي چې اروپايي ټولنې دا مرستې ځکه زیاتې کړي چې په ټول افغانستان کې هغو کورنیو ته په ځانګړې توګه کوچنيانو ته مرستې ورسیږي چې بې ځایه شوي او یا هم طبیعي افاتو اغېزمن کړي.

اروپايي ټولنې په افغانستان کې له ۱۹۹۲ میلادي کال راهیسې بېلابېل بشري فعالیتونه تمویل کړي او تر اوسه یې له دې هېواد سره ۸۷۲ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

د مقالې په وینا، په افغانستان کې د امنیتي ستونزو له کبله ۳،۴ ملیونه افغانان بې ځایه شوي.

په همدې حال کې شپږ میلیونه افغانان اوس هم په ګاونډي ایران او پاکستان کې د کډوالۍ ورځې شپې سبا کوي. په مقاله کې له دغو څخه ډېری يې ناثبت شوي یا غیر قانوني بلل شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG