د لویدیځ دوو چاپي خپرونو د دوو افغانانو کیسې راخیستې چې یو یې د هېواد دننه بیځایه شوی او بله یې له هېواده بهر بېرته خپل هېواد ته استول شوې.
ډیپلومات:
ډیپلومات خپرونې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې چې "د هوا ککړتیا د افغانستان په پلازمینه کې ښایي تر جګړې وژونکې وي."
د دې مقالې لیکوال رحیم فایض لیکي، یوسف له خپلې کورنۍ سره اته کاله مخکې د افغانستان په ختیځ کې خپل کور پرېښود، ترڅو له جګړو وتښتي خو دی ونه توانېده چې له تراژیدي تېښته وکړي.
د ده پنځه ماشومانو په کابل کې ژوند له لاسه ورکړ، دوی د شخړو او چاودنو قربانیان نه و، دوی د ککړ چاپيرال قرباني شول.
په دې مقاله کې وړاندې راغلې چې د داخلي بیځایه شویو په کمپ کې د یوسف او نورې کورنۍ په هغو موادو ډوډۍ پخوي چې له شاوخوا ډېرانونو یې راټولوي او پر همدې موادو ځانونه تودوي.
شپیته کلن یوسف اسوشېټډ پریس اژانس ته ویلي دي، د ککړې هوا له امله یې ماشومان یو په بل پسې ناروغان شول او یو یې هم اووه کلنۍ ته ونه رسید.
د افغانستان د چاپيریال ساتنې د ادارې پخوانی مرستیال عبدالولي مدقق د کابل او د افغانستان د یوشمېر نورو ښارونو هوا ډېره د اندېښنې وړ بللې ده.
ده ازادي راډیو ته وویل چې د دې ستونزې د مخنیوي لپاره ډېرې لږې هڅې شوې دي.
ګارډین:
ګارډین ورځپاڼه بیا افغانستان ته د یوې بیرته ستنول شوې په اړه لیکنه خپره کړې ده.
دا ورځپاڼه لیکي، ۲۷ کلنه طاهره چې له بهره بېرته کابل ته لېږل شوې، په یوه کرایي کوټه کې ژوند کوي.
طاهره درې ماشومان لري. دې په ۲۰۱۸ کال کې له خپلو ماشومانو او مېړه سره هڅه وکړه چې له افغانستانه وتښتي.
ورځپاڼه لیکي، ناامنیو طاهره مجبوره کړه چې له خپلې کورنۍ سره په میدان وردک کې خپل کورپریږدي او د ایران له لارې ترکیې ته مخه کړي.
د ګارډین په باور، د دې میړه، زوی او اووه کلنه لور وتوانیدل چې ترکیې ته ولاړ شي، خو په خپله طاهره او یوه شپږ کلنه لور یې ایراني پولیسو له ترکیې سره پر پوله ونیول او افغانستان ته یې ولیږل.
ورځپاڼه د طاهرې په وینا لیکي، د لور جامې یې په ازغن سیم کې بندې شوې او په بیړه ونه توانیده چې د ترکیې خواته واوړي.
طاهره وایي، له خپلې کورنۍ څخه بېلتون ورته سخته دی او ډېره سخته لا دا ده چې له درې کلن زوی څخه چې ترهرچا مور ورته مهمه ده، بېله شوې ده.