خبرونه
ټرمپ له اردوغان سره ولیدل
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالد ټرمپ پرون چهارشنبه د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل.
امریکا او ترکیه دواړه د ناټو غړي هېوادونه دي.
په وروستیو کلونو کې د دواړو اړیکې ترینګلې شوې دي.
خو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د رجب طیب اردوغان تود هرکلی وکړ.
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې په دې کتنه کې به پر دوو مهمو مسئلو چې د واشنګټن او انقرې اړیکې یې کړکېچنې کړې دي، بحث وشي چې یوهیې د سوریې په شمال کې د کردانو پر سیمو د ترک ځواکونو حمله او بلهیې له روسیې د دفاعي سیستمونو اخیستل دي.
ترکیې د روان کال په دوبي کې د روسیې «اس-۴۰۰» توغندويي دفاعي سیستم تر لاسه کړ.
واشنګټن له دې سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د روسیې د توغندويي ضد دفاعي سیستم له هغو سیستمونو سره اړخ نهلګوي چې د ناټو غړي هېوادونهیې لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د پاکستان صدراعظم د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې د لاسلیک په هڅو کې د ترکیې رول مهم وباله
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وایي، ترکیې د ایران او امریکا ترمنځ د اسلام آباد د تفاهم لیک د لاسلیک کیدو لپاره هڅو کې مهم رول لوبولی دی.
نوموړي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ له ترکیې څخه د کتنې په ترڅ کې د ترکیې له ولسمشررجب طیب اردوغان سره استانبول کې په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري یوازې په خبرو پورې نه رالنډیږي بلکې مشخصو اقدماتو هغه غښتلې کړې ده.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیا وویل چې ترکیه او پاکستان یو ځل بیا خپله ژمنتیا تازه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارډه ډالرو ته ورسوي.
اردوغان زیاته کړه چې ترکیه خپل پانګه وال هڅوي چې په پاکستان کې لا ډېرې پانګونې وکړي او په اقتصادي فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلي.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د دفاعي صنعت، انرژۍ، ټرانسپورټ، مهمو طبعي زېرمو اود معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې به د نویو ګډو پروژو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لا پراخه شي.
علي عظمایي د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د سمندري ځواک د نوي قومندان په توګه نومول شوی
د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې په هغې اعلامیه کې سپاه پاسدران د پخواني مشرایات الله علي خامنه یې د جنازې په مناسبت خپره کړې، علي عظمايي د سمندري ځواک د نوي قوماندان په توګه معرفي شوی دی.
د سپاه پاسداران د سمندري ځواک پخوانی قوماندان علي رضا تنګسیري وو، چې اسراییل یې د مارچ په ۲۶مه په یوه هوايي برید کې د وژل کیدو خبر ورکړ. د ایران وسله والو ځواکونو هم څو ورځې وروسته د هغه مړینه تایید کړه.
د اسراییل د دفاع وزیراسراییل کاتز تنګسیري په هرمز تنګي کې د ماین اېښودنې او د دغې مهمې سمندري لارې د تړلو د هڅو اصلي مسؤل بللی و.
تردې مخکې سپاه پاسداران د عظمایي چې د تنګسیري د مرستیال قومندان په توګه یې دنده مخ ته وړله، د قوماندانۍ د ټاکل کېدو رسمي اعلان نه و کړی.
د ایران په وړاندې د امریکا او اسراییل د ۴۰ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې د تنګسیري او د دې هیواد د مشرعلي خامنه یي په ګډون د ایران ګڼ شمېر لوړپوړي سیاسي او پوځي قوماندانان ووژل شول. د خامنه یي جنازه به چې رسمي مراسم یې له تهرانه پیل شوي او وروسته به په قم ښارکې ترسره شي، د جولای په نهمه په مشهد کې خاورو ته و سپارل شي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه: ډیرژر به په کابل کې د ماشومانو د زړه ناروغیو د درملنې یو روغتون پرانستل شي
د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي ریس شهاب الدین دلاور وایي چې ډیرژر به په کابل کې د دې ادارې د زړه ناروغیو د درملنې یو مجهزروغتون پرانستل شي. هغه دا خبره د شنبې په ورځ د طالبانو ترکنټرول لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي چې دغه روغتون به په کال کې د شاوخوا دوه زره د زړه سوري ناروغو ماشومانو د درملنې ظرفیت ولري او درملنه به یې په وړیا توګه کیږي. نوموړي په دې اړه چې دغه نوی روغتون به کله پرانستل کیږي نورجزیات ندي ورکړي خو تردې مخکې د افغاني سرې میاشتې له خوا ډیر په زړه سوري ناروغ ماشومان د کابل څوروغتونونو ته د درملنې لپاره ورپیژندل شوي او درملنه یې شوې ده. د دې ترڅنګ ډیرماشومان چې په دې او نورو ناروغیو اخته وو، بهر ته، په ځانګړي توګه جرمني ته لیږل شوې چې د جرمني «د سولې کلي» بنسټ یې وړیا درملنه کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: افغانستان او بنګله دیش د دوه اړخیزې سوداګرۍ ډیرظرفیتونه لري
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان او بنګله دیش ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري ډیرظرفیتونه لري چې باید د دواړو هیوادونو د اقتصادي ودې لپاره وکارول شي.
په هغې خبرپاڼه کې چې د دې وزارت ویاند عبدالقهاربلخي د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې خپره کړې، دغه څرګندونې امیرخان متقي په تهران کې د بنګله دیش د پارلمان له ریس حافظالدين احمد سره په کتنه کې کړي دي. د بیان له مخې په دې ناسته کې د افغانستان او بنګلدیش ترمنځ د دوو اړخيزو اړيکو د پراختيا، په ځانګړې توګه د سوداګريزو اړيکو د ودې په اړه خبرې وشوې.
د ښاغلي بلخي په خبره د بنګلديش د پارلمان رئيس د دواړو هېوادونو اړيکې تاریخي وبللې او د افغانستان له اقتصادي بيارغونې سره يې د سوداګريزو اړيکو غوړېدا د دواړو لوريو لپاره ښه فرصت وباله.
د راپورونو له مخې له کله چې له پاکستان سره د افغانستان سوداګري په ټپه دریدلې، د طالبانو حکومت په سیمه کې د بنګله دیش په ګډون نورو هیوادونو سره د سوداګرۍ د راکړې ورکړې لپاره هڅې زیاتې کړې دي. د ۲۰۲۵ کال راهیسې د بنګله دیش او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د طالبانو څو سوداګریزو پلاوو له بنګله دیش څخه کتنې ترسره کړي دي.
څه باندې ۱۸۰۰ افغان کډوال په یوه ورځ کې له پاکستانه اخراج شوي
څه باندې ۱۸۰۰ افغان کډوال په یوه ورځ کې له پاکستانه اخراج شوي.
د طالبانو د حکومت ویاند حمدالله فطرت پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" د جمعې په ورځ ۱۸۲۶افغان کډوال د تورخم له لارې بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي".
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د روانې جولای میاشتې له لسمې وروسته د هغوو افغانانو نیول پیلوي چې ویزې خلاصې شوي وي.
پاکستان له مودو راهیسې افغانانو ته د ویزو ورکول بند کړي دي.
ارجنټاین د کیپ ورډ لوبډلې په ماتولو سره واتونیده د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار ومومي
د فوټبال په نړیوال جام کې ارجنټاین د کیپ ورډ لوبډلې په ماتولو سره واتونیده د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار ومومي.
د تیرې ورځې په لوبو کې ارجنټاین ۳ پر ۲ کیپ ورډ ټيم له مخې لیرې کړ، مصر واتونیده په پنالټي شوټونو کې اسټرالیا ته ۴ پر دوه ماتې ورکړي، کولمبیا لوبډلې ګانا ته ۱ د صفر پر وړاندې او سویس ټیم دوه د صفر پر وړاندې الجیریا ته ماتې ورکړه.
نن فرانسه له پاراګوی او کاناډا له مراکش سره لوبه لري.
دغه لوبې د امریکا په وخت د ماښام ۷ او د شپې یولس بجې پیلږي.
سپینغر پرانګانو د بست ساتونکو لوبډلې ته د ۵۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه
سپینغر پرانګانو د بست ساتونکو لوبډلې ته د ۵۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د شپږیزې لیګ په روان یولسم پړاو کې سپینغر لوبډله وتوانیده د راشدخان پر مټ خپله دویمه لوبه وګټي.
سپینغر پرانګانو په نننۍ لوبه کې د شپږو ویکټو په زیان بست ساتونکو ۲۲۰ منډې هدف وټاکه.
که څه هم د بست ساتونکو لوبډلمشر ابراهیم ځدران ۵۹ منډې وکړې او نیمه سلیزه يې جوړه کړه خو په لوی توپیر يې سپینغر پرانګانو ته لوبه وبایلله.
دغه لوبه د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کریکټ لوبغالي کې ترسره شوه.
بله لوبه د امو نهنګانو او مېس عینک اتلانو لوبډلو ترمنځ ده چې له غرمې وروسته ۲بجې پیلږي.
په تهران کې د ایات الله علي خامنه اي د جنازې مراسم پیل شول
په تهران کې د ایات الله علي خامنه اي د جنازې مراسم پیل شول.
د ایران د پخواني مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي د جنازې مراسم نن شنبه سهار شپږ بجې پیل شوي چې تر پنجشنبې ورځې به دوام وکړي.
خامنه اي او د کورنۍ نور څلور غړي يې د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې څلور میاشتې وړاندې ووژل شول.
د خامنه اي او د کورنۍ د غړو مړي يې د تهران په مصلی کې د خلکو وروستي درناوي ته اېښودل شوي چې پنځه ورځې وروسته به په خپله پلرنۍ هدیره مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.
فرانس پریس خبري اژانس لیکي،" مراسمو ته شدید امنیتي تدابیر نیول شوي، ټولې لارې تړلي دي او تمه ده هوايي حریم هم وتړل شي".
د خامنه اي د جنازې په مراسمو کې تراوسه په زرهاوو کسانو ګډون کړی دی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر، د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، د روسیې پخوانی ولسمشر دیمیتری میدویدیف او د افغانستان د ړنګ شوي جمهوریت یو شمیر چارواکو په دغه مراسمو کې ګډون کړی دی.
تراوسه معلومه نه ده چې د ایات الله خامنه اي ځایناستی مجتبی خامنه اي به په دې مراسم کې ګډون وکړي او که نه.
راشدخان کابل ته ستون شو څو په شپږیزه لیګ کې د سپينغر زمریان لوبډلې لپاره ولوبیږي
د افغانستان د کرېکټ وتلی ستوری راشد خان کابل ته ستون شو.
راشد خان د جمعې په ورځ کابل ته ورسید او تمه ده په شپږیزه لیګ کې د سپينغر زمریان لوبډلې لپاره ولوبېږي.
سپينغر زمریان له بست ساتونکي لوبډلې سره لوبه لري.
راشد خان شاوخوا دوه کاله وروسته کابل ته ستنېږي.
د راشد خان په ګډون د ملي لوبډلې ګڼ نور لوبغاړي له نړیوالو سیالیو وروسته اوس په کورني کرېکټ لوبو کې د ګډون لپاره په افغانستان کې دي.
د شپږیزې سږني لیګ پنځمه لوبه د مېس عینک اتلان او د بند امیر ښاماران لوبډلو ترمنځ وشوه چې د بند امیر ښارمارانو د اتو ویکټو په توپیر له مېس عینک اتلانو ماتې وخوړه.
د اسراییلو پوځ یو ځل بیا د لبنان پر جنوب بریدونه کړي
د اسراییلو پوځ وايي، د لبنان په جنوب کې يې د حزب الله څو مرکزونه په نښه کړې دي.
دغه پوځ د جمعې په ورځ د جولای په دریمه په یو بیان کې وویل،" د حزب الله شاوخوا لس تاسیسات او د وسلو بار لارې يې ویشتي دي".
امریکا متحده ایالاتونه حرب الله ډله یو ترهګریز سازمان بولي، خو اروپايي ټولنه د دغې ډلې پوځ څانګه د ترهګرو ډلو په لیست کې شامله کړې ده.
اسراییلو او لبنان تیره اونۍ د امریکا په ملاتړ یوه هوکړه لاسلیک کړه، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سولې ته لار هواره کړي او د ایران له ملاتړه برخمنه حزب الله ډله بې وسلې کړي.