د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

وحید مژده: طالبانو د ۲ استادانو له خوشې کېدو پرته بله ژمنه نه‌ده کړې


افغان څېړونکی وحید مژده
افغان څېړونکی وحید مژده

ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ د انس حقاني په شمول د درې طالب بندیانو د خوشې کېدو پرېکړه په ډاکه کړه.

نوموړي وویل، دا خورا سخته پرېکړه‌یې د افغانستان امریکايي پوهنتون د دوو بهرنیو استادانو او تر خوا یې له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو د پیل په هدف کړې.

که څه هم ځیني څارونکي دا پرېکړه د طالبانو حکومت ترمنځ د اعتماد جوړېدو او مخامخ خبرو د پیل لپاره ښه بولي، خو ځیني نور بیا وايي د دې بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې طالبانو کوم داسې شرط نه‌دی منلی چې له مخې به‌یې د افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې پیلوي.

افغان څېړونکی وحید مژده وايي، افغان حکومت د امریکا د فشار په پایله کې د دې طالب بندیانو مشروط خوشې کېدو ته غاړه ايښې ده.

د نوموړي په وینا د انس حقاني په شمول د دې درې طالب بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې طالبانو د افغانستان د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کېدو پرته د بل څه ژمنه نه‌ده کړې.

له ښاغلي مژده سره اجمل اند مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:51 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG