- نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امريکا د یو شمېر تقاعد شویو سرتېرو غوښتنې ته کتلي چې وايي، د دې هېواد سرتېري باید له افغانستانه ووځي.
د یورو اېشیا بنسټ له پنځو امریکايي متقاعدو نظامیانو سره خبرې کړې دي.
دوی ټولو په افغانستان کې خدمت کړی او په یو ډول په دې هېواد کې د مأموریت برخه وو.
نیویارک ټایمز لیکلي، دا پنځه نظاميان د افغانستان د جګړې ځوروونکې خاطرې او د خپلو سترګو لیدلی حال وايي او دا مأموریت یو داسې بحران بولي چې نهبریالی کېدونکی دی.
- واشنګټن اګزمېنر
واشنګټن اګزمېنر د امریکا د پوځ لوی درستیز خبرو ته پام کړی چې وايي، امریکا به یو څو کاله نور هم په افغانستان کې پاتې شي.
جنرال مارک میلي د یکشنبې په ورځ له «اې بي سي نیوز» شبکې سره په خبرو کې زياته کړې چې د افغانستان مأموریت تر اوسه نهدی بشپړ شوی.
امريکايي ځواکونو په امريکا کې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر مياشتې تر حملو وروسته په افغانستان کې د القاعده او طالبانو پر ضد عمليات پیل کړل.
خو ورځپاڼې دې ته پام کړی چې د جګړې بار د هغو ځوانانو پر اوږو ايښودل شوی چې په نیویارک کې پر دوو برجونو د حملې په وختونو کې زېږېدلي لا نهوو.
د امريکا د پوځ له لوی درستیز مارک میلي څخه د یکشنبې په ورځ په خبرو کې دا پوښتنه وشوه چې څه ډول د افغانستان اوږده جګړه توجیه کوي؟
ده په ځواب کې وویل چې افغانستان ته د امريکايي ځواکونو د تللو اصلي هدف د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د ۱۱مې تر حملو وروسته ډاډ ترلاسه کول وو چې دا هېواد یو ځل بیا پر امريکا د حملې لپاره د ترورېستانو په ځاله بدل نهشي.
واشنګټن اګزمېنر ورځپاڼې لیکلي، د افغانستان جګړه ښايي ژر پای ته ونهرسېږي ځکه د امریکا د پوځ لوی درستيز په همدې باور دی چې دا مأموریت به په چټکۍ سره بشپړ نهشي.
- ډېلي مېل
ډېلي مېل خپرونې د هغو غلا شویو لرغونو اثارو په اړه لیکلي چې بریتانيا کې تر ۱۷ کلونو تحقیقاتو وروسته بېرته افغانستان ته سپارل کېږي.
مقاله لیکي چې د څلورمې پېړۍ بېبيې د بودا مجسمې چې له افغانستانه غلا شوي او د لندن په هېټرو ګمرک کې نیول شوې وې، په بریتانیا کې تر ۱۷ کاله تحقیق وروسته افغانستان ته بېرته وسپارل شوې.
وروسته له هغه چې افسرانو د پاکستان له پېښوره ورتلونکي دوه کرېټونه په دې شک ونیول چې په کرېټونو کې د بودا په یوه مجسمه او نهوو مجسمو په سرونو کې ښايي مخدره مواد وي، خو وروسته له هغه چې په مجسمو کې هېڅ مخدره مواد ونهموندل شول، د څلورمې او شپږمې پېړۍ دا مجسمې له وړونکو ونیول شوې.
مقاله لیکي پلټونکو شک درلود چې دا لرغوني اثار له افغانستانه غلا شوي.
افغانستان ۱۷ کاله مخکې له بریتانیا وغوښتل چې دا اثار بېرته ورته وسپارل شي، خو په دې هېواد کې د امنیتي وضعیت له کبله دا اقدام ونهشو.
خو اوس به دا لرغوني اثار د بریتانيا په برېټېش موزیم کې یو څه موده نندارې ته وړاندې او بیا به افغانستان ته وسپارل شي.