د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

ارګ: د حکمتیار څرګندونې د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې دي


د ولسمشریزو انتخاباتو نوماند ګلبدین حکمتیار
د ولسمشریزو انتخاباتو نوماند ګلبدین حکمتیار

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ګلبدین حکمتیار څرګندونې د افغانستان د خلکو د غوښتنو او د دغه هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې ګني.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیق ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې د ولسمشرۍ لپاره انتخابات شوي او پایلې یې باید ټولو ته د منلو وي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره نوماند ګلبدین حکمتیار د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، اړتیا ده چې یو لنډمهالی حکومت جوړ او انتخابات بیا ترسره شي.

امید زهیرمل په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ له ویاند صدیق صدیقي سره مرکه کړېچې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:51 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG