د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

هېواد: ولسواکي به هېڅکله د هوسونو قرباني نه‌شي!


کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو انځور
کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو انځور

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د ولسمشریزو ټاکنو او د رأیې بیا شمېرنې بهیر په تړاو لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې د رأیو بیا شمېرنې په تړاو په خپله سرمقاله کې لیکلي، لیدل کېږي چې ټولې هغه رأیې چې تر اوسه غیر قانوني تشخیص شوي، د انتخاباتي رأیو بیا شمېرنې پروسه کې شاملې شوي چې دا یو ځل بیا موږ له فتنې سره مخ کوي او خواشینوونکی دی.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، خلک حق لري چې روان وضعیت لپاره اندېښمن وي ځکه له یوې خوا جګړو زور اخیستی او له بلې خوا حاکمې ډلې هر څه قبضه کړي او اجازه نه‌ورکوي چې د نورو خپلواکو، ډمکراتیکو هېوادونو په څېر خلک خپل برخلیک د رأیو په اساس وټاکي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، پر ټاکنو د څار بنسټونو د ټاکنو کمېسیون د یو شمېر کمېشنرانو په دې پرېکړه انتقاد کړی چې د سرمقاله لیکونکي په خبره یو شمېر نا بایومټریک شویو رأیو ته‌یې اعتبار ورکړی.

په سرمقاله کې راغلي د دغو رأیو په اړه بایومټریکي معلومات نه‌دي موجود.

ورځپاڼې د ټاکنو د قانون یو بند راخیستی چې په‌کې راغلي، هغه رأیه با اعتباره ده چې د کاروونکي په اړه‌یې بایومټریک معلومات موجود وي.

خو وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې د ټاکنو کمېسیون یو شمېر کمېشنران وايي د خلکو رأیې باید وشمېرل شي او دا چې بایومټریک معلومات‌یې په اړه په واک کې نه‌شته د رأی ورکوونکي ستونزه نه‌ده، بلکې د ټاکنیزو کارکوونکو ستونزه ده.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، ولسواکي به هېڅکله د یو شمېر کسانو د هوسونو قرباني نه‌شي!

وړاندې راغلي،د یو شمېر ډلو له اعتراضونو سره سره باید د ټاکنو کمېسیون د قانون له مخې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې پر خپل وخت اعلان کړي، له دې پرته ځنډ قانوني سرغړونه ده.

سرمقاله لیکونکی لیکي، دلته د ولسمشرۍ لپاره د ټاکنیزو ټيمونو د لاسوهنې ځای نه‌پاتې کېږي او قانون هم هغوی ته دا واک نه‌دی ورکړی.

د سرمقاله لیکونکي په خبره، دلته د څار بنسټونه شته چې له نېکه مرغه تېرې ولسمشریزې ټاکنې له یو لکو ډېرو کورنیو او نړیوالو څارونکو له لوري څارل کېدې او دلته د لاسوهنې لپاره هېڅ کوم څه نه‌پاتې کېږي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، ټاکنیز ټيمونه باید دا هڅې ونه‌کړي چې ګڼې د ټاکنو دغه پروسه به بحراني او د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو بدنامه لوبه بیا تکرار شي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، اوس هغه وخت نه‌دی چې خلک د دوی په تشو ګواښونو تېر وځي، خو دا سمه ده چې یو شمېر ټاکنیز ټيمونه به خپلې خبرې کوي او ګواښونه به کوي، خو د ټاکنو همدا اصل دی چې یو څوک به‌یې ګټي او نور ګڼ به په‌کې ماتې خوري او ټاکنو اصلیت همدا دی چې باید یو څوک په لوی اکثریت ټاکنې وګټي.

XS
SM
MD
LG