د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۹

خبرونه

په چين کې يو حيرانوونکى موټر نندارې ته وړاندې شو

په چين کې نن داسې موټر نندارې ته وړاندې شو، چې ډېر حساس دى او کولاى شي د چلوونکي احساس درک کړي.

دغه موټر د کوريايي شرکت کيا له خوا چې هيوندا يې رهبري کوي، جوړ شوى دى.

دغه موټر کمرې او ډېر پرمختللي سېنسرونه لري، چې د چلوونکي د وضعيت له درک کولو سره عمل کوي.

د هيونداى شرکت د مارکيټينګ د برخې مسوول وو يان بينګ په دې اړه وويل:

”دغه موټر کولاى شي د شخص څېره د کمرو په مرسته وپېژني. د کمرو په مرسته د چلوونکي حالت ځان ته معلوم کړي او د چلوونکي څوکۍ په اسانۍ عياره کړي. په دې ډول هوا، څراغونه، غږ او هلته د سيټونو لړزه هم عيارېږي.“

د دې نوي موټر طراحان په دې باور دي، چې د ”احساس لرونکي“ موټر په جوړولو سره به وکړاى شي د ټرافيکي پېښو مخه ونيسي، ځکه د چلوونکي د وضعيت په درک کولو سره د تېروتنو مخه نيسي.

د دې موټر بله ځانګړنه دا ده چې کولاى شي والوزي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په پاکستان کې په دوو ترافیکي پېښو کې شاواخو پنځوس کسانو ته مرګژوبله اوښتي

د پاکستان په پنجاب او بلوچستان صوبو کې په دوو ترافیکي پېښو کې ۲۴کسان مړه او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دواړه پېښې پرون شنبې رامنځته شوي دي.

په وژل شویو او ټپيان کې ماشومان هم شامل دي.

د ازادي راډيو د مشال برخې د راپور له مخې، په بلوچستان کې په ترافیکي پېښه کې مرګژوبله د سنید صوبي مزدورانو ته اوښتې ده.

د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د موټروانونو بې احتیاطي په پاکستان کې د ترافیکي پېښو لوی لاملونه بلل کیږي.

د افغانستان د نولس کلنو لوبغاړي نن له ویسټ اندیز سره لوبه لري

د افغانستان د نولس کلنو د کرکټ ملي ټیم نن په نړیوال جام کې له ویسټ اندیز سره مخ دی.

د دوی لوبه د نامیبیا په وینډهوک کې پلان شوې چې تمه ده د افغانستان په وخت د غرمې دولس بجې پيل شي.
دا لوبه د نولس کلنو د کرکټ د نړیوال جام په ډي ګروپ کې ده.
په دغه ګروپ کې په افغانستان او ویسټ اندیز سربېره د جنوبي افریقا او تانزانیا ملي ټيمونه هم شامل دي.
افغانستان او ویسټ اندیز خپلې دواړه لومړۍ لوبې ګټلي.
افغانستان د جمعې په ورځ د نولس کلنو په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د ویسټ اندیز په وړاندې وګټله.

د نولس کلنو د کرکټ نړیوال جام د زمبابوې او نامیبیا په کوربه توب د شپاړسو ټیمونو په ګډون پيل شوی.

ټرمپ؛ د دې وخت دی چې په ایران کې د نوی مشر په لټه کې شو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، «وخت یې رسیدلی چې په ایران کې د نوي مشر په لټه کې و اوسو.»

ښاغلي ټرمپ چې له پولیټیکو پاڼې سره په مرکه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوې په ایران کې د علي خامنه ای د ۳۷ کلن حکومت د پای ته رسولو غوښتنه کړې.

ولسمشر ټرمپ یوه ورځ وروسته تر هغه دا تازه څرګندونې کړي چې د ایران له مشرانو یې د څه باندې اته سوه اعدامونو د لغوه کولو لپاره مننه کړې وه.

ښاغلي ټرمپ ویلي خامنه اي د خلکو په ځپلو او تاوتریخوالي سره داسې جرم کړی چې ساری یې نه دی لیدل شوی او له امله یې دا هېواد بشپړې نابودۍ/له منځه تلو سره مخ کړی.
په ایران کې د ګرانیو او د تومانو د بې سارې لوېدو په غبرګون مظاهرې د حکومت له پراخ محدودیت سره مخ شوې او په ترڅ کې یې د بشري حقونو د فعالانو په خبره زرګونه کسان مړه او ټپيان شول.
د امریکا ولسمشر څو واره ګواښ وکړ چې که ایران د مظاهره چیانو وژلو ته دوام ورکړي د امریکا له سخت ګوزار سره به مخ شي.

په افغانستان د پخوا پرتله د چین د دولتي رسنیو فعالیت زیات شوی

په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د چین د دولتي رسنیو فعالیتونه زیات شوي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د یوه څېړنیز/تحلیلي راپور په اساس چې د شنبې په ورځ خپور شوی چینايي رسنۍ په افغانستان کې د بیجینګ د مثبت رول په منعکسولو بوختې دي او د بیوزلیو، ناخوالو او د بشري حقونو د نقض موارد نه راپور کوي.

ځینې خبریالان چې د چین له ملاتړ برخمنو خبري اژانسونو او رسنیو سره کار کوي د خپلو کارونو په اړه له نورو رسنیو سره له خبرو کولو منع شوي او ګواښ ورته شوی که چېرته دا کار وکړي له دندو به وایستل شي.

د راپورونو په اساس چین له کلونو راهیسې ځينې خصوصي او دولتي رسنۍ او خبري اژانسونه تمویل کړي.

دمګړۍ هم د چین نړیوال ټلویزیون سي جي ټي ان او د چین مرکزي ټلویزیون سي سي ټي وي په کابل کې دفترونه لري او له ځینو دولتي او خصوصي رسنیو سره همکارۍ او اړیکې پالي.‎

شفیق مُرید؛ طالبانو راته د ریان په نوم د ماشومانو رونتون تړلی دی

د افغانستان یوه پيژندل شوي سندرغاړي شفیق مُرید شکایت کړی چې د طالبانو حکومت په کابل کې د رایان په نوم د ده یوه پرورشګاه یا د ماشومانو روزنتون تړلی دی.
ښاغلي مُرید د شنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه په یوه پيغام کې ویلي چې طالب چارواکو له کومې مخکینۍ خبرتیا پرته دا اقدام کړی او ماشومان یې دولتي روزنتونو ته وړي دي.

شفیق مُرید وايي چې په رایان پرورشګاه کې ۲۱ تنو کارکوونکو او ښوونکو د ګڼو هغو ماشومانو روزنه او پالنه کوله چې له بیوزلۍ، لوږې او بې سرپرستۍ سره مخ وو.

هغه ویلي دوی د رایان روزنتون له لارې دغو ماشومانو ته د اوسېدو یو مناسب ځای او د روزنې ښه محیط ورته برابر کړی وو.

له ۱۹ کلنو په کم عمره کرکټ نړیوال جام کې نن دوې لوبې ترسره کیږي

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله
د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله

له نولس کلنو د لږ عمره کرکټ لوبغاړو په نړیوال جام کې نن هند له بنګله دیش سره او جاپان له سریلانکا سره مسابقه کوي.

د دې جام په ترڅ کې پرون افغان لوبډلې د جنوبي افریقا ټیم ته د اته ویشت منډو په توپير ماتې ورکړه.

د افغانستان دوهمه لوبه سبا له ویسټ اینډیز سره ده.

د پنځوس اوورونو دا نړیوال جام د جنوري په پنځلسمه د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پیل شوی چې پایلوبه به یې د فبروري په شپږمه ترسره شي.

په سوریه کې د نوروز ورځ رسمي رخصتي شوه

نوروز ته په هرات کې چمتوالی- ارشیف-۲۰۲۱
نوروز ته په هرات کې چمتوالی- ارشیف-۲۰۲۱

د سوریې ولسمشر احمد الشرع نوروز د رسمي ورځې په توګه اعلان کړ او کردي ژبه یې د عربي ژبې ترڅنګ د سوریې د رسمي ژبې په توګه وپیژندله.

د هغه فرمان له مخې چې د جمعې په شپه خپور شو په هغه کې دې ته هم اشاره شوې ده چې هغو کردانو ته به هم د سوریې تابعت ورکړل شي چې د نولس سوه دوه شپیتم میلادي کال د سرشمیرنې پرمهال محروم شوي وو.

له نولس سوه شپږ څلویښتم کال راپه دې خوا چې سوریې خپلواکي اخیستې ده، دا لومړی ځل دی چې مرکزي حکومت د کردانو ملي حقوق ورکوي.

د سوریې له شل میلیونه نفوس څخه شاوخوا دوه میلیونه کردان دي چې د دغه هیواد په شمال او شمال ختیځ کې ژوند کوي.

کردي ځواکونه د حلب ښار له څنډې څخه نن ووتل

کردي ځواکونه د مسکنه ښار په لور درومي. ۰۱-۱۶-۲۰۲۶
کردي ځواکونه د مسکنه ښار په لور درومي. ۰۱-۱۶-۲۰۲۶

د سوریې پوځ نن خبر ورکړ چې د حلب ښار ختیځ ته داخل شوې دي.

د پوځ په وینا یوه ورځ مخکې تر دې کردي ځواکونو موافقه وکړه چې دا سیمه به پریږدي. تیره اونۍ په دې سیمه کې د دواړو لوریو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې.

په هغه بیان کې چې د دولتي تلویزیون له لارې خپور شو، د سوریې پوځ وویل چې د دوی ځواکونه د لویدیځ فرات سیمې ته چې د (دیر حافر) له ښارګوټي څخه پيلیږي، داخل شوې دي.

د شوې موافقې له مخې کردي ځواکونو منلې چې له نن سهار څخه به سیمه پریږدي.

ملګري ملتونه وايي، روسیې او اوکراین د زاپوریژیا د اټومي بټۍ په ساحه کې پر اوربند موافقه کړې

د اوکراین په جنوب کې د زاپوریژیا اټومي بټۍ چې اوس د روسيې په ولکه کې ده.
د اوکراین په جنوب کې د زاپوریژیا اټومي بټۍ چې اوس د روسيې په ولکه کې ده.

د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ اداره IAEA وايي، روسیې او اوکراین د زاپوريژیا د اټومي بټۍ په شاوخوا سیمه کې پر محلي اوربند موافقه کړې ده څو د دې بټۍ د بریښنا د وروستي مرستندوی مزي د ترمیم امکان برابر شي.

په یوه بیان کې چې IAEA پرون ناوخته خپور کړ راغلي دي، د بریښنا دا مزی چې د جنوري په دوهمه د پوځي فعالیتونو په نتیجه کې زیانمن شوی باید په راروانو ورځو کې بېرته فعال شي.

په بیان کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د مشر رافایل ګروسي له قوله راغلي دي چې وايي، دا د دې ادارې په نوښت څلورم موقت اوربند دی او څرګندوي چې IAEA خپل مهم رول ته دوام ورکوي.

زاپوريژیا د اروپا د بریښنا د تولید تر ټولو لوی تاسیسات دي چې د ۲۰۲۲ کال له مارچ میاشتې راهیسې روسي ځواکونو ولکه پرې ټینګه کړې ده.

هند له اوږده ځنډ وروسته بهر ته د غنمو صادرات بیا پیل کړل

د هند په احمدآباد ښار کې د غنمو د پروسس ماشین
د هند په احمدآباد ښار کې د غنمو د پروسس ماشین

هند له نژدې څلور کلن بندیز وروسته پرون اجازه ورکړه چې له دې هېواده ۵۰۰ زره مټریک ټنه د غنمو اوړه او ورسره تړلي محصولات بهر ته صادر شي.

هندي چارواکو وايي د دې هېواد د غنمو حاصلات اوس د تیر پرتله ښه شوي دي. هند په نړۍ کې له چین وروسته د غنمو په تولید کې دویم مقام لري.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې په هند کې د تودوخې څپو د غنمو حاصلات کم کړي وو.

نوي ډیلي په ۲۰۲۲کال کې د غنمو د حاصلاتو د کمیدو له کبله نورو هېوادونو ته د غنمو صادرات منع کړي وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG