د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لړم ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۳۰

خبرونه

په کاپيسا کې چاودنې يو ملکي وګړى وژلى دى

د کاپيسا ولايت چارواکي وايي د يوه توغندي په چاودنه کې يو تن وژل شوى او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي.

د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالشايق شورش ازادۍ راډيو ته وويل، دغه چاودنه نن سهار په نجراب ولسوالۍ کې شوې ده.

ده وويل چې توغندى په صالح خېلو سيمو کې په کرنيزه ځمکه کې ځاى پر ځاى شوى و، چې د يوي پر وخت چاودلى دى.

ښاغلى شورش وايي د پېښې قربانيان ملکي وګړي دي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه توغندى د چا له خوا هلته ښخ کړاى شوى و.

د ازادۍ راډيو خبريال وايي د پېښې سيمه د وسلوالو طالبانو په کنټرول کې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کابل کې چاودنې ۳ تنه وژلي

ارشیف

د کابل په ښار کې چاودنې درې تنه وژلي دي.

د کابل امنیه قومانداني وایي، د یولسو بجو خوا ته د ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند د سرای چقرک په سیمه کې پر یوه سراچه موتر نښلول شوی مقناطیسي ماین چاودلی چې درې تنه یې وژلي او لس تنه نور یې ټپیان کړې دي.

د پېښې ټول قربانیان ملکیان دي.

چا د پېښې مسوولیت نه دی منلی.

چک جمهوریت کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره نوې پرېکړه شوې

آرشیف

چک جمهوریت د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره نوې پرېکړې کړي دي.

سبا له نیمې شپې وروسته به په چک جمهوریت کې د شپې له نهو د سهار تر پنځو بجو ګرځبندیز وي.

دا بندیز به د نومبر تر دریمې ادامه ولري.

د چک جمهوریت د سوداګرۍ او ترانسپورت وزیر کارل هفل چیک د پلورلو او پیرودلو په اړه هم د بندیز خبر ورکړ.

هغه وویل: "په وړو پلورنځیو کې به د یکشنبې په ورځ پلورل بند وي او په نورو ورځو کې به له دوشنبې تر شنبې، د شپې له اتو بجو د سهار تر پنځو بجو پیر او پلور بند وي."

په چک جمهوریت کې د دوشنبې د ورځې د شمېرو له مخې د څلورویشت ساعتونو په ترڅ کې په کرونا ویروس لس زره دوه سوه درې اویا کسان اخته شوې دي چې له دې سره په کوویډ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر دوه لکه اته شپېته زره درې سوه اویا ته ورسېد.

د کرونا ویورس د قربانیانو شمېر تر اوسه په چک جمهوریت کې دوه زره درې سوه پنځه شپېتو ته رسېږي.

د ای پي ایل سیالۍ؛ نن حیدراباد او ډیلي سره لوبه کوي

آرشیف

د هند د کرکټ د غوره لیګ لوبو په ترڅ کې نن سنرایزرز حیدراباد له ډیلي کپیټل سره لوبه کوي.

ډیلي کپیټل په جدول کې دوهم ځای لري او سنرایز حیدراباد اووم ځای.

په سنرایزرز حیدراباد کې د افغانستان دوه لوبغاړي لوبه کوی، راشد خان او محمد نبي.

د هند غوره لیګ کرکټ لوبې د سپټمبر په نولسمه په متحد عربي اماراتو کې پیل شوې او د نومبر تر لسمې به دوام وکړي.

د ارمنستان صدراعظم: په نګورنو قره باغ کې ملکیان وژل شوي

نګورنو قره باغ کې د جګړو له امله د ویجاړیو یو انځور

ارمنستان او اذربایجان یو ځل بیا یو بل له اوربند څخه په سرغړونه تورن کړي دي.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنیان په ټویټر کې لیکلي دي چې د نګورنو قره باغ په سیمه کې د اذربایجان د ډزو پرمهال یو شمېر ملکیان وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي دي.

بل لور ته د اذربایجان دفاع وزارت نن ادعا وکړه چې ارمنستان له اوربند څخه سرغړونه کړې ده.

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د نګورنو قره باغ په سیمه کې له یوې میاشتې راهیسې جګړه پیل شوې ده، تر اوسه درې ځله د دوی ترمنځ اوربند شوی دی او هرځل مات شوی دی.

وروستی اوربند د یکشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په منځګړیتوب وشو.

د بادغیس امنیه قومندانۍ د شهیدانو او معلولینو برخې امر وژل شوی

ارشیف

د بادغیس د چارواکو په وینا ناپېژاندو وسله والو د بادغیس د امنیه قومانداني د شهیدانو او معلولینو د برخې امر عبدالهادي وواژه.

د بادغیس والي حسام الدین شمس وایي، دا پېښه نن سهار د بادغیس په مرکز قلعه نو کې وشوه.

د والي په وینا برید کوونکي چې پر موټر سایکل سپاره وو، له سیمې تښتېدلې دي.

چا د پېښې مسوولیت نه دی منلی.

کابل کې چاودنې ۳ تنه وژلي

د کابل نقشه

کابل ښار کې چاودنې ۳ کسه وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، نن له غرمې وروسته شااوخوا ۱۱ بجې د کابل ښار د ۱۰مې امنیتي حوزې اړوند د سرای چقرک سیمه کې پر یوې سراچه ډوله موټر نښلول شوی مقناطیسي ماین چاودنه کړې چې په ترڅ کې یې ۳ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

لا تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی.

لویه څارنوالۍ: د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳،۰۰۰ قضیې ثبت شوي

ارشیف

د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، د ۱۳۹۹ لمریز کال له پیل نه تر اوسه په ټول هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳،۰۰۰ قضیې ثبت شوي چې په تړاو یې ۲۸۷ کسان نیول شوي او د پاتې د نیولو هڅې روانې دي.

د دغې ادارې مرستیالې سینا شنا منصور نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، په دغو قضیو کې پر ښځو او ماشومو نجونو د جنسي تېري قضیې هم شاملې دي.

مېرمن منصور وویل، په وروستیو درېیو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د جنسي تېري پېښې څه نا څه کمې شوي، خو دا کموالی د پام وړ نه‌دی.

هغې زیاته کړه: "په وروستیو درېیو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د جنسي تېري ۵۶۹ مورده د لویې څارنوالۍ په اداره کې ثبت شوي او رسېدنه ورته شوې ده. په ۹۷ کال کې ۱۹۵، په ۹۸ کې ۲۰۱ او په ۹۹ کال کې ۱۷۳ قضیې ثبت شوې دي."

مېرمن منصور وویل، کومې دوسیې چې لویې څارنوالۍ ته سپارل شوي، رسېدنه ورته شوې او په اړه‌یې د جزا حکمونه هم شوي دي.

د مېرمن منصور په خبره، اوس‌مهال د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د جنسي تېري د څېړلو څارنوالۍ فعالې دي او قضیې په‌کې څېړل کېږي.

ولسي جرګې ته د معرفي شویو ډېری نوماند وزیرانو اسناد څېړل شوي

د ولسمشر غني له لوري ولسي جرګې ته د معرفي شویو نوماند وزیرانو یو انځور- 21.10.2020

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي، د حکومت له لوري د معرفي شویو ډېری نوماند وزیرانو اسناد څېړل شوي دي.

د دغې جرګې دوهم منشي حجت الله خردمند د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د یو شمېر معرفي شویو وزیرانو تحصیلي اسنادو کې ستونزې شته او هغه به هم ژر حل شي.

د نوموړي په خبره د هغوی ور معرفي شویو وزیرانو چې ستونزې یې د حل وړ نه وي د کمېسیونو له لوري به ردېږي او پاتې نورو ته به د رایو صندوقونه کېښودل شي څو ورته د ولسي جرګې د غړو له لوري د باور رایې ورکړل شي.

ټاکل شوې تر سبا (چهارشنبه) د ولسي جرګي د فرهنګي چارو، د دیني چارو، کورني امنیت، د نړیوالو اړیکو،د چارو او عدلي او قضایي کمېسیونونه د ولسمشر له لوري د ورمعرفي شویو وزیران د اسنادو څېړل پای ته ورسوي.

لا معلومه نه ده چې نویو معرفي شویو وزیرانو ته د ولسي جرګې له لوري کله رایه اچونه ترسره کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر د کرونا د دوامداره کېدو خبرداری ورکړ

د «WHO» مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس

په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو موارد په زیاتېدو دي، د روغتیا نړیوال سازمان مشر د دې وبا د دوامداره کېدو په اړه خبرداری ورکړی.

د «WHO» مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس پرون د اکټوبر په ۲۶مه، په ژنیو کې خبریالانو ته وویل چې د ځمکې د شمالي نیم کرې په ډېرو هېوادونو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله په روغتونونو کې د خلکو د بستر کېدو پېښې زیاتې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د جدي مراقبت څانګې، په تېره د اروپا او شمالي امریکا په ګډون په ځینو ځایونو کې نوي ناروغان نه‌شي منلی ځکه ځای نه ورته لري.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې له ۴۳ میلیونو زیات انسانان په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ اخته شوي او له ۱۱ لکو زیات کسان مړه شوي دي.

مسافر: د کندهار-ارزګان پر لار د خښ شویو ماینونو له امله سفر نه‌شو کولای

د کندهار-ارزګان لويه لار

د کندهار-ارزګان د لويې لارې مسافر او موټر چلوونکي وايي پر عمومي لارو د خښ شویو ماینونو او جګړو له امله په ډاډه زړه سفر نه‌شي کولای او مجبور دي چې پر فرعي لارو تګ راتګ وکړي.

د دوی په وینا دا ستونزه د دې لامل شوې چې د سفر وخت‌يې له یوې ورځې دوو او درېیو ورځو ته اوږد شي او د لارې کرایه هم لوړه شي.

امین‌الله او د هغه لسګونه نور ملګري چې د کندهار-ارزګان پر لویه لار موټر چلوي وايي عمومي لارې د جګړې او ماینونو له امله ډېر وخت تړلې وي او دوی مجبور دي چې پر اوږدو فرعي لارو تګ راتګ وکړي.

په عین وخت کې د ارزګان اوسېدونکی محمد زمان وايي د عمومي لارو د تړل کېدو سره سم د موټرو د لارو کرایه او ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوي.

د کندهار والي حیات‌الله حیات وايي وسله‌والو طالبانو په تېرو څو میاشتو کې د کندهار-ارزګان د لويې لارې ډېرې برخې تخریب کړي چې رغول‌یې وخت ته اړتیا لري.

د نوموړي په وینا د دغه لارې د شاهراه کنډک د امنیتي ځواکونو د تشکیل کموالی بله هغه ستونزه ده چې له امله‌یې لار ناامنه وي.

امریکا پر ایران نوي بندیزونه ولګول

د امریکا بیرغ

متحده ایالاتو پر ایران نوي بندیزونه لګولي دي او دا ځل‌یې د دې هېواد د تېلو په سکټور کې فعال شرکتونه، مؤسسې او افراد په نښه کړي.

په نویو بندیزونو کې د ایران د پټرولیم وزارت، د ایران د تېلو ملي کمپنۍ او د ایران د ټانکرونو ملي شرکت شامل دي.

د امریکا د خزانې وزارت پرون د اکټوبر په ۲۶مه نېټه په یوه بیان کې وویل، هغوی چې بندیزونه پرې لګېدلي، د ایران د سپاه پاسداران اړوند قدس ځواک ملاتړ کوي. په بیان کې د خزانې د وزیر ستیفن منوچین له قوله ویل شوي دي چې د ایران رژیم د قدس ځواک د ورانکارو فعالیتونو د تمویل لپاره د تېلو له سکټور څخه کار اخلي.

بیان زیاتوي چې د ایران حکومت د خپلو خلکو د ملاتړ پر ځای د ترورېستي ډلو او د خپل اټمي پروګرام ملاتړ ته لومړیتوب ورکوي.

د امریکا سنا امي کوني باریټ د سترې محکمې غړیتوب لپاره تأیید کړه

 امي کوني باریټ

د امریکا سنا د سترې محکمې د غړیتوب لپاره د امي کوني باریټ نوماندي تأیید کړه.

له دې سره د سترې محکمې انډول ۳-۶ د محافظه‌کارانو په ګټه بدل شو چې دا د ولسمشر ډونالد ټرمپ لپاره یوه سیاسي بریا ګڼل کېږي.

د امریکا د مشرانو جرګې چې اکثریت په‌کې جمهوري‌پال دي، پرون د اکټوبر په ۲۶مه، د ۴۸ مخالفو رایو پر وړاندې په ۵۲ موافقو رایو ۴۸ کلنې باریټ ته رایې ورکړې.

د سترې محکمې څوکۍ تېره میاشت وروسته له هغه تشه شوه چې په امریکا کې د عدالت مخکښه لبرال څېره روت بادېر ګینسبورګ مړه شوه.

ډیموکراتانو په سنا کې د باریټ لپاره د رأی اخیستو سره مخالفت کړی و او ویلي یې و، د نوماندې د معرفي کولو او هغې ته د رأی ورکولو بهیر دې د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته چې د نومبر په درېیمه نېټه کېږي، ترسره شي.

د کارګرانو، محصلانو او متقاعدانو مظاهرې؛ لوکاشینکا دې استعفا وکړي

بلاروس کې مظاهره‌چیان

کارګران، محصلان او متقاعدان پرون دوشنبه د بلاروس د پلازمېنې مېنسک لارو سړکونو ته راووتل او له الکساندر لوکاشینکا یې د استعفا غوښتنه وکړه.

دوی شعار ورکاوه چې لوکاشینکا له واکه د لیرې کېدو لپاره د اکټوبر میاشتې د ۲۵مې نېټې ټاکل شوي مهلت ته پام نه‌دی کړی.

اعتراض کوونکو وویل، لوکاشینکا نه‌یوازې له واکه لیرې نه‌شو، بلکې پر اعتراض کوونکو یې د امنیتي تدابیرو په سختولو سره فشارونه لا زیات کړي دي.

راپورونه وايي پولیسو پرون په مېنسک کې د لسګونه زره اعتراض کوونکو په وړاندې رابړي مرمۍ وکارولې او په سلګونه کسان ونیول شول.

په بلاروس کې د اګسټ میاشتې د نهمې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته د لوکاشینکا پر ضد پراخ ولسي اعتراضونه روان دي.

الکساندر لوکاشینکا ځان د دغو ټاکنو ګټونکی بولي، خو اعتراض کوونکي وايي په دغو ټاکنو کې په پراخه پیمانه درغلۍ او سرغړونې شوې دي.

پکتیا کې ځیني محلي پولیس له روزنې وروسته ملي پولیسو کې ادغام شول

ارشیف، بدخشان کې محلي پولیس

د پکتیا محلي چارواکي وايي په ملي پولیسو کې د محلي پولیسو د ادغام پروسه په چټکۍ روانه ده.

پرون هم نږدې ۴۰ تنه محلي پولیس تر روزل کېدو وروسته په ملي پولیسو کې مدغم شول.

د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "د پکتیا ولايت په احمدخېلو ولسوالۍ کې ځیني سیمه‌ییز پولیس تر یو میاشتنۍ روزنې وروسته د ملي پولیسو په لیکو کې مدغم شول. دغه پولیس به د یادې ولسوالۍ د امن تأمینولو په برخو کې په دنده وګمارل شي."

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي درې اوونۍ مخکې ویلي وو چې تر درېیو میاشتو پورې به په افغانستان کې د محلي پولیسو ۲۴ زره کسیز تشکیل ختم شي.

د محلي پولیسو پر تشکیل او د فعالیتونو پر څرنګوالي له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې انتقادونه شوي دي.

لاوروف: د نړیوالو مسایلو حل کې به له ترکیې سره همکارۍ ته دوام ورکړو

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد به‌یې د نړیوالو مسایلو په حل کې له ترکیې سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

سرګي لاوروف پرون په اتن کې له خپل یوناني سیال نیکوس دنیا سره تر کتنې وروسته وویل: "که څه هم په ځینو قضیو کې زموږ کړنلار سر نه سره خوري، خو موږ کولای شو له انقرې سره ځیني ګډ ټکي پیدا کړو."

سرګي لاوروف زیاته کړه، روسیه که څه هم له ترکیې سره ښې اړیکې لري، خو له ستونزو تشې نه‌دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، د هېوادونو ترمنځ هر ډول ولاړې شوې ستونزې باید د ډیالوګ له لارې حل شي او د یونان او ترکیې ترمنځ هم ښايي ځیني ستونزمن مسایل وي.

د یونان او ترکیې ترمنځ وروسته له هغې کړکېچ راغی چې انقرې پرېکړه وکړه، لانجمنو اوبو ته خپلې تحقیقاتي کښتۍ ولېږي.

دې مسئلې د سمندري حدودو او د تطبیقاتو د حقونو پر سر د ناټو د دغو دوو غړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ رامنځته کړ.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG