د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۲۰

خبرونه

د امريکا دفاع وزارت: د سوريې په شمال کې د تېلو د ساحو عوايد د سوريې ډيموکراتيکو ځواکونو ته ځي

د سوريې د تېلو يوه ساحه

د امريکا دفاع وزارت وايي، د سوريې په شمال ختيځ کې د تېلو د ساحو عوايد چې امريکا خوندي کړي، د امريکا متحدو کرد جنګياليو ته انتقالېږي، نه د واشنګټن خزانې ته.

د امريکا د دفاع وزارت وياند جانتن هوفمن (Jonathan Hoffman) پرون خبريالانو ته وويل:

”د تېلو د دغو ساحو عوايد امريکا ته نه، بلکې د سوريې ډيموکراتيکو ځواکونو ته ځي.“ د سوريې د ډيموکراتيکو ځواکونو رهبري کردان کوي.

هوفمن وويل: هدف دا دى، چې د سوريې ډيموکراتيکو ځواکونو ته زمينه برابره شي چې د داعش ډلې په وړاندې په مبارزه کې خپل قوت ولري:

”د سوريې ډيموکراتيک ځواکونه زموږ همکاران دي، چې د داعش ډلې په وړاندې په مبارزه کې لا هم ورسره کار کوو. موږ يې لا هم ملاتړ کوو چې دا وړتيا پيدا کړي څو د داعش په وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.“

د امريکا د دفاع وزارت وياند زياته کړه، په دې ډول د تېلو له ساحو د داعش ډلې د عوايدو مخه نيول کېږي، کردانو او د کردانو په رهبرۍ د سوريې ډيموکراتيکو ځواکونو ته زمينه برابرېږي، چې پر دغو عوايدو کنټرول ولري.

د ترکيې پولې ته نږدې د سوريې په خاوره کې د داعش ډلې په وړاندې په جګړه کې د سوريې ډيموکراتيکو ځواکونو پوځي مرسته ترلاسه کوله.

د امريکا د لوى درستيزانو د کمېټې مرستيال ويليم بېرن ويلي: کله چې افراطي وسلوالو په ٢٠١٥م کال کې د تېلو دغه ساحې کنټرولولې، دوى د ورځې شا و خوا ٤٥زره بېرله تېل ترلاسه کول، چې بيه يې ١ مليون او ٥ لکه ډالرو ته رسېږي.

د ده په خبره وسلوالو له دغو پيسو په سوريه او نورو هېوادونو کې د حملو د تمويل لپاره استفاده کوله.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

"د افغانستان امریکايي پوهنتون خوشي شوی امریکایی استاد تر درملنې لاندې دی"

کېون کېنګ (ښی) او ټیموټي وېکس نن په زابل کې طالبانو له بنده خوشي کړل. د دوی په بدل کې د افغانستان حکومت درې طالبان ازاد کړل.

د طالبانو له بنده د خوشي شوي امریکايي استاد کېون کېنګ کورنۍ رسنیو ته په یوې بیانیه کې ویلي چې ښاغلی کېنګ اوسمهال له امریکايي چارواکو سره تر درملنې لاندې دی او امریکا کې له خپلې کورنۍ سره بېرته یوځای کېدو ته ځان چمتو کوي.

په دغه بیانیه کې چې ازادي راډیو ته استول شوې، د هغه خور سټیفاني میلر د خپل ورور پر خوشي کېدو او دا چې بېرته خپل کور ته ورګرځي خوښي ښوولې ده.

د ښاغلي کېنګ کورنۍ په دغې بیانیې کې د افغانستان له حکومت، ولسمشر اشرف غني، ولسمشر ډونالد ټرمپ، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو، د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او نورو هغو کسانو څخه چې د کېون کېنګ په خوشي کېدو کې ښکېل وو، مننه کړې ده.

مسکو کې محکمې د یوه امریکايي وګړي د توقیف موده غځولې

پاول وېلن په روسیه کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی او که مجرم وپېژندل شي، په روسیه کې په لږترلږه ۲۰ کاله بند محکومېدلائ شي.

د مسکو یوې ښاري محکمې نن د نومبر په ۱۹مه تائید کړه چې د پاول وېلن په نوم د یوه امریکايي وګړي تر محاکمې د مخکې توقیف موده یې تمدید کړې.

پاول وېلن په روسیه کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی او که مجرم وپېژندل شي، په روسیه کې په لږترلږه ۲۰ کاله بند محکومېدلائ شي.

هغه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د مسکو په یوه هوټل کې ونیول شو او تور ورپورې شو چې معتبر پټ معلومات یې ترلاسه کړي دي.

د هغه تر محاکمې مخکې د توقیف موده د ډسمبر تر ۲۹مې تمدید شوې ده.

د امریکا د سمندري ځواکونو د دغه مخکیني مامور وکیلانو پر هغه لګېدلي تورونه رد کړي او نن يې د هغه لپاره د استنیاف غوښتنې په غونډه کې محکمې ته وویل چې د ویلن په برخه کې پرېکړه باید نرمه شي او د توقیف پرځای په کور کې نظر بند شي.

په مسکو کې د امریکا سفارت د جولای په لومړۍ نېټه غوښتنه وکړه چې خپلواک ډاکتران دې ۴۹ کلن ویلن معاینه کړي.

خو سفارت وویل چې غوښتنه یې رد شوې او له هغه راهیسې د وېلن صحت لا خراب شوی دی.

عمران خان د افغانستان امریکايي پوهنتون د دو استادانو خوشي کېدو هرکلی وکړ

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغانستان امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کېدو هرکلی وکړ.

ښاغلي خان په خپله ټویټرپانه د ښکېلو خواوو چې دغه کار یې ممکن کړی ستاینه کوي او وايي چې پاکستان د افغانستان د جګړې له پاره د یوې سیاسي حل‌لارې د موندلو په هدف د خپلې پالېسۍ د یوې برخې په توګه، د دغو استادانو د خوشې کېدو اسانتیا برابره کړې ده.

عمران خان زیاتوي، موږ هیله‌من یو چې دغه ګام د ټولو ښکېلو لورو د ډاډ لامل شي، څو د سولې بهیر بیا ورغوي.

د عمران خان په دغه ټویټ کې راغلی چې پاکستان به د سولې بهیر لپاره د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن پاتې شي.

د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشریف د درملنې لپاره لندن ته لاړ

د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشریف

د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف د درملنې لپاره نن د نومبر په ۱۹مه، له لاهوره لندن ته ولاړ.

نواز شریف په ځانګړې الوتکه کې چې هوايي امبولانس او د عملیات او بېړنۍ څارنې خونه لري، ولېږدول شو.

لندن ته له هغه سره یې ورور، شهباز شریف او د ډاکترانو او نرسانو یوه ډله هم ملګرې وه.

شهباز شریف د پاکستان دحکومت د اپوزېسیون ګوند مسلم لیګ ن مشري کوي.

د مسلم لیګ ن ګوند ویاند ویلي چې نواز شریف ته تر پرواز مخکې ټولې ضروري دواوې ورکړ شوې وې او د ډاکترانو او نرسانو تر کلکې څارنې لاندې و.

هغه لومړی د قطر پلازمېنې دوحې ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه لندن ته ځي.

د اسلام اباد سترې محکمې د اکټوبر په ۲۹مه نېټه د روغتیايي دلایلو له مخې د هغه د محاکمې پروسه دوه میاشتې وځنډوله.

چارواکي: لوګر کې ۹ مهم طالبان وژل شوي

ارشیف

په لوګر کې د وسله والو مخالفینو نهه مهم غړي وژل شوي

د لوګر امنیتي چارواکي وایي، تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د لوګر ولایت د بره کي برک ولسولۍ په بابري، آهنګران او الف جان کلیو کې عملیات کړي، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو نهه کلیدي غړي وژلي دي.

د لوګر د پولیسو ویاند شاپور احمدزي ازادي راډیو ته وویل، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوي ډي.


تر اوسه وسله والو طالبانو ددغو عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

پومپیو پر اوکراین د پوځي مرستو له بندېدا ملاتړ وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر اوکراین د پوځي مرستو د بندولو په قضیه کې د ولسمشر ډونالډټرمپ د پالیسۍ ملاتړ کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر ټرمپ د استیضاح د هڅو په ترڅ کې په دې اړه چې آیا هغه پر اوکراین د پوځي مرستې د بندولو په قضیه کې له خپل واک څخه ناوړه کار اخیستی کنه، په کانګرس کې د اظهاراتو د اورېدو د لړۍ دوهمه اونۍ پیل شوې.

ښاغلي پومپیو د ټرمپ د پالیسۍ د دفاع په ترڅ کې پرون د نوامبر په ۱۸مه په واشنګټن کې په یو خبري غونډه کې وویل ټرمپ اوکراین ته چې په خپلو دوو ختیځو سیمو کې د روس پلوو بیلتونپالو پرضد جګړه کوي، د وژونکو وسلو د ورکولو په برخه کې د بارک اوباما د ادارې د لویو غلطیو مخه ونیوله.

ټاکل شوې چې په روانه اوونۍ کې د ملي امنیت شورا او د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو د چارواکو په ګډون نهه کسان چې د اوکراین لپاره د ټرمپ له پالیسیو خبر دي په کانګرس کې څرګندونې وکړي.

مسکو د "مارګایتاایګناتووا" نوم د ورکو کسانو په لیست کې شامل کړی

ارشیف

د مسکو پولیسو هغه راپورونه تائید کړي چې د روسیې د انټرفکس خبري اژانس د اډیټرې مارګاریتا ایګناتووا نوم یې د ورکو کسانو په لیست کې شامل کړی دی.

د مسکو د پولیسو یوه ویاند پرون دوشنبې دولتي خبري آژانس تاس ته وویل، د دې ځوانې ژورنالیستې مور د پولیسو په دفتر کې د خپلې لور د تري تم کېدو راپور ثبت کړی او پولیسو هم هڅې پیل کړې دي چې پته یې معلومه کړي.

روسي رسنیو د ۲۹ کلنې ایګناتووا د مور له قوله راپور ورکړی چې وايي، دې خپله لور وروستۍ ځل د یکشنبې په ورځ د سهار په نهو بجو په داسې حال کې چې کلیسا ته تلله ولیده خو هغه وايي چې د هویت کارت، موبایل ټېلفون او پیسې یې نه دي ورسره وړي.

چارواکي: بلخ او کندز کې ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي

ارشیف

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د افغان هوايي ځواک په څو عملیاتو کې لږ تر لږه 30 تنه طالب وسله وال وژل شوي دي.

د دفاع وزارت د چارواکو په وینا دا هوايي بریدونه یې د دوشنبې په ورځ د بلخ ولایت د کشنده ولسوالۍ په اق کپرک کلي او کندز د دشت ارچي په قرلق کلي کې کړي دي.

د بلخ ولایت د عملیاتو په اړه د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو دا وسله وال هلته راټول شوي وو او پلان یې جوړوه چې هوايي بریدونه پرې وشول او ۱۶تنه یې ووژل شول."

بل خوا د کندز د امنیې قومندان عبدالرشید بشیر وايي، د دوشنبې په مازیګر د دشت ارچي په قرلق سیمه کې د وسله والو پر یو مرکز هوايي برید شوی چې په کې ۱۴کسه وسله وال وژل شوي دي.

د بشیر په وینا په وژل شوي کې یو قومندان او درې سرګروپان شامل دي.

ولسمشر غني جلال آباد ته رسېدلی

ارشیف

ولسمشر غني جلال اباد ته رسېدلی دی.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي،ولسمشر سره د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلیمار، په ولسې جرګه کې د ننګرهار استازي، د کابېنې غړي او د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب ملګري دي.

خوګیاڼی وايي، ولسمشر به په ننګرهار کې هغو قومي مشرانو ،پاڅون کوونکو او پوځي افسرانو سره هم وګوري چې چا په یاد ولایت کې د داعش په ماتولو کې یې فعاله ونډه اخستې ده.

ویل کېږي، ولسمشر به خلکو سره له ملاقاتونو وروسته وینا هم وکړي.

نوري: وسله والو د ناوې ولسوالۍ د ابتدایه محکمې څارنوال وژلی

ارشیف

پرون مازیګر ناڅرګندو وسله والو د غزنې ناوې ولسوالۍ د ابتدایه محکمې څارنوال او د هغه وراره په ډزو وژلي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ازادي راډیو ته وویل، د څارنوال محمد حسن حلیمي پر موټر غزني ښار ته څېرمه د ګنج په سیمه کې برید شوی دی.

هغه وايي: "د ګنج په سیمه کې د ناوې ولسوالۍ د ابتدایه څارنوالۍ پر څارنوال وسله وال برید شوی، په دې کې خپله څارنوال او وراره یې شهیدان شوي او وسله وال له سیمې تښتېدلي دي."

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغانستان د عدلي او قضايي ادارو پر قاضیانو او څارنوالانو دا ډول هدفي بریدونه زیات شوي دي.

د روانې نومبر میاشتې په اومه نېټه د حکومت مخالفو وسله والو د لوګر ولایت کې د پکتیا د استناف محکمې د دریوو قاضیانو په شمول څلور تنه ووژل.

په یو بله پېښه کې څلور ورځې مخکې د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې بګرام ته پر روانو افغان څارنوالانو برید وشو چې دوه یې ووژل شول او دوه نور هم ټپیان شول.

روسۍ څارنواله څلورو کسانو ته د عمري بند سزا ورکولو هڅه کوي

ارشیف

یوه روسۍ څارنواله د هغو څلورو کسانو لپاره د عمري بند د سزا هڅه کوي چې په 2017 میلادي کال کې د روسیې په دویم لوی ښار سینټ پیټرزبورګ په میټرو کې کې په خونړۍ چاودنه کې مشکوک دي.

څیړونکي وايي، د اکبرجان جلیلوف په نوم ۲۲ کلن ازبک ټبري روسي چې قرغزستان کې زیږیدلی د 2017 میلادي کال د اپریل په 3 مه نېټه په ځان پورې تړلي چاودیدونکی بم د میټرو په یو ډبه کې وچوه چې 15 کسان یې ووژل او 67 نور یې ټپیان کړل.

دویم بم د میټرو په تم ځای کې اېښودل شوی و چې په خوندي توګه شنډ کړی شو.

څارنوالې نادیژدا تيښونوا د دوشنبې په ورځ له قاضي وغوښتل تورن ابرار عظیموف چې د چارواکو په وینا ددې بریدونو طراح دی او همدارنګه د اکرام عظیموف، محمد یوسف ایرمتوف او ابراهیم جان ایرمتوف په نومونو درې نورو ته دې د عمري بند سزا ورکړي.

تېښونوا همدارنګه له قاضي وغوښتل چې د دې قضيې سره تړلي پنځه نور کسان دې له 27 کلونو څخه تر 28 کلونو پورې په بند محکوم کړي.

د محکمې قاضي وروسته له هغې دا محاکمه وځنډوله چې په تورونو کې د یوازینۍ ښځې روغتیايي وضیعت خراب شو او روغتون ته د رسولو لپاره یې امبولانس راوبلل شو.

فرانسې د روسیې له خوا د اوکراین د کښتیو بېرته سپارلو هرکلی کړی

روسیې دا کښتۍ د دوشنبې په ورځ اوکراین ته سپارلي.

فرانسې د روسیې له خوا د اوکراین د هغو دریو کښتیو د بېرته ورسپارلو د اقدام هرکلی کړی چې تېر کال د روسیې سمندري ځواکونو په تور سمندرګي کې نېولې وې.

فرانسې ویلي، دا به د ډیسمبر په میاشت کې په پاریس کې هغه جوړیدونکې سرمشریزې ته اسانیتا رامنځته کړي چې د روسي او اوکراین د کړکیچ د هواري په هدف جوړیږي.

د دوشنبې په ورځ د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون او د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین ترمنځ له ټیلفوني خبرو وروسته د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر په یو بیان کې دا ویلي چې "دا چلند به د روسي او اوکراین ترمنځ ډیالوګ کې باور زیات کړي."

روسیې دا کښتۍ د دوشنبې په ورځ اوکراین ته سپارلي.

د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر په خپله اعلامیه کې زیاته کړې دواړو مشرانو د د ډیسمبر په 9 مه نېټه په پاریس کې د اوکراین د ولسمشر ویلادیمیر ځیلینسکي، او د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین ترمنځ د جوړیدونکې غونډې پر چمتوالي خبرې وکړې.

په دې غونډه کې به د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل هم برخه ولري.

ګورجستاني پولیسو د اعتراض کونکو پر ضد اوبه شیندونکې کارولي

ګورجستاني پولیسو یو شمېر کسان نېولې هم دي.

د ګورجستان په پلازمېنه تېبلیسي کې د بلوا ضد پولیسو د هغو اعتراض کونکو په وړاندې اوبه شیندونکې کارولي چې پارلمان ته د دننه کېدو لارې یې تړلې وې او تر وخت مخکې د ټاکنو غوښتنه کوي.

پولیسو همدارنګه یو شمېر کسان نېولې هم دي.

تاوتریخوالي هغه مهال رامنځته شو چې د متناسب ټاکنیز سیستم غوښتونکي سلګونه معترضان پرون دوشنبه د څلورمې ورځې لپاره پارلمان ته نږدې په څلورو ځایونو کې راټول شوي وو او د "ژوندی دې وي ګرجستان" شعارونه یې ورکول.

دوی په اساسي قانون کې د ګرجستان د پارلمان له خوا د هغه تعدیل په ردېدو اعتراض لري چې په دې هېواد کې د متناسبې انتخاباتي استازولۍ سیستم ته لاره پرانیزي.

د ګورجستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو 37 اعتراض کوونکي نیولي دي.

دې وزارت زیاته کړې د اعتراض کوونکو د خورولو په عملیاتو کې د دوو پولیسو په شمول شپږ تنه ټپیان شوې دي.

وروسته له هغې چې د یکشنبې په ورځ تر شل زرو زیاتو کسانو په تیبلیسي کې لاریون وکړ، متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې د ګورجستان له حکومت، سیاسي ګوندنو او مدنې ټولنې غوښتې چې خپلو کې د تر وخت مخکې ټاکنو په اړه ارامې او په درنښت خبرې وکړي.

هانګ کانګ کې پولیسو د حکومت ضد مظاهره کوونکي محاصره کړي

هانګ کانک کې اعتراضونه

د هانګ کانګ د پولیتخنیک پوهنتون انګړ اوس هم د پولیسو په محاصره کې دی .

پولیس د شپې مهال له سلګونو حکومت ضد مظاهره کوونکو سره لاس او ګریوان وو .

پولیس افسرانو نن سهار وویل، د لسګونو هغو اعتراض کوونکو پر ضد چې د تېښتي هڅه یې کوله، اوښکې بهوونکی ګاز، ربړي مرمۍ او لرګي کارولي دي.

معترضانو له څو ورځو راهیسي د دغه پوهنتون انګړ په خپل کنټرول کې نیولی دی .

یو شمیر اعتراض کوونکي نیول شوي هم دي.

پولیسو ویلي، اعتراض کوونکي کولی شي د پوهنتون له انګړه ووځي، خو له هغوی څخه یې غوښتي چې وسلې پر ځمکه کیږدي او ماسکونه لیري کړي.

هانګ کانګ له شپږو میاشتو راهیسي د حکومت ضد مظاهرو شاهد دی .

معترضان پر هغه څه غوصه دي چې دوی یې د پیکنګ لخوا د هانګ کانګ محدودیت بولي .

ګرجستان کې د پارلمان د پرېکړې پر خلاف لاریونونو دوام

ګرجستان کې مظاهرې

اعتراض کوونکو نن د ګرجستان په پلازمینه تبلیسي کې پارلمان ته ورتلونکې لاره وتړله. دوی وایې تر هغو به د پارلمان غړي دننه ورپرې نږدې چې د تر وخت مخکي انتخاباتو غږ ونه شي.

نن د نومبر په ۱۸مه په تبلیسي کې د روانو اعتراضونو څلورمه ورځ ده .اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې پارلمان له مختلط څخه متناسب سیسټم ته د انتخاباتي نظام د اړولو په برخه کې د اساسي قانون تعدیل رد کړ.

د ګرجستان د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا مظاهرې د قوانینو تر محدودې اوښتې دي. په اعلامیې کې دا نه دي ویل شوي چې د پارلمان ودانۍ له مخې د دغو اعتراض کوونکو د لیري کیدو له پاره به اقدام وشي که څنګه.

غربي دیپلوماتانو اندېښنه ښودلې چې ښایې دا اعتراضونه په تاوتریخوالي واوړي.

د امریکا متحده ایالاتو او اروپایې ټولني د نومبر پر ۱۷مه د ګرجستان له حکومت ، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو غوښتي چې آرامې او د درناوي وړ مذاکرات پیل کړي.

په ګرجستان کې د اروپایې ټولني پلاوي او هم د امریکا متحده ایالاتو سفارت په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي، په اساسي قانون کې د تعدیلاتو د تصویب په اړه د پارلمان د ناکامۍ له کبله د ګرجستان ټولنې د لویې برخې ژوره مایوسي مني.

معترضان ادعا کوي چې مختلط انتخاباتي نظام د ګرجستان د واکمن ګوند په ګټه دی.

په بغلان ولایت کې پولیسو ۳۰ کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول

ارشیف

د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند جاوید بشارت ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د عقرب میاشتې په ۲۱مه نېټه په پلخمري ښار کې ۲۵ کیلوګرامه هیرویین ونیول چې په یوه موټر کې پټ کړل شوي او په پام کې وه چې یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق شي.

په دوهمه پېښه کې پولیسو د یوه موټر د تلاشۍ پر مهال شپږ کیلوګرامه چرس ونیول او په دې تور یې درې کسان هم نيولي دي.

د بغلان ترافیکي پېښې یو تن وژلی او څلوېښت نور یې ټپي کړي

په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په بغلان کې په یوه ترافیکي پېښه کې یو تن وژل شوی او څلوېښت نور ټپیان دي.

د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت نن آزادي راډیو ته وویل چې دا پېښه د یوه مسافر وړوړنکي بس د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې ده.

دغه پېښه د بغلان ولسوالۍ په ګرداب سیمه کې شوې ده.

په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ښاغلی بشارت زیاتوي چې ټپیان سیمه ییزو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د پېښې د علت په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

تر دې وړاندي تر ډېره د افغانستان په بېلابېلو ترافیکي پېښو کې موټر چلوونکي په تېزچلونې او بې احتیاطۍ تورن شوي دي.

هرات کې فابریکه لرونکو د بهرنیو غنمو پرځای خپل کورني اخیستي

ارشیف

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، د هرات د اوړو د تولید فابریکه لرونکو سږ کال د سوداګرۍ خونې په همکارۍ د بهرنیو غنمو پرځای، کورني غنم اخیستي دي.

د دغې خونې مرستیال توریالي غوثي نن ازادي راډيو ته وویل چې د هرات تولیدي فابریکو دغه غنم له بیلابیلو ولایتونو اخيستې دي.

هغه زیاته کړه: "فابریکو دغه غنم له غور، بادغیس، فراه، نیمروز او هلمند څخه د هرات فابریکو اخیستي دي چې دا کار د بزګرانو له هرکلي سره مخ شوي."

نوموړي وویل چې دغه اقدام د بزګرانو د هڅونې او د دوی د اقتصادي پیاوړتیا لامل شوی.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، تر دې وړاندې اوړه له قزاقستان او پاکستان څخه راتلل چې په ګرانه بیه پلورل کېده.

دوو لاسي بمي چاودنو ۴ سرتېري او ۱ ملکي وګړی ټپي کړي

ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن کابل کې د دوو لاسي بمونو د غورځولو له امله د ملي اردو څلور سرتېري او یو ملکي وګړی ټپي شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په یوه تازه ټویټ کې ویلي، نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د کابل نولسمې حوزې اړوند د نظامي روزنیز مرکز ته نږدې دوه لاسي بمونه غورځول شوي دي.

دغه نظامي مرکز د کابل څرخي پله سیمه کې موقعیت لري.

رحیمي له دې وړاندې په ټویټ کې لیکلي و چې دوو پرلپسې انتحاري چاودنې وشوې.

تېره چهارشنبه د کابل قصبې سیمه کې د موټربم چاودنې له امله د زده کوونکو په ګډون لږترلږه ۱۲ کسه ووژل شول.

په دې برید کې د یوه خصوصي امنیتي شرکت کاروان تر برید لاندې راغلی و.

د دواړو پېښو مسئولیت تر اوسه کومې چا یا ډلې پر غاړه نه ده اخیستی.

هرات، بلخ، کونړ او لغمان کې د کبانو روزنې ۸۰ فارمونه جوړېږي

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

په هېواد کې د کبانو روزنې ۸۰ نوي فارمونه جوړېږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه فارمونه به د کال ترپایه په هرات، بلخ، کونړ او لغمان ولایتونو کې جوړ شي.

هغه زیاته کړه: "د کبانو د روزنې د ۸۰ فارمونو د جوړېدو کار په جریان کې دی، او د کال تر وروستیو پوري به بشپړ شي، له دغو اتیا فارمونو څخه ۲۰ په هرات،۲۰ په بلخ،۲۰ په لغمان او کونړ کې تر کار لاندې دي چې یو شمېر یې بشپړ شوي او یو شمېر نور به دکال تر وروستیو پورې بشپړ شي."

نوموړي وویل، تردې وړاندې د کرنې وزارت او خصوصي سکټور په مرسته د هېواد په کچه د کبانو د روزنې څه باندې دوه زره فارمونه جوړ شوي دي.

د کبانو د روزنې د دغو فارمونو د تولید کچه په کلني ډول څه باندې ۱۰ زره مټریک ټنو ته رسیږي او زرګونو کسانو ته په کې د کار زمینې برابرې شوي دي.

بل خوا اقتصادي کارپوه میرویس افغان وايي، په هېواد کې د کبانو د روزنې لپاره څه ناڅه فرصتونه برابر شوي خو په وینا یې، د کبانو د خرڅلاو لپاره هم باید کار وشي او يو ځانګړى بازار ورته جوړ شي.

کابل کې د نشه يي موادو درې قاچاق کوونکي ونیول شول

ارشیف

په کابل کې درې کسان هغه مهال ونیول شول چې نږدې ۳۰ کیلوګرامه نشه يي مواد یې قاچاق کول.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فرامرز فردوس ازادۍ راډیو ته وویل: په لومړۍ پېښه کې پولیسو د سر کوتل په سیمه کې ۱۵ کیلوګرامه تریاک او ۱۰ کیلوګرامه چرس ونیول چې په یوه موټر کې یې کابل ښار ته انتقالول.

په دوهمه پېښه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د یوه کور د تلاشۍ پر مهال دوه کیلوګرامه ښیښه ونیوله او په دې تور یې دوه خرڅوونکي هم نیولي دي.

د زابل ولایت پولیسو څه د پاسه سل کیلوګرامه ښیښه ونیوله

ارشیف

د زابل ولایت امنیه قومندان نجیب الله سرتېر ازادي راډیو ته وویل، قاچاق وړونکي هڅه کوي چې زابل د نشه يي موادو د قاچاقو په لاره بدل کړي، خو د لارو په اوږدو کې يې د پولیسو پوستې مخه نیسي.

په دې وروستیو کې د زابل پولیسو ۱۰۳ کیلوګرامه ښیښه او ۲۰ لېټره تېزاب ونیول چې کابل ته قاچاق کېدل.

تالقان کې د یوه صراف پر وژل کېدو د صرافانو اعتراض

په تالقان کې وسله‌والې غلاوې ډېرې شوي او له کبله‌یې د صرافانو کاروبار اغېزمن شوی دی.

د تخار ولایت په مرکز تالقان کې د یوه صراف له وژل کېدو وروسته د دې ښار صرافانو او زرګرانو د ناامنۍ په اعتراض کې خپل دکانونه بند کړل.

پرون (یکشنبه) سهار نامعلومو وسله‌والو یو صراف په خپل دکان کې وواژه او سره زر او پیسې یې ورڅخه غلا کړل.

له دې پېښې وروسته د تالقان ښار اکثرو صرافانو او زرګرانو خپل دکانونه بند کړل او له حکومت څخه‌یې وغوښتل چې د دوی امنیت خوندي کړي.

دوی اعتراض لري چې له څه مودې راهیسې په تالقان کې وسله‌والې غلاوې ډېرې شوي او له کبله‌یې د دوی کاروبار اغېزمن شوی دی.

د ملکي مرګ ژوبلو په اړه د پکتیا له مشرانو سره د ټاکل شوي پلاوي کتنه

ارشیف

د ملي امنیت شورا دفتر د لوی سلاکار په مشرۍ یوه پلاوي د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالي کې د ملکي وګړو د وژل کېدو د ادعاوو په اړه د پکتیا له چارواکو او قومي مشرانو سره وکتل.

په ولسي چارو کې د ملي امنیت شورا د دفتر د لوی سلاکار سرور احمدزي په مشرۍ پلاوي پرون (یکشنبه) د پکتیا له والي شمیم کټوازي، د امنیتي ادارو له مشرانو او د ولایتي شورا له رئيس او غړو، د ځاځي اریوب ولسوالۍ له مخورو او ځوانانو سره د پېښې په اړه خبرې وکړې.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې تېره اوونۍ د دې ولسوالۍ په علي سنګیو سیمه کې د ګډو ځواکونو په هوايي برید کې یو شمېر ملکیان وژل شوي دي.

محب د چین له سفیر سره د پیکېنګ پر بین‌الافغاني غونډې خبرې وکړې

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پرون (یکشنبه) په کابل کې د چین له نوي سفیر وانګ یو سره د پیکېنګ د بین‌الافغاني غونډې په اړه خبرې وکړې.

د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې وايي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د چین سفیر ته ډاډ ورکړ چې افغانستان د پیکېنګ د بین‌الافغاني خبرو لپاره چمتووالی لري.

تر اوسه پورې په چین کې د افغانانو ترمنځ د غونډې نېټه نه‌ده اعلان شوې.

له بلې‌خوا د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان پرون (یکشنبه) په کابل کې د پاکستان له سفیر زاهد نصرالله سره د پیکېنګ پر بین‌الافغاني غونډې خبرې وکړې.

دوی دغه‌راز د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان پر غونډې هم خبرې وکړې.

ټاکل شوې ده چې دا غونډه په راتلونکو څو اوونیو کې په کابل کې جوړه شي.

د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د ارزونې لومړنۍ غونډه د روان کال د جوزا په ۲۶مه نېټه په اسلام‌اباد کې وشوه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG