خبرونه
په ايران کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر ٥ ته ورسېد
د ایران دولتي رسنيو راپور ورکړى، په ازربایجان شرقي ولايت کې یوې زلزلې لږ تر لږه پنځه کسان مړه کړي دي. د زلزلې شدت د ریښتر په کچه پنځه اعشاریه نهه درجې بلل شوی دی.
د لومړنیو راپورونو له مخې په دې زلزله کې چې نن (جمعه) سهار پر ځايي وخت د سهار پر دوو بجو او ١٧ دقیقو وشوه لږ تر لږه ١٢٠ کسان ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي، شدید باران سیمې ته د ژغورنې عمليات ټکني کړي دي.
په سیمه کې تر زلزلې وروسته تر څلوېښتو زیات ټکانونه احساس شوي دي.
د امریکا د جیولوژیکي سروې مرکز د دې زلزلې شدت پنځه اعشاریه اته او ژورتیا یې لس کیلومتره بللې ده.
د دې ادارې په وینا د زلزلې مرکز اسبفروشان ښارګوټي ته نژدې و.
د اروپا د مدیترانه يي زلزله پیژندنې مرکز بیا د زلزلې مرکز د ایران د تبریز ښار په جنوب ختیځ کې ١١٢ کیلومتره لرې بللی او زیاته کړې یې ده چې شا او خوا شل میلونه وګړو د زلزلې ټکانونه احساس کړي دي.
ایران په نړۍ کې د زلزلو پر کرښه له پرتو هېوادونو څخه دی چې ډېرې زلزلې په کې کېږي.
تېره چهارشنبه هم د دې هېواد په هورموزګان ایالت کې د پنځه اعشاریه څلور په شدت د زلزلې ټکانونه احساس شوي وو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغان ماشومانو د راتلونکې په اړه د ریچارد بنېټ خبرداری
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنېټ وايي "له زدهکړو د نجونو راګرځول، جبري او په کم عمر کې ودونه، کار او تاوتریخوالي د افغان ماشومانو ماشومتوب غلا او د دوی راتلونکی یې له خطر سره مخ کړی دی".
بنېټ د پنجشنبې په ورځ د (اکټوبر ۲۹مه) پر خپلې اېکسپانې لیکلي چې د افغان ماشومانو پر وړاندې دې دا سیستماتیکې سرغړونې له پامه نهغورځول کېږي.
هغه وړاندې لیکلي چې نړیوال باید اجازه ورنهکړي چې په وینا یې د طالبانو تبعیضي حکومت عادي او د یوه منل شوي وضعیت په توګه ومنل شي.
د هغه په ټکو، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د افغان ښځو او نجونو اساسي حقونه سلب کړي دي.
بنېټ وړاندې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې د نړیوالو اصولو سره سم اقدام وکړي.
په ټول افغانستان کې د پولیو واکسین د تطبیق تازه کمپاین پیلېږي
تمه ده د راروانې دوشنبې په ورځ «د لړم/ عقرب ۱۱مه» د جنوبي ولایتونو په استثناء، په ټول افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شي.
«له پولیو پاک افغانستان» بنسـټ د پنجشنبې په ورځ پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې دا کمپاین به یوه ورځ وروسته د سې شنبې په ورځ د (لړم ۱۲مه) د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې پیل شي.
دا معلومه نهده چې په دې کمپاین کې به څومره ماشومانو ته د پولیو واکسین څاڅکي ورکړل شي.
د روغتیا نړیوال پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي چې سږکال په افغانستان کې د پولیو ۴۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
پولیو ساري ویروسي ناروغي ده چې تر ډېره له پنځو کلونو کمعمره ماشومان پرې اخته کېږي.
دا ناورغي درملنه نهلري او یوازې واکسینیې مخه نیولی شي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم پهکې دا ناروغي محوه شوې نهده.
پاکستان کې د بشري حقونو یوه مدافع او خاوند یې په ۱۰ کاله بند محکوم شول
په پاکستان کې یوې محکمې د بشري حقونو مدافع وکیله ایمان زینب مزاري او خاوند یې هادي علي چټه په ۱۰ کاله بند محکوم کړل.
دا په یو کال کې دوهم ځل دی چې دا جوړه د امنیتي تدابیرو د ګډوډولو په یوه قضیه کې مجرمه پېژندل کېږي.
دا ځل ایمان مزاري او خاوند یې په ۲۰۲۴ کال کې د کرکټ د یوې نړیوالې لوبې پر مهال د امنیتي تدابیرو په ګډوډولو تورن شوي دي.
ایمان مزاري او خاوند یې د پاکستان د پوځ له سرسختو منتقدانو څخه دي.
اسپانیا کې د اورګاډو د ټکر د قربانیانو په یاد ملي ماتم اعلان شوی
په اسپانیا کې درې ورځې ملي ماتم اعلان شوی دی.
روېټرز خبري اژانس لیکي چې د درېیو ورځو لپاره به د اسپانیا بیرغ د دوو اورګاډو د ټکر په خونړۍ پېښه کې د قربانیانو په یاد نیمه ځوړند وي.
په عین حال کې اسپانیوي چارواکو ویلي چې لا هم د ژغورنې عملیات روان دي.
د چهارشنبې په ورځ د اسپانیا د پلازمېنې مادرید په جنوب کې دوو چټکو اورګاډو ټکر وکړ چې له کبلهیې ۶۹ کسان مړه شول.
دا پېښه په روان کال کې د اسپانیې د اورګاډي په پټلۍ کې دوهمه خونړۍ پېښه بلل شوې.
اسپانیوي چارواکو لا تر اوسه په دې پېښه کې د ټپي کسانو کره شمېر نهدی خپور کړی.
پر اوکراین د روسیې په تازه بریدونو کې لږترلږه ۱۴ کسان ووژل شول
د اوکراین پر دونیپرو ښار د روسیې په تازه بریدونو کې لږترلږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.
اوکرایني چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د بېپیلوټه الوتکو په دې بریدونو کې د ډنیپرو ښار د ملي ریلګاډي تمځای په نښه شوی دی چې ۱۰ کسان پهکې ټپیان شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي دا بریدونه غندلي او زیاته کړې یې ده چې روسیه ملکي وګړي په نښه کوي.
روسیې په وروستیو کې پر اوکراین خپلو بریدونو ته زور ورکړی او تېره میاشتیې له بهرنیو ډيپلماتانو غوښتي و چې له دې هېواده ووځي.
اپل کمپنۍ په مکبوک لابټاپونو کې د ټچ سکرین لرونکي ماډلونه معرفي کړل
اپل کمپنۍ له څه باندې یوې لسیزې مخالفت وروسته، بالاخره په مکبوک لابټاپونو کې د ټچ یا لمسي سکرین لرونکي خپل لومړني ماډلونه معرفي کړل.
د اپل اجرائیوي رئیس، جان ترنوس، په لاس انجلس کې د مکبوک پرو یو ماډل د OLED سکرین په لرلو معرفي کړ او ویې ویل چې د مک کمپیوټرونه اوس د پخوا په پرتله لا پیاوړي شوي دي.
په داسې حال کې چې وینډوز کمپیوټرونه له کلونو راهیسې د لمسي سکرین ټکنالوژي کاروي، اپل هم اوس د نوي نسل کاروونکو د غوښتنو په ځواب کې دا ټکنالوژي خپلو مکبوک کمپیوټرونو ته راوړي.
رپوټونه وايي د امریکا مرستیال ولسمشر د ایران د ملی امنیت د عالي شورا منشي ته لیک استولی دی
امریکايي رسنیو د چهارشنبې په ورځ، د لړم په شپږمه، راپور ورکړ چې پر ایران د امریکا د نویو بریدونو د بیا پیل د احتمال په زیاتېدو سره، د سیمې هېوادونو د واشنګټن او تهران ترمنځ د یوه ډیپلوماټیک توافق لپاره هڅې چټکې کړي دي .
بلخوا، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم د امریکايي چارواکو او له موضوع د باخبره کسانو په حواله ولیکل چې د امریکا د ولسمشر مرستیال، جې ډي ونس، د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره د ایران دملي امنیت شورا له منشي سره په تعامل کې دی.
اکسیوس رسنۍ د لیک د محتوا په اړه د یو امریکايي چارواکي په حواله لیکلي چې د ډونالډ ټرمپ مرستیال په خپل لیک کې محسن رضايي ته ټینګار کړی چې د امریکا د پوځي بریدونو د مخنیوي لپاره هر ډول خبرې اترې «د اټومي موضوع په اړه بحث ته اړتیا لري».
د دې خبر له خپرېدو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل مرستیال له لوري د دغه لیک لېږل تایید کړل، خو د محتوا په اړه یې وویل:
«هغوی د طبي تجهیزاتو او بېلابېلو نورو شیانو د برابرولو لپاره مرستې ته اړتیا لري. جي ډي ونس له ما څخه زما نظر وپوښت. ما ورته وویل، که غواړې دا کار وکړې، کومه ستونزه نشته. په حقیقت کې، موخه دا ده چې د مرستو کاروانونو ته د ننوتلو اجازه ورکړل شي، څو له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی.»
محسن رضايي چې له محمدباقر ذوالقدر وروسته د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي شو، تر دې مخکې یې تر ټولو نورو د اوږدې مودې لپاره د سپاه پاسداران ځواکونو د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې ده.
ښاغلي ونس هم له ۴۰ ورځنۍ جګړې وروسته د نښتو دپای ته رسولو لپاره دتهران او واشنګټن ترمینځ دخبرو اترو په څو پړاونو کې دامریکا دمرکچي پلاوي مشري کړې ده.
د لیبیا ختیځ حکومت د افغانانو او ایرانیانو په ورتګ بندیز ولګاوه
د لیبیا په ختیځ کې حکومت د خپل واک لاندې سیمو ته د افغانستان او ایران د وګړو په ورتګ بندیز ولګاوه.
حکومت د دې پرېکړې لپاره کوم دلیل نه دی وړاندې کړی. خو لبیبا له ۲۰۱۱ کال راهیسې چې د معمر القذافی واکمني نسکوره شوه د هغو کډوالو ترانزیت لاره ده چې افریقا او منځني ختیځ کې د بې وزلۍ او ناکراریو څخه غواړي ځانونه اروپا ته ورسوي.
په لبییا کې دوه حکومتونه واکمن دي چې یویې د لبییا په ختیځ بنغازي کې دی او بل چې نړیوال مشروعیت لري پلازمینې طرابلس څخه واک چلوي.
ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د کوکنارو کرنه په ۲۰۲۶ کال کې څلور برابره زیاته شوې
ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د کوکنارو په کرنه د طالبانو د حکومت له بندیز سره سره، په ۲۰۲۶ کال کې یې کرکېله څه باندې څلور برابره زیاته شوې ده.
ملګري ملتونه ټینګار کوي، چې بېوزلو بزګرانو ته باید د کوکنارو د ګټور بدیل لپاره نورې لارې چارې برابرې شي.
د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو دمبارزې دفتر (UNODC) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د کوکنارو کرل شوې ځمکه چې په تیر ۲۰۲۵ کال کې ۱۰ زره هکتاره وه سږکال ۴۳ زره هکټارو ته رسېدلې.
د دغه راپور له مخې، د تریاکو اټکل شوی تولید هم پنځه برابره زیات شوی او له ۳۰۰ ټنو څخه ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دی.
افغانستان کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو دا موندنې ردوی او وايي چې د کوکنارو واقعي کښتونه د ملګرو ملتونو د اټکل نیمايي برخه دي او د له مینځه وړنې هلې ځلې دوام لري.
افغانستان چې د اوږدې مودې لپاره په نړۍ کې د کوکنارو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد و، په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو پر کرکېلې او نشهيي توکو له بندیز وروسته، د تریاکو په تولید کې خپل پخوانی ځای له لاسه ورکړ او میانمار یې ځایناستی شو.
خو پراخې بېوزلۍ یو شمېر افغان بزګران اړ کړي، چې بېرته د کوکنارو کرکېلې ته مخه کړي.
د هرات-دبۍ ترمنځ مستقیمې الوتنې له پنځو کلونو ځنډ وروسته بیا پیل شوې
د هرات او دبۍ ترمنځ مستقیمې الوتنې، له پنځو کلونو ځنډ وروسته، د چهارشنبې په ورځ «د لړم په شپږمه» په یوه الوتنه بیا پیل شوې.
په هرات کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا الوتنه د کامایر هوايي شرکت لهخوا د ۵۰ مسافرو په لېږدولو ترسره شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې وروسته به د هرات او دبۍ ترمنځ په اوونۍ کې یو ځل، د سېشنبې په ورځ، الوتنې ترسره کېږي.
تر دې مخکې، له هرات څخه دبۍ ته تلونکي مسافر اړ و چې لومړی کابل ته ولاړ شي او له هغه ځایه دبۍ ته الوتنه وکړي.