د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

ډيپلوماټ: د تاجکستان پر یوې پوستې برید کوونکي د نومبر تر شپږمې چېرته وو؟


ډيپلوماټ:

ډيپلوماټ خپرونې هغې پېښې ته کتنه کړې چې د تاجکستان د حکومت په وینا شل داعش غړي له افغانستانه دغه هېواد ته واوښتل او د دې هېواد نظاميان یې ووژل.

ډيپلوماټ لیکي، د نومبر مياشتې په شپږمه نېټه د افغانستان او تاجکستان پر پوله یوه ناوړه پېښه وشوه، خو د دې پېښې په اړه د ټولو معلوماتو سرچینه یوازې د تاجکستان حکومت دی.

د مقالې په وینا، که څه هم د تاجکستان حکومت د پېښې عکسونه خپاره کړي چې څلور له منځه تللي موټر او ګڼ سوځېدلي مړي ښکاروي، خو مقاله د ازادي راډيو د ځايي څانګې راپور ته په اشاره لیکي چې د دې راډيو خبريالانو ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې د پېښې ځای ته ورشي او راپور جوړ کړي.

مقاله زیاتوي چې نور خبريالان که دغه ځای ته د ورتګ هڅې وکړي، دا به ډېر وخت واخلي.

د تاجکستان چارواکو ویلي، د سې شنبې په ماښام د داعش شل غړي د کندز د قلعه ذال ولسوالۍ څخه د تاجکستان دوشنبې ښار ته په شپېته کیلومترۍ کې رودکي سیمې ته ننوتل.

دا هم ویل شوي چې له شلو حمله کوونکو څخه پنځلس یې وژل شوي او پنځه نور يې ژوندي نیول شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي، له تاجکستان سره پر پوله پر پوستو د حملو لپاره ترهګر له افغانستانه تاجکستان ته نه دي ننوتلي.

ډيپلوماټ خپرونه په دې مقاله کې لیکي چې له دې پېښې سره اړوندې ځيني پوښتنې شته لکه دا چې تاجک حکومت وايي، حمله کوونکو یوازې پنځه میله وسلې درلودې.

مقاله وايي چې دا له عقله لرې خبره ده چې یوه ډله پر یوه لویه پوسته د حملې هڅه وکړي، خو دومره لږې وسلې به ولې له ځان سره وړي؟

په مقاله کې نورې پوښتنې هم شوي لکه له افغانستانه تر اووښتو وروسته يې څلور موټر له کومه کړل؟ مقاله دې خبرې ته هم اشاره کوي چې د نمبر پلېټ له مخې دا موټر په تاجکستان کې راجستر وو، په درېیم نومبر تر پولې له اووښتو وروسته دا شل کسان د نومبر تر شپږمې چېرته وو او ولې چارواکو ونکړای شول چې دوی ونیسي؟ که دوی د داعش غړي وو، هدف يې څه و او که نه وو نو څوک وو؟

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د طالبانو د هغو جګړه مارانو کیسې ته کتنه کړې چې په بدخشان ولایت کې د امنیتي ځواکونو په توقیف کې شپې ورځې تېروي.

د ورځپاڼې په وینا، شااوخوا سل جګړه ماران په سپټمبر مياشت کې وروسته له هغه حکومت ته تسلیم شول چې امنیتي ځواکونو د دې ولایت د درېیو ولسوالیو کنټرول تر لاسه کړ.

ورځپاڼې د پنځلسو طالبانو د ۴۶ کلن مشر محمد سلطان له قوله لیکلي چې وايي، د طالبانو غړو به د یو بل ژبه نه ویله، خو ډوډۍ به یې سره شریکوله.

محمد زیاته کړې چې د خپلو کورنیو د خوندیتوب لپاره یې د طالبانو د ډلې له ملاتړ پرته بل هېڅ انتخاب نه درلود.

د نیویارک ټایمز په لیکنه، یو شمېر پخوانيو طالبانو ویلي، څلور کاله مخکې د دوی پر ولسوالیو د طالبانو له حملو وروسته په خپله خوښه له طالبانو سره یو ځای شول.

په مقاله کې د دوی له قوله راغلي چې پاکستانيان، چينايان، تاجکستانيان او ترکمنستانيان هم د طالبانو په ډله کې شامل وو.

په مقاله کې د محمد له قوله راغلي چې تر هغه مخکې چې طالبانو یې سیمه ونیوله، دی یو ښوونکی و او د حکومت ملاتړ یې کاوه.

محمد نیویارک ټایمز ته ویلي، د سپټمبر مياشتې د نښتو پر مهال له هغه راهيسې د بدخشان له ځايي چارواکو سره په ټيلیفوني تماس کې دی.

محمد زیاته کړې چې دی او ملګري يې نه دي نیول شوي، بلکې د حکومت ملاتړ کوي.

د نیویارک ټایمز په وینا، نولس کلن نظام الدین ویلي، سږ کال له طالبانو سره په خپله خوښه یو ځای شوی، ځکه د ده په وینا، د دوی له ایډیالوژۍ سره موافق دی.

خو نظام الدین زیاته کړې، کله چې د افغانستان پوځ حمله وکړه، مشر ورور یې چې د دې هېواد د استخباراتو افسر دی، زنګ ورته وواهه او دی یې تېښتې ته وهڅاوه.

په مقاله کې د طالبانو د دې پخواني جګړه مار له قوله ویل شوي، د بهرنیو جګړه مارانو له کبله یې له طالبانو سره اړیکې پرې کړې، ځکه د هغوی حضور د امريکا د هوايي حملو اصلي دلیل و.

XS
SM
MD
LG