د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

نړیوالو ورځپاڼو په افغانستان کې د ۱۳۲ میلیارد ډالرو د لګښت څېړلی


خپرونه لیکي د بیا رغونې په برخه کې تر اوسه د څه باندې یو سل او شپږ میلیارډه ډالرو ژمنه شوې ده او نږدې ۸۹ اعشاریه دوه میلیارډه یې مصرف شوې دي.
خپرونه لیکي د بیا رغونې په برخه کې تر اوسه د څه باندې یو سل او شپږ میلیارډه ډالرو ژمنه شوې ده او نږدې ۸۹ اعشاریه دوه میلیارډه یې مصرف شوې دي.

ډیجیټال ژورنال:

ډیجیټال ژورنال خپرونې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش د دفتر یا سیګار نوي راپور ته کتنه کړې ده.

په دې راپور کې له ۲۰۰۲ کال راپه دې خوا په افغانستان کې د ۱۳۲ میلیارد ډالرو د لګښت مسئله څیړل شوې ده.

د سیګار په استناد ډیجیټال ژورنال لیکي چې دا پیسې پر امنیت، ښې حکومتولۍ، بشري مرستو، ملکي چارو او له لویه سره په نهو برخو کې لګیدلې دي چې یو سل او څوارلس اعشاره اوولس میلیارده یې یوازې د افغانستان بیا رغونې ته ځانګړې شوې دي.

خپرونه لیکي د بیا رغونې په برخه کې تر اوسه د څه باندې یو سل او شپږ میلیارډه ډالرو ژمنه شوې ده او نږدې ۸۹ اعشاریه دوه میلیارډه یې مصرف شوې دي.

له دې برخې به نږدې شپږ میلیارډه ډالر چې د ژمنې موده یې پوره شوې ده ښایي هیڅ مصرف نه شي.

ډیجیټال ژورنال د سیګار په استناد لیکي چې له سیاسي جوړجاړي وروسته به نورو پنځه اعشاریه دوه میلیارډه ډالرو ته ضرورت پیدا شي.

خپرونه وړاندې لیکي چې دغو پیسو ته نړیوال بانک هم په یوه راپور کې اشاره کړې ده او څرګندوي چې تر سیاسي موافقې وروسته د اجتماعي او اقتصادي پرمختیا لپاره دې پیسو ته اړتیا شته.

د سیګار په وینا په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان ناخالص ملي عواید صفر اعشاریه دوو ته رسېدل او سږکال تراوسه درې اعشاریه دوو ته لوړ شوې دي.

خپرونې بیا د افغانستان د مالیي وزارت د یوه ویاند خبرې را اخیستې دي چې وایي، له روان کال راهیسې یې تر اوسه یوسل او شپیته میلیارډه افغانۍ ترلاسه کړي دي.

ډیجیټال ژورنال بیا د انتقاد کوونکو په استناد لیکي چې په افغانستان کې نړیوالې مرستې په شفاف ډول نه دې مصرف شوې. خپرونې د سیاسي چارو د کتونکي نقیب اله هاشمي خبرې را اخیستې دي چې وایي، زموږ سیاستوال په دې کې پاتې راغلې دي چې د امریکا مرستې سمې ولګوي او په ورته وخت کې د امریکا مرستې چارواکو ته نه دې سپارل شوې چې پر لویو پروژو یې مصرف کړي وای.

ایروایشیا ریوو:

د لویدیځ یوې بلې خپرونې ایروایشیا ریوو بیا په افغانستان کې پر روغتیایي خدماتو د بریدونو مسئله را اخیستې ده.

خپرونه لیکي، طالبانو پر روغتیایي کارکوونکو او روغتیایي مرکزونو په ټول افغانستان کې بریدونه کړې دي چې له دې امله یو شمېر روغتیایي کارکوونکي مجبوره شوې دي چې خپل کار پریږدي او په ځینو مواردو کې روغتیایي مرکزونه بند شوې دي.

ایروایشیا ریوو وړاندې لیکي، د طالبانو د بریدونو له امله ملکي خلکو ته د روغتیایي خدماتو رسېدنه محدوده شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو سیاسي دفتر یا یوناما په خپل کلني راپور کې لیکي چې له ۲۰۱۱ کال راپه دې خوا د روان کال تر دریو لومړیو میاشتو پورې په افغانستان کې پر روغتیايي کارکوونکو او صحي مرکزونو ۴۶۷ حملې شوې دي.

یوناما د برمته کولو او له روغتیایي کارکوونکو سره د بد چلند په لسګونو پېښو ته هم اشاره کړې ده، چې د ایروایشیا ریوو په باور ښایي واقعي شمیرې تر دې ډیرې زیاتې وي.

XS
SM
MD
LG