د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۵۱

نړیوالې ورځپاڼې: په دوبۍ کې د افغان سیاستوالو پټ عمارتونه


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • ډېلي بېسټ

"په دوبۍ کې د افغان سیاستوالو پټ عمارتونه"

دا د امریکايي انلاین خبري پاڼې ډېلي بېسټ د یوې مقالې عنوان دی چې د متحده عرب اماراتو په دوبۍ ښار کې یې د ځینو افغان سیاستوالو او مشهورو څېرو پر شتمنیو او ماڼیو لیکلې ده.

ډېلي بېسټ د تحقیقاتي ژورنالیزم دفتر ته د رسېدلو مکتوبونو له مخې لیکلي چې ځیني افغان چارواکي او کورنۍ یې په دې وروستیو کې د دوبۍ د ځینو لوکسو جایدادونو او ماڼیو څښتنان شوي دي.

ډېلي بېسټ لیکلي چې په بهر کې د جایدادونو درلودل ناقانونه او ناسم کار نه‌دی، خو د ځینو افغان چارواکو په اړه د فساد ادعاو عموماً په دې اړه اندېښنې رامنځته کړې دي.

ډېلي بېسټ په دې مقاله کې د ځینو افغان چارواکو او سیاستوالو نومونه او پر هغوی د ادعا شوې اړوندې قضیې په ترتیب لیکلي دي.

د مقالې له مخې د ولسمشرۍ ټاکنو کاندید احمد ولي مسعود یو افغان سیاستوال دی چې په دې وروستیو کې یې په دوبۍ کې جایداد اخیستی.

په دوام کې راغلي چې په ۲۰۰۹ کال کې د احمد ولي مسعود ورور او د هغه وخت د جمهور رئیس مرستیال احمد ضیا مسعود تورن شوی چې ګواکې متحده عربي اماراتو ته‌یې ۵۲ میلیون ډالره نغدې پيسې لېږدولې.

ډېلي بېسټ لیکلي چې د افغانستان د استخباراتو یوه لوړپوړي چارواکي او د مارشال محمد قسیم فهیم چې هغه وخت د جمهور رئیس مرستیال و، زوی او هم د پامیر هوايي شرکت سهم لرونکی ادیب احمد فهیم د الوتکې د خوړو په جعبو کې دوبۍ ته پیسې لېږدولې دي.

د ادیب فهیم تره حصین فهیم هم چې د کابل بانک په قضیه کې د پیسو په ایستلو تورن شوی و په دې مقاله کې یې نوم راغلی دی.

د پارلماني چارو د دولت وزیر غلام فاروق وردک نوم هم د ډېلي بېسټ په دې مقاله کې راغلی چې د معلوماتو له مخې له خپلې ښځې سره‌یې په ګډه د جمیره ساحل په شمول په دوو لوکسو سیمو کې کورونه اخیستي.

د پارلمان دوه غړي صالح محمد لالاګل او فدا محمد الفت هم د تحقیقاتي ژورنالیزم د معلوماتو له مخې هغه کسان دي چې په سپرنګس او جمیره پارک کې ویلاګانې یا لوکسې حوېلۍ لري.

د ډېلي بېسټ په دې مقاله کې د پخواني جمهور رئیس برهان‌الدین رباني د لور فاطمه رباني نوم راغلی چې په متحده عرب اماراتو کې څو تجارتونه مخته وړي او همداراز د بل پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د ورور محمود کرزي نوم هم ذکر شوی چې په دوبۍ کې جایداد لري.

ډېلي بېسټ لیکلي چې د دوی اېمېل ته یوازې محمود کرزي ځواب ویلی او تأیید کړې یې ده چې په دوبۍ کې جایداد لري، خو هر ډول ناسمه کړنه‌یې رد کړې ده.

د ډېلي بېسټ په لیکنه سره له دې چې څو واره‌یې د اړیکې هڅه کړې په دې راپور کې پاتې هېڅ یوه چارواکي دوی ته نه په انګرېزي، نه په پښتو او نه هم په دري ځواب ویلی.

  • یورو اېشیا رېویو

یورو اېشیا رېویو خپرونې په یوه مقاله کې د عراق او افغانستان اړوند هغو مسایلو ته اشاره کړې چې له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۷ کاله ترسره شوي.

د خپرونې په لیکنه تر ډېرو هڅو او یو لړ کامیابیو وروسته د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ امریکا متحده ایالاتو له عراق او افغانستانه خپل پوځیان کم کړل.

یورو اېشیا رېویو لیکلي ډېره هیله وه چې د عراق او افغانستان حکومتونه خپل مسؤلیتونه په غاړه واخیستلی شي.

د خپرونې په لیکنه د دواړو هېوادونو پولیس او پوځ د شمېر، تجهیزاتو او روزنې په لحاظ د خپلو دښمنانو په نسبت له فوق‌العاده ښو امکاناتو برخه‌من و.

له دې سره سره بیا هم د یورو اېشیا رېویو په لیکنه د عراق او افغانستان دولتونه سقوط ته نږدې و.

د خپرونې په لیکنه کومې لاسته راوړنې چې د امریکا متحده ایالاتو د لوړو لګښتونو او قربانیو په نتیجه کې لاسته راغلې تل‌پاتې نه‌وې د ترهګرو ګواښونه بیا پیدا شول او امریکا یو وار بیا جنګونو ته ورستنه شوه.

په افغانستان او عراق کې د فساد موجودیت ته هم اشاره شوې ده.

د یورو اېشیا رېویو په لیکنه په افغانستان کې فساد تر فرقه‌اي مخالفتونو ډېر مهمه دی.

په دوام کې راغلي چې یو شمېر سیاستوال او قوماندانان د خپل قدرت د زیاتولو لپاره له هر ډول امکاناتو کار اخلي.

XS
SM
MD
LG