د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

د افغانستان په اړه د بشري حقونو د څار سازمان راپور د نړیوالو ورځپاڼو له نظره


یو شمېر لوېدیځو مطبوعاتو د بشري حقونو د څار سازمان په هغه تازه راپور مقالې خپرې کړي چې د سي ای اې له ملاتړه برخمن افغان قطعې یې په ناقانونه وژنو او جدي سرغړونو تورنې کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اکتوبر په ۳۱مه پنجشنبه په یوه راپور کې د سي ای اې له ملاتړه برخمنې افغان قطعې په بې محاکمې وژنو، د انسانانو په تري تم کولو، هوايي بریدونو او د بشري حقونو په څو جدي سرغړونو تورنې کړي دي.

ګارډین:

ګارډین بریتانوۍ ورځپاڼې په یوه مقاله کې د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې راغلو څو هغو شپنیو عملیاتو ته اشاره کړې چې پکې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په مقاله کې د پکتیا په کلالګو کلي کې د اګست په ۱۱مه د افغان پوځیانو له لوري د ځینو ملکیانو وژنې ته اشاره شوې ده.

د مقالې له مخې، په دغو کسانو هغو دولت پلویو ملېشو ډزې کړې وې چې د سي ای اې له ملاتړه برخمن دي او تر ډېره افغان چارواکو ته ځواب نه وايي.

ګارډین د بشري حقونو د څار سازمان د راپور په اساس لیکلي: "له دې سره چې دا دوه وروستي کاله افغان جګړې زور اخیستی، له شپنیو عملیاتو د دغو پوځیانو ناوړه استفاده زیاته شوې ده."

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا برخې د مرستیالې پټریشا ګاسمن په حواله راغلي چې دوی یوازې د ۱۴ داسې عملیاتو څېړنه کړې او دا د دې ډول بریدونو څو بېلګې دي، ځکه اکثره یې لرو پرتو سیمو کې کېږي او راپور یې نه ورکول کېږي.

افغان حکومت بیا د بشري حقونو د څار سازمان راپور پوره نه دی تأیید کړی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه بیان کې لیکلي چې د بشري حقونو څار سازمان په دغه راپور کې ځیني حقایق ویلي، خو په راپور کې ځیني ناسم معلومات هم شته چې افغان حکومت به یې ټولې برخې په دقیقه توګه څېړي او بیا به یې ځواب کړي.

نیوزویک:

نیوزویک مجلې هم په یوه مقاله کې د بشري حقونو څار سازمان په وروستي راپور تمرکز کړی دی.

په مقاله کې د بشري حقونو د څار سازمان د راپور په حواله راغلي چې د سي ای اې له ملاتړه برخمن افغان پوځیانو ناوړه بریدونه په ورځني واقعیت بدل شوي.

نیوزویک لیکلي، د بشري حقونو د څار سازمان دا راپور داسې وخت خپور شو چې له طالبانو سره د امریکا د خبرو د لغوه کېدو نږدې دوه میاشتې تېرېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ځکه دا خبرې له طالبانو سره لغوه کړې چې طالبانو په کابل کې په یوه برید سره یو امریکایي عسکر او څو نور کسان ووژل.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، د امریکا او طالبانو په دغو لغوه شویو خبرو کې هېڅ کله د سي ای اې له خوا د روزل شویو او مسلح شویو پټو افغان پوځیانو په رول باندې بحث نه دی شوی.

د نیوزویک په دې مقاله کې راغلي چې یوه ډيپلومات دا ملېشې د "مرګ ډلې" یادې کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان له ۲۰۱۷ تر ۲۰۱۹ کاله پورې د دغو افغان ملېشو هغو څوارلسو عملیاتو ته اشاره کړې چېرته چې د راپور په اساس دغو پوځیانو جدي سرغړونې کړي دي.

په مقاله کې دا هم راغلي چې د اورپکو د نیولو لپاره شپني عملیات اکثر د دې لامل شوي چې ملکیان له خپلو کورونو او د وسله والو په معالجې اخته ډاکتران له روغتیايي مراکزو وایستل شي، په نښه یا تري تم کړای شي.

رویټرز:

رویټرز اژانس بیا د سي ای اې د یوه ویاند تیموتي باریت په حواله لیکلي چې د امریکا د مرکزي استخباراتو اجنسي یا سي ای اې له قانون سره سم د یوه څارونکي سېستم تر نظر لاندې خپل عملیات مخته وړي.

هغه ویلي چې طالبان د دې اصولو په اساس عملیات نه کوي، بلکې ځیني وخت په ډېره ناوړه توګه د افغانستان د مشروع حکومت د ملاتړ کوونکو د بې اعتباره کولو لپاره تبلیغات کوي.

XS
SM
MD
LG