د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۲۹

نړیوالو ورځپاڼو پر کونړ پر راکټي بریدونو او د بهرنیو ځواکونو پر حضور تبصرې کړي

ټایمز ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان پر پوله د نښتې مسئله څېړلې ده.
ټایمز ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان پر پوله د نښتې مسئله څېړلې ده.
  • ټایمز

ټایمز ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان پر پوله د نښتې مسئله څېړلې ده.

د پاکستان له لوري د هاوان پر مرمۍ په کونړ کې درې افغان مېرمنې روانه اونۍ ووژل شوې.

د کونړ چارواکو ازادي راډیو ته وویل، نښته وروسته تر هغه پیل شوه چې د افغانستان سرحدی ځواکونو د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځي تأسیساتو د جوړېدو مخه ونیوله.

ورځپاڼه په واشنګټن کې د وېلسن نړیوال تحقیقاتي مرکز د کارپوه مایکل کوګلمن په وینا لیکي چې د دوو ګاونډیانو ترمنځ شخړې په زیاتېدو دي.

کوګلمن چې په وېلسن تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي اسیا د برخې متخصص دی دا خبره هم کوي چې د افغانستان د انتخاباتو نتیجه ځنډېدلې، د افغانستان راتلونکی سیاسي وضعیت روښانه نه‌دی او د سولې د خبرو راتلونکې هم تر سوال لاندې ده.

د کوګلمن په باور، په داسې بې‌ثباته وضعیت کې د افغانستان او پاکستان د ځواکونو ترمنځ نښته ښه پېښه نه‌ده.

  • هېل

د لویدیځ بله ورځپاڼه، هېل بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مسئله څېړي.

دا ورځپاڼه لیکي، د اکټوبر په ۲۱مه دا خبره خپره شوه چې د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت ورو ورو په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر کم کړی دی.

دا ورځپاڼه وړاندې لیکي، تر جګړې ۱۸ کاله وروسته او لږ وروسته تر دې چې د سولې خبرې په سپټمبر کې ګډوډې شوې، د متحده ایالاتو د دفاع وزارت اکثر چارواکو موافقه وکړه چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ ته راټیټ کړي.

د هېل ورځپاڼې په باور د سولې د ناکامه شویو خبرو هدف هم همدا و چې دې کچې ته د امریکایي پوځیانو شمېر په افغانستان کې راکښته شي او په رسمي ډول د پوځیانو د ایستلو پر ځای پر دې عمل وشي چې د کومو سرتېرو د خدمت موده په افغانستان کې پای ته رسېږي د هغوی پر ځای نور عسکر هلته وانه‌ستول شي.

  • نشنل انټرسټ

نشنل انټرسټ خپرونې هم له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مسئله څېړلې ده. دا خپرونه لیکي، په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو حضور د دې پر ځای چې د شخړو د کمېدو باعث شي لاپسې شخړې زیاتوي ځکه چې دغو ځواکونو ته ځیني د اشغالګرو په سترګه ګوري، پرته له دې چې د امریکایانو نیت ته فکر وکړي.

خپرونه بیا لیکي، په دې حقیقت هم سترګې نه‌شي پټېدلی چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو اوسنۍ شمېره نه‌شي کولای چې هلته د شخړو مخه ونیسي.

د نشنل انټرسټ د خپرې کړې مقالې په باور د امنیت د ټینګېدو لپاره د هرو زرو کسانو لپاره لږ تر لږه ۲۰ پوځیان په‌کار دي.​

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG