د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۴۶

اېنډپنډنټ فارسي: افغانستان کې لاهم د بهرنیو ځواکونو پوځي حضور او مرستې ته اړتیا ده

د بریتانیا د اېنډپنډنټ فارسي ژبې ورځپاڼې له طالبانو، القاعدې او داعش ډلو سره د مبارزې په اړه د افغانستان د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پر تازه څرګندونو تمرکز کړی دی.
د بریتانیا د اېنډپنډنټ فارسي ژبې ورځپاڼې له طالبانو، القاعدې او داعش ډلو سره د مبارزې په اړه د افغانستان د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پر تازه څرګندونو تمرکز کړی دی.
  • اېنډپنډنټ فارسي

د بریتانیا د اېنډپنډنټ فارسي ژبې ورځپاڼې له طالبانو، القاعدې او داعش ډلو سره د مبارزې په اړه د افغانستان د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پر تازه څرګندونو تمرکز کړی دی.

ښاغلي عبدالله له «سي اېن اېن» ټلوېزیوني شبکې سره په خبرو کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ترورېستي ډلو د له‌منځه وړلو لپاره افغان پوځیان د ناټو ملاتړ ته سخته اړتیا لري.

د ناټو غړو هېوادونو دفاع وزیرانو تېره اوونۍ په بروکسل کې تر ۲۰۲۴ کاله پورې د افغانستان له امنیتي ځواکونو د ملاتړ ډاډ ورکړ.

د ناټو یوه چارواکي چې غواړي نوم‌یې خپور نه‌شي ازادي راډیو ته ویلي، د افغانستان د پوځ کلنی لګښت پنځه میلیارده ډالر کېږي او زیاته برخه‌یې متحده ایالات ورکوي.

اېنډپنډنټ فارسي ورځپاڼې د یوه افغان سیاسي کارپوه نجیب حقجو په حواله لیکلي چې د ۱۸ کاله مخکې په څېر لاهم افغان پوځیان د بهرنیو ځواکونو حضور او مرستې ته اړتیا لري، ترڅو له ترورېستي ډلو سره وجنګېږي او هغوی له‌منځه یوسي.

ښاغلی حقجو دا هم وایي چې که ناټو او نړیوال شریکان‌یې له افغانانو او د افغانستان له حکومت سره له مشورې پرته له دغه هېواده د وتلو پرېکړه وکړي، د تاریخ تر ټولو لویه تېروتنه به وکړي؛ ځکه د حقجو په باور ترورېستي ډلې تر پخوا لا قوي شوي او سختې او اوږدې جګړې ته ورسره ضرورت دی.

  • مېلټري ټایمز

مېلټري ټایمز امریکايي ورځپاڼې په چین کې د جوړېدونکې بین‌الافغاني ناستې په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

تمه وه چې همدا اوونۍ په پیکېنګ کې دا ناسته ترسره شي.

د مېلټري ټایمز په دې مقاله کې د پيکېنګ له بین‌الافغاني ناستې د باخبره چارواکو په حواله ویل شوي چې دا غونډه ځنډول شوې ده.

د راپورونو په اساس دا غونډه سې شنبه او چهارشنبه ترسره کېده، خو اوس‌یې د نوې نېټې په اړه جزئیات نه‌دي څرګند شوي.

مېلټري ټایمز لیکلي د پیکېنګ ناسته په مسکو کې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د استازو د جمعې ورځې تر غونډې وروسته ترسره کېده.

دغو چارواکو هم په مسکو کې په دې موافقه وکړه چې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو یوازنۍ لاره خبرې دي.

په دغو خبرو کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د مخامخ خبرو وختي بیا پيل ته هم اشاره شوې ده.

مېلټري ټایمز لیکلي کله چې د چین په کوربه‌توب بین‌الافغاني ناسته ترسره شي، دا به له جولای راهیسې د افغانانو ترمنځ یوه ناسته وي.

د افغانستان د حکومت د ځینو استازو په شمول یوه لوی پلاوي د جولای په اوومه او اتمه د قطر په کوربه‌توب په یوه بین‌الافغاني ناسته کې له طالبانو سره خبرې وکړې.

د غونډې ټولو ګډونوالو د تاوتریخوالي په کمښت موافقه وکړه.

ولسمشر اشرف غني پخوا له داسې ناستو سره چې مشري او مالکیت‌یې افغانان نه‌کوي، مخالفت ښودلی و، خو د مېلټري ټایمز په لیکنه اوس ښاغلي غني ویلي چې د پيکېنګ ناستې ته خپل استازي ورلېږي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم ازادي راډیو ته تأیید کړه چې د حکومت استازي به هم د پیکېنګ ناستې ته ورځي او د دې ناستې د ګډونوالو لېست ټول‌شموله دی.

مېلټري ټایمز لیکلي چې د پيکېنګ په ناسته کې به د طالبانو له‌خوا د دې ډلې د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی برخه اخلي.

طالبانو بیا تازه هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې یو طالب پلاوی د پیکېنګ ناستې لپاره چین ته رسېدلی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG