د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۱۹

د افغان سولې په اړه د نړیوالو ورځپاڼو شننې

سټارز انډ سټرایپس:

امریکایۍ سټارز انډ سټرایپس خپرونې کابل ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سفر په اړه په یوه مطلب کې لیکلي چې نوموړی د لومړي ځل لپاره وروسته له هغې کابل ته تللی چې تېره میاشت د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې لغوه شوې.

د خپرونې په وینا، خلیلزاد چې د طالبانو له پلاوي سره یې نهه پړاوه خبرې ترسره کړې وې، کابل ته تر سفر مخکې په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه د روسیې، چین، پاکستان او متحدو ایالتونو په څلور اړخیزه غونډه کې ګډون کړی و.

د دې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د امریکا د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د خبرو د پیا پیلېدو پر لارو چارو خبرې وکړې.

د افغانستان د سولې په اړه د مسکو پر غونډې سربېره دغه راز په پام کې وه چې روانه اوونۍ د افغانستان په مسئله کې ښکېل بل لوبغاړی د چین پلازمېنه پیکنګ هم د بین الافغاني خبرو کوربه وي، خو دغه خبرې د نامعلومو دلایلو له امله وځنډول شوې.

ایشین لایټ انټرنېشنل:

له بریتانیا خپرېدونکې ایشین لایټ انټرنېشنل خپرونې هم په پیکنګ کې ځنډول شویو خبرو ته پام اړولی او په یوه مطلب کې یې د طالبانو د ویاند له قوله لیکلي چې ویلي یې دي، چین دغه بین الافغاني خبرې چې په پام کې وه د اکتوبر په ۲۸مه او ۲۹مه وشي او پکې د دې ډلې او د افغانستان د مدني ټولنې استازي برخه واخلي، ځنډولې دي.

د خپرونې په وینا، دا وروسته له هغې چې امریکا تېره میاشت ناببره له وسله والو طالبانو سره له خبرو ووته، د دغو خبرو د بیا پیلېدو لپاره د پیکنګ یوه هڅه ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د چین حکومت د دغو خبرو د ځنډېدو خبر ورکړی او ورڅخه یې د څو ورځو غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي، نه پوهېږي چې دغه خبرې ولې ځنډول شوي، خو دوی نورو جزیاتو ته منتظر دي، ځکه چینایي لوري ورته دا هم نه دي ویلي چې کله به دغه خبرې کېږي.

ایشین لایټ انټرنېشنل خپرونه وړاندې لیکي، طالبانو چې تېره میاشت یې هم یو نهه کسیز پلاوي چین ته استولی و، ویلي چې په چین کې کېدونکې خبرې به په هغه چوکاټ کې ترسره کېږي چې مخکې د مسکو او دوحې په غونډو کې پرې بحث او خبرې شوې وې او هدف یې په افغانستان کې د روانې اتلس کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د یوې سوله ییزې حل لارې چې د سولې د لارې نقشې نوم هم ورکړل شوی، موندل دي.

خپرونې وړاندې د دې خبرو د ځنډېدو په اړه د افغانستان د حکومت غبرګون ته هم اشاره کړې او لیکي چې د افغانستان حکومت که څه هم په دې غونډه کې د احتمالي ګډون په اړه ویلي چې پر دې مسئلې له چینایي چارواکو سره خبرې کوي، خو دا هیله یې هم ښکاره کړې وه چې دغه خبرې به د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره یوګام وي چې اخیستل کېږي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG