د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

اصلاح: د ټاکنو د لومړنیو نتایجو اعلان دې نور نه ځنډېږي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ځانګړي ډول د لومړنیو نتایجو په اعلان کې د ځنډ رامنځته کېدو په اړه لیکنې او سر لیکنې چاپ کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپانې په خپله سرمقاله کې لیکلي، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بالاخره پرون د انتخاباتو د لومړنیو يایلو د اعلان لپاره نېټه کره کړه چې بر بنسټ به یې دغه نتایج د روانې میاشتې په ۲۳ مه نېټه اعلان شي.

سرمقاله لیکونکی لیکي، د انتخاباتو د خپلو کمېسیون مشرې ویلي، د دې ځڼډ لامل په انتخاباتو کې روڼټیا ده، هغه څه چې دوی یې له خلکو سره ژمنه کړې وه.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، که څه هم دغه نېټې ته ورځې شته، خو خلک له کمېسیونه غواړي چې د پایلو اعلان بیا ونه ځنډوي.

سرمقاله لیکونکی دا ټینګار هم کوي چې د وروستیو نتایجو اعلان هم داسې نشي لکه د لومړنیو نتایجو، ځکه په خبره یې د افغانستان خلک نور د وضیعت له دوامه ستړي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې د موضوع په اړه لیکلي، که انتخابات په لومړي دور کې ګټونکی ولري، نو ښه، خو که دوهم پړاو ته ولاړ شي، له سختو ننګونو سره به مخ شي.

د ورځپاڼې په سر مقاله کې راغلي، دا ځکه چې وروستۍ پایلې به د ژمي مهال اعلانېږي او هوا سړېږي، نو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به ونه شي کولی چې دوهم پړوا انتخابات ترسره کړي.

ورځپاڼې دې موضوع ته هم اشاره کړې چې د ملي یووالي حکومت قانوني موده پای ته رسېدلې، نو که انتخابات راتلونکي کال ته ځنډېږي، د حکومت سیاسي مشروعیت نور هم له پوښتنې سره مخ کېږي او ښايي په هېواد کې د سیاسي بې ثباتۍ تر څنګ، امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت هم نا سم لوري ته ولاړ شي.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې په دې ټینګار کړی چې د لومړنیو نتایجو اعلان دې نور نه ځنډېږي.

په سرمقاله کې راغلي، دا چې کمېسیون ونه شول کړای چې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې په خپل وخت سره اعلان کړي، دا ځنډ د انتخاباتي ټیمونو، د انتخاباتو د څارونکو بنسټونو او عامو خلکو له انتقادونو سره مخ شوی.

په سرمقاله کې راغلي، که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي، دا ځنډ د هغو ستونزو له امله و چې له مخکې یې وړاندوینه نه شوه کېدای، خو د سرمقاله لیکونکي په خبره، خلک بیا کمېسیون د انتخاباتو په مدیریت کې د لازم ظرفیت په نه لرو تورنوي.

ورځپاڼه ټینګار کوي چې ستونزې باید هوارې او نور د نتایجو اعلان له تازه ټاکل شوې نېټې یعنې د عقرب د میاشتې له ۲۳مې نېټې ونه ځنډېږي.

XS
SM
MD
LG