د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

د افغانستان په جنګ او سوله کې د وټس اپ رول


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په جنګ او سوله کې د وټس اپ پر رول لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې، چې سرلیک یې دی: «د افغانستان جنګ او سوله، وټس اپ پیغامونه رسوي» لولو:

کله چې د سږ کال په اپریل میاشت کې سلګونو طالبانو د بادغیس ولایت مرغاب ولسوالي محاصره کړه، افغان امنیتي ځواکونه پوهېدل چې له خطر سره مخامخ دي.

کومانډو ځواک ورسره کومک نه شوای کولی نو یې هیله د امریکا هوايي ځواک ته وه.

نیویارک ټایمز زیاتوي، ټینګه وریځ سبب کېده چې امریکايي پوځیان لاندې افغان ځواکونه ونه شي لیدلی او د طالبانو پر مورچو بمباري ونه کړای شي. هماغه و چې د افغان ځواکونو قوماندان د وټس اپ له لارې تماس ونیوه.

د ورځپاڼې د دې لیکنې پر اساس، په تېرو ۵ کلونو کې وټس اپ له فیسبوک وروسته د افغانانو ترمنځ او له بهر نړۍ سره د دوی د ارتباط دوهمه مهمه وسیله وه او ده.

نیویارک ټایمز همداراز لیکي، وټس اپ چې په فیسبوک پورې تړاو لري، د افغانستان تر ټولو جګپوړي پوځي او ملکي چارواکي کاروي.

ورځپاڼه د افغانستان د سولې په خبرو کې د وټس اپ د رول یادونه کوي او وايي چې د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ د دوحې په خبرو کې طالبانو او امریکايي استازو له وټس اپ څخه په پراخه پیمانه کار اخیست.

ورځپاڼه وايي، یوه امریکايي چارواکي په ټوکه ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې ټوله پروسه د وټس اپ له لارې اداره کړه.

ورځپاڼه لیکي، سره له دې چې وټس اپ وايي چې د چا راز نه څرګندوي، خو امریکايي پوځیان وايي، وټس اپس له خطره خالي نه دی.

دوی وايي چې له پینتاګون یا د امریکا له دفاع وزارته یې غوښتي چې پر یوه بل اپ یا پروګرام کار وکړي چې د وټس اپ پر ځای ورڅخه کار واخلي او په دې توګه د افغانانو ارتباطات خوندي وي.

ډیلي مېل

د بریتانیا ډیلي مېل ورځپاڼې، چې انلاین خپرونې کوي، په افغانستان کې پر کرکټ لیکنه لري.

مېل وايي چې افغانستان په هند کې له ویسټ انډیز سره په خپلو سیالیو کې دولت ځدراڼ، چې چټک باولر دی، په لوبډله کې شامل کړی نه دی.

د مېل انلاین پر اساس حمید حسن، حشمت الله شهیدي، نورعلي ځدراڼ او سمیع الله شینواري ته هم موقع نه ده ورکړل شوې چې په راتلونکو سیالیو کې برخه ولري.

د مېل له راپور سره سم، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سږ کال په نړیول جام کې، مخکې تر دې چې راشد خان د ټیم کیپتان شي، د ګلبدین نایب تر کیپتانۍ لاندې مسابقې وبایللې.

اوس به ولیدل شي چې په هند کې د ویست انډیز په وړاندې د افغانستان لوبډله څنګه لوبېږي.

XS
SM
MD
LG