نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په هلمند ولایت کې د لږترلږه پنځو امریکايي سرتېرو په ټپي کېدو یو مطلب لیکلی دی.
دا عسکر د سمندري ځواکونو غړي وو.
د ورځپاڼې په لیکنه، دا پوځیان سې شنبه په لښکرګاه ښار کې په یوه پوځي اډه د طالبانو په راکټي برید کې ټپیان شول.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا متحده ایالتونو د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ خبرو ته اشاره کړې چې ویلي یې دي، طالبان تر بل هر وخت زیات ځپل شوي.
نیویارک ټایمز په دوام کې لیکلي، د ټرمپ له دې خبرې سره سره د سې شنبې برید وښوده چې طالبان لا هم په دې برلاسي دي چې په یوه ښار کې سخت کنټرول شوې پوځي اډه تر برید لاندې ونیسي.
په هلمند کې د امریکا متحده ایالتونو سمندري پوځیان یا مرین مېشت دي چې شمېر یې څو سوو ته رسېږي.
دوی افغان پوځیانو ته مشوره او روزنه ورکوي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، هلمند چې د کوکنارو زیاتې کرکیلې لري او د طالبانو د راپورته کېدو ځای بلل کېږي، اوس هم د افغانستان یو له تر ټولو نا امنو ولایتونو دی.
د ۲۰۱۹ کال له پیله تر دې دمه ۱۷ امریکايي پوځیان په جګړو کې وژل شوي.
د نیویارک ټایمز په لیکنه، له ۲۰۱۴ کاله دا تر ټولو لوړ شمېر دی چې په یوه کال کې ۱۷ امریکايي عسکر وژل کېږي.
اکثر دا پوځیان د طالب وسله والو له خوا په جنګونو کې په نښه شوي.
۲۰۱۴ کال کې د امریکا دفاع وزارت پنټاګون په افغانستان کې خپل پوځي عملیات پای ته ورسول او له هغې وروسته یې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان پوځيانو روزنه او مشوره پیل کړه.
ډيپلوماټ:
ډيپلوماټ خپرونې په یوه مقاله کې د ځینو هغو افغان ښځو په کاري ژوند تمرکز کړی چې په مهمو دولتي څوکیو کې کار کوي.
خپرونې په دې مقاله کې اول د لومړنۍ افغان ښاروالې ۲۶ کلنې ظریفې غفاري کار او ژوند ته پام کړی.
په مقاله کې راغلي چې د میدان وردګ ولایت په ښاروالې باندې د کار په لومړۍ ورځ برید وشو.
ډيپلوماټ لیکلي چې دا برید طالبانو نه و کړی، بلکې د سیمې ځینو سړیو کړی، ځکه د ښاروالې په توګه د ظریفې غفاري ټاکل کېدو غوصه کړي وو.
په مقاله کې راغلي چې خلکو د غفاري دفتر په ډبرو وویشت او ویل یې چې دا دې هېڅ کله کار ته نه راځي.
ظریفه غفاري شااوخوا یوه اوونۍ مخکې ازادي راډیو ته وویل، د دې لپاره چې قانون پلی کوي، د ځینو فاسدو مافیايي کړیو له مخالفت سره مخ ده.
د ډيپلوماټ په لیکنه، افغان ښځې تر دې هم په نورو مهمو څوکیو ګمارل شوې دي.
په دوام کې د عادلې راز دندې ته اشاره شوې او راغلي چې راز لومړنۍ افغان ښځه ده چې په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازې په توګه کار کوي.
همداراز په امریکا کې لومړی وار یوه ښځه رویا رحماني د افغانستان د سفیرې په توګه دنده ترسره کوي.
د ډيپلوماټ خپرونې په دې مقاله کې چې افغان لیکوالې او شننونکې صابرې عزیزي لیکلې، راغلي، هغه ښځې د افغانستان په مهمو دولتي څوکیو کې کار کوي چې د نورو هېوادونو د ښځو په نسبت ډېرې له ننګونو سره مخ دي.