نړۍ
نړیوال بانک: پاکستان تېرکال د ۱۹۰ اقتصادونو په ډله کې ۲۸ درجې مخکې شوی
نړیوال بانک په یوه نوي کلني راپور کې پاکستان د هغو لسو هېوادونو په کتار کې راوستی چې تېرکال یې د سوداګرۍ د ښه کېدو لپاره ډېر کارونه کړي دي.
نړیوال بانک په دغه راپور کې چې د ۲۰۲۰ کال د سوداګرۍ کولو په نوم یې پرون خپورکړی ویلي، څارونکو یې دا موندلې چې پاکستان د لسو برخو له ډلې په پنځو هغو کې پرمختګونه کړي دي.
د سوداګرۍ چارو د پیلیدو، ساختماني چارو ته د اجازې ورکولو، د برښنا د ترلاسه کېدو، د مالیو د تحلیلولو او له هېواده بهر سوداګرۍ چارو د ښه کېدو په برخه کې د پاکستان هڅې ستایل شوي دي.
د نړیوال بانک په دغه کلني راپور کې پاکستان د نړۍ د ۱۹۰ اقتصادونو په ډله کې ۲۸ درجې مخکې شوی او ۱۰۸ ځای یې خپل کړی دی.
نور نهه هېوادونه چې د سوداګریزو فعالیتونو په لسو برخو کې یې پرمختګونه کړي، د افغانستان دوه نور ګاونډیان، تاجکستان او چین او دغه راز هند، سعودي عربستان، اردن، توګو، بحرین، کویټ او نایجریا یاد شوي دي.
تاجکستان د نړیوال بانک په دغه فهرست کې ۱۰۶ ځای خپل کړی او افغانستان ۱۷۳ ځای لري.
نیوزیلند او سنګاپور د دغه فهرست په سر کې دي، ورپسې هانګ کانګ دی، جنوبي کوریا پنځم او متحده ایالاتو شپږم ځای خپل کړی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ولسمشر ټرمپ ایران سره خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړ او دسیمې له هیوادونو وغوښتل چې د "ابراهیم" تړون سره یوځای شي
د متحدوایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ خپل تازه پیغام کې ایران سره په خبرو اترو کې د «ښه» پرمختګ خبر ورکړ او په مذاکراتو کې دخیلو ټولو هیوادونو څخه وغوښتل چې ایران سره له محتملې هوکړې وروسته سملاسي د "ابراهیم" په نامه تړون سره یوځای شي.
د ابراهیم تړون یا ابراهیمي تړونونه هغه پلان و چې ټرمپ د ولسمشرۍ لومړۍ دوره کې د اسرائیلو او عربي هیوادونو د اړیکو د عادي کیدو لپاره وړاندې کړی وو او وتوانید چې څو هیوادونه لکه متحد عربي امارات او بحرین دغه پلان ته وهڅوي.
اوس د متحدو ایالاتو ولسمشر ایران سره هوکړه له همدغه پلان سره تړلی بللی او له نورو عربي هیوادونو او ترکيې څخه په ټکو یې «اجباري غوښتنه» کړې چې ژرترژره دغه پلان سره یوځای شي.
ان تردې چې له دغه پلان سره یې دایران دیوځای کیدو نظر هم وړاندې کړی دی.
خو تراوسه نه اسراییلو دې پیغام ته غبرګون ښودلی او نه هم هغو هیوادونو چې په دغه پیغام کې یې نومونه اخیستل شوي دي.
اکسیوس خبري سایټ د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې ټرمپ ددغو هیوادنو مشرانو سره په ټلفوني خبرو کې دا نظر په ناڅاپی توګه وړاندې کړ تردې چې دهیوادونو مشران د اوږدې شیبې لپاره چپ پاته شوي اوڅه یې نه دي ویلي.
سعودي عربستان، متحد عربي امارات، پاکستان، ترکیه، مصر، اردن او بحرین هغه هیوادونه دي چې مشرانو یا لوړ رتبه چارواکو یې په دغه تلفوني خبرو کې برخه اخیستلې.
په بلوجستان کې پر ریلګاډي د برید د قربانیانو شمیرله دیرشو اوښتی
د پاکستان په بلوچستان کې پریوه ریلګاډي د تیرې ورځې په برید کې د وژل شویو کسانو شمیرله دیرشو اوښتی.
پرون یکشنبې د دې ایالت په مرکز کویټه کې له چاودیدونکو موادو ډک موټر له یوه مسافروړونکي ریلګاډي سره ټکروکړچې د چاودنې په نتیجه کې یې د ریلګاډي د انجن په ګډون څو واګونونه له پټلۍ بې لاره او دوه واګونونه چپه شول.
چارواکو مخکې په دې پيښه کې چې مسولیت یې د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې ډلې، بلوچ لیبریشن آرمي اخیستی، د لږترلږه ۲۴ کسانو د وژل کیدو او شاوخوا اویاوو نورو د ټپي کیدو خبره کړې وه.
د دې ایالت دوو چارواکو، چې له رسنیو سره یې د معلوماتو د شریکولو صلاحیت نه درلود او د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، د دوشنبې په ورځ وویل چې د وژل شویو شمېر له ۳۰ څخه اوښتی دی.
دغه موټربم چاودنه پر هغه ریلګاډي شوې چې د پاکستان امنیتي ځواکونه او د هغوی د کورنۍ غړي یې لیږدول.
د پاکستان حکومت او پوځ تر اوسه په دې برید کې د وژل شویو کسانو رسمي شمېر نه دی خپور کړی. دا برید د هغو پرله پسې حملو وروستۍ بېلګه ده چې پر اورګاډو، امنیتي ځواکونو او بنسټیزو تاسیساتو ترسره شوي دي.
د تهران او واشنګټن ترمنځ احتمالي هوکړې سره، د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې ډیرې را ولویدې
وروسته له هغې چې په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو او د هرمزتنګي د احتمالي پرانستلو په اړه د تهران او واشنګټن ترمینځ د یوې احتمالي هوکړې په اړه راپورونه خپاره شول، د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې ډیرې را ولویدې.
د شمالي سمندرد برینټ او د ویسټ ټکزاس د انټرمیډییټ اومه تېلو بیې شاوخوا پنځه سلنه راولویدې او د برینټ د یوه بیرل بیه څه باندې ۹۸ ډالرو اود انټرمیډییټ څه باندې ۹۱ ډالرو ته ورسیده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ وویل چې امکان شته یوه هوکړه "نن دوشنبې" اعلان شي خو له دې مخکې ولسمشرټرمپ ویلي وو چې مذاکرات په "منظم او رغنده ډول" روان دي، خو ټینګار یې وکړ چې امریکایي مذاکره کوونکو ته سپارښتنه شوې چې "بېړه ونه کړي."
بقایي: تهران په ډیرو مسایلو کې له واشنګټن سره تفاهم ته رسیدلی خو هوکړه نژدې نده
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، تهران او واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو د یوې هوکړې په اړه په ډېرو مسایلو کې تفاهم ته رسېدلي دي، خو محتاطانه خبرداری یې ورکړچې موافقه نژدې نه ده.
د دې وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ په اوونیز خبري کنفرانس کې وویل: "دا سمه ده چې ووایو موږ د هغو ډېرو مسایلو په اړه پایلې ته رسېدلي یو چې تر بحث لاندې وو."
خو هغه زیاته کړه: "خو دا چې ووایو د هوکړې لاسلیک نژدې دی، هېڅوک دا ادعا نه شي کولای."
هغه پر واشنګټن تور ولګاوه چې خپل دریځونه بدلوي.
دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې خپلو مرکچیانو ته یې ویلي دي چې "بېړه مه کوئ."
په خیبرپښتونخوا ایالت کې په یوه ټرافیکي پیښه کې لږترلږه اولس کسان مړه شوې دي
په خیبرپښتونخوا ایالت کې د دوشنبې په ورځ په یوه ټرافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یومسافروړونکی بس له سوات ولسوالۍ څخه پېښور ته روان وو چې تخنیکي ستونزه یې پیدا کړه او د سړک پرغاړه ودرېد. د چارواکو په خبره سپرلۍ له بس څخه ښکته شوې او د هغه ترڅنګ ولاړې وې چې یو وان موټر چې کنټرول یې له لاسه ورکړی و، پر خلکو او ولاړ بس ورغی.
د ژغورنې د چارو یوه چارواکي بلال احمد فیضي فرانسپرس ته ویلي چې لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه او له ۱۰ څخه ډېر ټپیان دي او زیاته یې کړه چې د ټپیانو له ډلې درې کسان په نازک حالت کې دي. ویل شوي چې ډېری مسافر د اخترلپاره خپلو کورونو ته روان وو.
په پاکستان کې د ټرافیکي پېښو کچه لوړه ده، چې لاملونه یې د ټرافیکي قوانینو کمزوری پلي کېدل، چټک موټر چلول، د سړکونو د خوندیتوب کمزوري معیارونه او د چلونکو بې احتیاطي بلل کېږي.
روبیو "امکان شته چې د دوشنبې په ورځ له ایران سره یوه هوکړه وشي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، د دې امکان شته چې له ایران سره یوه هوکړه د دوشنبې په ورځ وشي.
روبیو دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ له نوي ډیلي څخه د کتنې په پای کې خبریالانو ته وکړې او زیاته یې کړه:" موږ فکر کاوه چې ښايي تېره شپه کوم خبر ولرو، ښايي نن یې ولرو، خو زه له دې زیات څه نشم ویلی."
تردې مخکې روبیو ویلي و چې ښایي یوه هوکړه د یکشنبې د ورځې ناوخته اعلان شي.
د روبیو په خبره متحده ایالات به له ایران سره یوه ښه هوکړه ترلاسه کړي یا به " له بلې لارې" له دې هیواد سره چلند وکړي. هغه زیاته کړه چې امریکا مخکې له دې چې پر" نورو انتخابونو" غوروکړي، ډیپلوماسۍ ته هرفرصت ورکوي چې بریالۍ شي.
دغه څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې د امریکا د ولسمشرډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو یوې هوکړې ته د رسیدو په اړه هیلې راکمې کړې. هغه د یکشنبې په ورځ وویل چې خپلو مذاکره کوونکو ته یې ویلي دي چې "بېړه مه کوئ."
طالبانو په بلوچستان کې په اورګاډي برید غندلی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي چې په عامه سفر کوونکو وروستۍ چاودنه چې له امله یې ګڼ ملکیان مړه او ټپیان شوي غندي او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي.
د بلوچستان په کوټه کې په یوه اورګاډي بمي چاودنې لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه او ۷۰ نور ټپیان کړل.
په دغه اورګاډي کې د پاکستان امنیتي ځواکونه او د هغوی د کورنۍ غړي ناست وو.
د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې ډلې په کویټه کې د خونړۍ بم چاودنې مسولیت ومانه.
د پاکستان صدراعظم نوازشریف دا بمي برید غندلی او بزدلانه یې بللی دی.
د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې ډلې په کویټه کې د خونړۍ بم چاودنې مسولیت ومانه
د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې ډلې په کویټه کې د خونړۍ بم چاودنې مسولیت ومانه.
چارواکو په چاودنه کې د لږترلږه ۲۴ کسانو د وژل کیدو او شاوخوا اویا نورو د ټپي کیدو خبره کړې ده.
د رویترز د راپور له مخې درې پوځې او ملکي چارواکو د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط وویل، دغه بم چاودنه نن یکشنبې په هغه ریلګاډي کې شوې چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو غړي پکې سپاره وو. د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې ډلې، بلوچ لیبریشن آرمي یا بي ایل اې په یوه بیان کې د دغه برید مسولیت منلی او هغه یې یوځانمرګی برید بللی دی.
د پاکستان د ریلګاډو وزارت په یوه بیان کې وویل، چاودنه په کویټه کې د هغه د مسافروړونکي ریلګاډي پټلۍ ته نژدې شوې چې د کویټې د کانټونمنټ له سیمې څخه یې مسافر لیږدول. دغه ریلګاډی وروسته د جعفرایکسپرس په نوم له اوږده واټن ریلګاډي سره نښلیده. په بیان کې دغه راز ویل شوي چې چاودنې د ریلګاډي انجن او درې واګونونه له پټلۍ اړولي او دوه واګونونه یې چپه کړي دي. یوه امنیتي چارواکي ویلي چې پرچاودیدونکو توکو ډک موټر د ریلګاډي له یوه واګن سره د هستوګنې په یوه سیمه کې ټکړ کړی و او زیاته یې کړې یې ده چې په وژل شویو کې د سیمې اوسیدونکي هم شامل دي.
پرکییف د روسیې پراخ بریدونه
پرکییف د روسیې په تازه بریدونو کې لږترلږه دوه کسان وژل شوې دي.
چارواکو دا ترټولو پراخ بریدونه بللي چې په خبره یې روسیې د سلګونو ډرونونو ترڅنګ له نویو هایپرسونیک توغندویو څخه پکې کاراخیستی دی. د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، په دغو بریدونو کې کې له ۴۴ ډیرکسان ټپیان شوې دي.
نن یکشنبې د اور وژنې کارکونکو هڅه کوله چې د پلازمېنې په ډېرو برخو کې په ودانیو کې لګیدلې اورونه مړه کړي او ژغورونکي هم د نړیدلو اپارتمانونو او ودانیو له کنډوالو څخه د ژوندي پاتې شویو کسانو په لټه کې وو. چارواکو ویلي چې ښایي د مړو شمیرزیات شي.
روبیو: له ایران سره یوه هوکړه ښایي د یکشنبې د ورځې ناوخته اعلان شي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، له ایران سره یوه هوکړه ښايي د یکشنبې د ورځې ناوخته اعلان شي چې په نتیجه کې به یې په منځني ختیځ جګړه پای ته ورسیږي. روبیو په نوي ډیلي کې خبریالانو ته وویل:
"زه فکر کوم ښايي په راتلونکو څو ساعتونو کې نړۍ یو ښه خبر ترلاسه کړي."
روبیو چې هند ته په خپل لومړي رسمي سفر تللی، وویل، په دغه کیدونکې هوکړه کې به د هرمز تنګي په اړه چې ایران ترډیره حده بند کړی، د امریکا اندیښنې هم لیرې شي.
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې ولسمشرټرمپ وویل چې پریوې هوکړې خبرې وروستي پړاو ته رسیدلي.