ډیفنس پوسټ:
چین طالبانو ته بلنه ورکړې ده چې په پېکنګ کې په بین الافغاني خبرو کې برخه واخلي.
ډیفنس پوسټ خپرونې په قطر کې د طالبانو د دفتر د ویاند سهیل شاهین د ټویټر پرونی پیغام په دې اړه را اخیستی دی چې پکې وایي، د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره په دوحه کې چینایي ډیپلوماتانو د دې غونډې په ارتباط خبرې کړي دي.
د طالبانو په وینا، دا غونډه به راتلونکې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې ترسره شي.
د طالبانو او امریکایي پلاوي د سولې خبرې وروسته له لسو میاشتو او نهه پړاوه د سپټمبر په میاشت کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ له یوه ټویټ وروسته ختمې شوې.
دیفنس پوسټ خپرونه لیکي چې دا ځل په پېکنګ کې د سولې غونډه د امریکا او طالبانو له پخوانیو غونډو بېله ده.
طالبانو پخوا دا خبره ردوله چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې مخته یوسي.
خپرونه د سهیل شاهین په وینا لیکي چې دا ځل هم هر افغان چې د پېکنګ په غونډه کې برخه اخلي، هغه به د ځان استازیتوب کوي.
ورته بین الافغاني غونډې پخوا په مسکو او دوحه کې شوې وې.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند پرون په خبرې غونډه کې وویل چې هېواد یې چمتو دی چې د افغان سولې لپاره داسې اسانتیاوې رامنځته کړي چې پکې د ټولو لوریو هیلو ته درناوی شوی وي.
د افغانستان د سولې د چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې د پېکنګ د غونډې په اړه د چین له حکومت سره خبرې روانې دي، خو بل لور ته ډیفنس پوسټ خپرونه له فرانس پرېس اژانس سره د سهیل شاهین خبرو ته اشاره کوي چې وایي، د پېکنګ د غونډې د برخه والو په لېست کې باید یوازې د ټیټې کچې حکومتي چارواکي شامل شي.
ډیلي ټیلګراف:
د لوېدیځ بلې چاپي خپرونې ډیلي ټیلګراف له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د احتمالي وتلو پر مسئلې لیکنه خپره کړې ده.
د دغې بریتانیایي ورځپاڼې په باور، د امریکا د متحده ایالتونو دفاع وزارت له افغانستانه د خپلو ځواکونو سمدستي وتلو ته چمتو دي چې که چېرته ولسمشر ډونالد ټرمپ د سمدستي وتلو امر ورته وکړي، لکه څرنګه چې یې له سوریې څخه یو دم د پوځیانو د وتلو امر کړی و.
په دې مطلب کې وړاندې راغلې دي چې ټرمپ د افغانستان د پوځي ماموریت په برخه کې هېڅ پټ څه نه لري او هدف یې لکه چې وایي، دا دی چې دغه پوځي ماتې پای ته ورسوي.
ډیلي ټیلګراف د یو شمېر امریکایي چارواکو په وینا لیکي چې ښایي د دغه هېواد د پوځیانو شمېر په افغانستان کې تر نهو زرو راکم شي.
ورځپاڼه څرګندوي چې د پوځیانو شمېر او د هغوی د وتلو مهالوېش د امریکا او طالبانو د سولې د خبرو اصلي ټکی دی.
ورځپاڼه بیا لیکي، که چېرته ولسمشر ټرمپ له افغانستانه د خپلو پوځیانو د وتلو یوه اړخیزه پرېکړه وکړي، د سولې په خبرو کې به د امریکا برلاسيتوب له خطر سره مخامخ کړي.