د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

د کابل چاپ ورځپاڼو د سولې پر بهیر او ولسمشریزو ټاکنو تبصرې کړي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې د خبرو او د ولسمشریزو انتخاتو اړوند د راپورته شویو ناندریو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې د خبرو او د ولسمشریزو انتخاتو اړوند د راپورته شویو ناندریو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې د خبرو او د ولسمشریزو انتخاتو اړوند د راپورته شویو ناندریو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي، د وروستیو راپورونو له مخې ویل کېږي چې د اکټوبر په وروستیو کې په چین کې د طالبانو په شمول بین الافغاني غونډه جوړېږي چې دې غونډې ته حکومت هم بلل شوی چې د سیاسي ډلو په ترکیب کې به یې غړي شریک وي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د بین الافغاني خبرو او د سولې د بهیر داسې مهال بیا پیلیدل ډېر د حیرانی وړ مسله ده، ځکه چې په افغانستان کې د حکومت قانوني موده پخوا ختمه شوې او د انتخاباتو څرنګوالي ته په پام، د نوي حکومت جوړېدل په لنډ وخت کې ناشوني ښکاري.

د سرمقالې لیکوال په باور، دلته له ورایه ښکاري چې د امریکا لېوالتیا د سولې په نوم پروسې ته زیاته ده، د خلیلزاد سفرونه بیا پیل شوي او د ورځپاڼې په خبره د اشرف غني حکومت خپلې پخوانۍ ببولالې تکراروي.

د سرمقالې لیکوال پوښتنه کړې چې ولې امریکا د سولې بهیر پیلولو لپاره د نوي حکومت رامنځ ته کېدو انتظار ونه کړ؟

ورځپاڼه زیاتوي، د دې پوښتنې یو ځواب دا دی چې په دې پروسه کې د پخوا په څير د افغانانو رول او اراده ورته د حساب وړ نه ده؛ اصلي لوری دوی ته طالبان دي چې توافق ورسره وکړي او هغه به په افغانستان کې عملي کوي.

هېواد:

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د قطر او مسکو یا چین په لوکسو هوټلونو کې سوله نه شي کېدای!

ورځپاڼه لیکي، افغانان هغه مهال دایمې سولې ته رسېدای شي چې دغه پروسه د افغانانو لخوا رهبري شي، ځکه افغانان د باعزته او تلپاتې سولې غوښتونکي دي او حکومت د خپلو خلکو غوښتنې ته ژمن دی.

د سرمقاله لیکوونکي په باور، که څوک سوله کوي، لومړی دې د سولې لپاره د ژمنتیا ښودلو لپاره اوربند وکړي، بیا دې راشي له خپل ځپل شوي او ځوریدلي افغان سره سوله وکړي، که نه له دې پرته د قطر او مسکو یا چین په لوکسو هوټلونو کې له افغانانو سره پټه سوله نه شي کېدای.

سرخط:

او سرخط ورځپاڼې بیا په انتخاباتو کمېسیون کې د ډیټا سنټر مهرولاک پر ماتېدو اندېښنه ښودلې ده.

ورځپاڼه لیکي، د انتخاباتو کمېسیون د ډیټا سنټر د دهلیز د قفل ماتېدو یو نوی کړیکچ رامنځته کړی او د انتخاباتو شفافیت په تړاو اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.

د سرمقالې لېکوال زیاتوي، کله چې د انتخاباتو کمېسیون د ډیټا سنټر د دهلیز د قفل ماتېدو خبر تائیدوي او وايي چې دغه مهرولاک د ځانګړو پولیسو له لوري نه بلکې د دالانشا د یو غړي له لوري مات شوی. نو د دې انتخاباتو پر بې پریتوب څه ډول باور وشي.

د سرمقالې د لېکوال په باور، بله مسئله چې د کمېسیون په بې پریتوب شکونه زیاتوي هغه د کمیسیون د غړیو ترمنځ د نظر اختلافات دي چې په ډېرو مسایلو کې یوه خوله نه دي.

د سرمقالې لیکوال په پای کې لیکي، که چېري دا لړۍ همداسې روانه وي، د دې احتمال ډېر دی چې انتخابات کړکېچ ته لاړ شي چې بیا به یې کنټرول ناممکن وي.

XS
SM
MD
LG