د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

فارن افیرز: له افغانستانه به بهرنی ځواکونه څنګه وځي؟


فارن افیرز په یوه مقاله کې لومړۍ پوښتنه کړې چې له افغانستانه به بهرنی ځواکونه څنګه وځي؟
فارن افیرز په یوه مقاله کې لومړۍ پوښتنه کړې چې له افغانستانه به بهرنی ځواکونه څنګه وځي؟

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور او د دوی د وتلو مسئلې د نړیوالو مطبوعاتو پام ور اړولی دی.

فارن افیرز:

فارن افیرز په یوه مقاله کې لومړۍ پوښتنه کړې چې له افغانستانه به بهرنی ځواکونه څنګه وځي؟

دغه خپرونه لیکي چې په امریکا کې وروستي دوه کاله جمعي نظر دا دی چې بهرني پوځیان باید له افغانستانه پریږدي.

د مطلب په دوام کې راغلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته ډیموکراټ کاندیدانو او نورو سیاستوالو ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور ته نوره اړتیا نشته.

فارن افیرز د افغانستان د ماموریت د ملاتړو په حواله لیکلي چې د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل به یو ناورین رامنځته کړي او د تروریستي ډلو د رامنځته کېدو لپاره به لارې پرانیزي.

د مطلب لیکوال زیاتوي چې د امریکايي ځواکونو وتل به د طالبانو د لا زیات نفوذ زمینه برابره کړي، هغه څه چې په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کال کې ولیدل شول او د امریکا د هوايي بمباریو په کمېدو سره طالبانو د کندز او هلمند په شمول په ځینو ولایتونو کې پرمختګونه وکړل.

د خپرونې په لیکنه واشنګټن کولای شي د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل ته دوام ورکړي، خو ښايي د امریکا کانګرس له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته له دغه مالي تمویل سره مخالفت وښيي او د بندېدو غوښتنه یې وکړي.

د مقالې په پای کې راغلي چې که متحده ایالتونه سولې ته له رسېدو پرته افغانستان پریږدي، د دغه هېواد خلک به ډېر زیانمن شي او د امریکا د وتلو په لومړي کال ښايي د طالبانو تاوتریخوالی په بې سارې کچه زیات شي.

وال سټریټ ژورنال:

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې هم له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو باندې مقاله لیکلې ده.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر دوشنبه په ورځ (اکټوبر ۲۱مه) ویلي چې دوه زره امریکايي پوځیان له افغانستانه ایستل شوي دي.

وال سټریټ ژورنال لیکي، د افغانستان حکومتي مشران او امریکایي چارواکي اندېښمن دي چې په بهرنیو مسایلو کې د امریکا متحده ایالتونو له ښکېلتیا د ډونالډ ټرمپ بیزاري، ښايي د دې لامل شي چې هغه په یو وار خپل ټول پوځیان له افغانستانه وباسي؛ هغه هم دغسې وخت کې چې د امریکا انتخابات په نږدې کېدو دي.

د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې په دې مقاله کې د افغانستان پر ولسمشرۍ ټاکنو هم تمرکز کړی او لیکلي یې دي چې په انتخاباتو کې د خلکو له کم ګډون سره سره هم اشرف غني او عبدالله عبدالله هر یو د بریا ادعا کوي.

د وال سټريټ ژورنال په لیکنه، له دې کاندیدانو که یو هم له پنځوسو فیصدو زیاتې رایې خپلې نه کړي، انتخابات به دویم دور ته ولاړ شي چې ښايي تر راتلونکي پسرلي وځنډیږي او په نتیجه کې به بیا هم سیاسي بې برخلیکي دوام پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG