د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

خبرونه

پامپیو: امریکا د هسکې مېنې پېښه په کلکه غندي

AFGHANISTAN -- A volunteer carries an injured youth to hospital, following a bomb blast in Haska Mina district of Nangarhar Province, October 18, 2019
AFGHANISTAN -- A volunteer carries an injured youth to hospital, following a bomb blast in Haska Mina district of Nangarhar Province, October 18, 2019

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، امریکا په افغانستان کې له تروریزم سره د مبارزې او په دې هیواد کې له سولې او ثبات سره د مرستې لپاره پر ژمنې ولاړه ده.

پامپیو په یوه بیان کې وویل، د افغانستان په ننګرهار کې پر یوه جومات پر لمونځ کوونکو حمله د هغو کسانو بې رحمي ښيي چې د انسان ژوند ورته اهمیت نه لري او د بې ګناه انسانانو پر ضد تاوتریخوالي ته دوام ورکوي.

ده همداراز ویلي، د امریکا متحد ایالتونه د ملکي وګړو قصدي وژنې په کلکه غندي او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي.

پامپیو زیاته کړې، امریکا له افغانانو سره، چې د سولې او له هر ډول تاوتریخوالي د پاکې راتلونکې غوښتونکي دي، ولاړه ده.

د اسلامي همکارۍ سازمان په ګډون د نړۍ ګڼ شمېر موسسو او هیوادونو د ننګرهار د هسکې مېنې خونړۍ پېښه غندلې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالب چارواکي: د پاکستان له زندانونو ۱۵ افغان بندیان خوشې شول

د پاکستان یو زندان - ارشیف
د پاکستان یو زندان - ارشیف

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د ۱۵ تنه افغان بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکوي.

دې وزارت نن پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې دا بندیان تېره پنجشنبې هېواد ته راستانه شول.

د دې وزارت له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دا کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله په پاکستان کې بندیان وو.

فرانسه ویتنام کې د هغې جګړې یاد غونډې ته بلل شوې چې د استعماري ځواک د پای ته رسېدو سبب یې شو

د فرانسې مشهور نښان( ایفل برج)
د فرانسې مشهور نښان( ایفل برج)

فرانسه د لومړي ځل لپاره په ویتنام کې د هغې جګړې یاد غونډې ته بلل شوې چې په نتیجه کې یې په هندو چین سیمه کې د فرانسې استعماري ځواک پای ته ورسېد.

پاریس پرون خبر ورکړ چې دفاع وزیر سیباستیان لیسورنو به راروانه اوونۍ د دین بین پو Dien Bien Phu د جګړې د اویایمې کلیزې په یاد غونډه کې د فرانسې استازیتوب وکړي.

د فرانسې دفاع وزارت ویلي دا چې ویتنام د لومړي ځل لپاره فرانسه دې مراسمو ته بولي ښيي چې دا هېواد غواړي د راتلونکي لپاره له فرانسې سره ښه اړیکي وپالي.

دین بین پو په ۱۹۵۴م کال کې د ویتنام په شمال کې د ویتنام د کمونیست پوځ پرضد د هغې مشهورې جګړې ډګر و چې په هندوچین کې یې د فرانسې استعماري واکمني پای ته ورسوله.

حماس ډلې قاهرې ته د خپل یوه پلاوي د سفر خبر تایید کړ

اسماعیل مشعل - د حماس ډلې مشر
اسماعیل مشعل - د حماس ډلې مشر

حماس ډله وايي چې پلاوی یې نن قاهرې ته ځي څو په غزه کې د اوربند په اړه خبرې بیا پیل کړي.

له بلې خوا ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که اسراییل هسې چې ګواښ یې کړی دی پر رفح ښار پوځي عملیات وکړي نو د وینو ویالې به وبهېږي.

بهرني منځګړي منتظر دي چې حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني، د اسراییلي برمته وو د خوشې کېدو په بدل کې د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو او په غزه کې د ۴۰ ورځني اوربند لپاره د اسراییلو طرحې ته څه ځواب وايي.

د دواړو خواوو ترمنځ خبرې چې له څو میاشتو راهیسې پیل شوي په غزه کې د دایمي اوربند لپاره د حماس د غوښتنې او د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د هغې ژمنې له کبله بې نتیجې پاتې دي چې وايي، له رفح کې څخه به د حماس ډلې جرړې وباسي.

ټایمز اف انډیا: هندي پولیسو افغان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلو ګرامه سره زر نیولي

له ارشیفه د سرو زرو د یوه دوکان تصویر
له ارشیفه د سرو زرو د یوه دوکان تصویر

"د ټایمز اف انډیا" ورځپاڼې د هند د استخباراتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په دې هېواد کې یې د افغانستان جنرال قونسلې ذکیې وردګ سره ۲۵ کیلوګرامه سره زر نیولي دي.

دې ورځپاڼې نن لیکلي، په دې اندازه سره زر هغه مهال له نوموړې سره ونیول شول چې له دوبۍ هندوستان ته ستنېده.

ورځپانې د دې اندازې سرو زرو بیه ۱۸،۷ کروړه هندي کالدارې ښودلې او زیاتوي، پولیسو د ذکیې وردګ پر ضد د سرو زرو د قاچاق قضیه ثبت کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، پېښه د اپریل په ۲۵مه شوې؛ خو نوموړې تر اوسه ځکه نه‌ده نیول شوې چې ډیپلوماټیک مصوونیت لري.

د ټایمز اف انډیا د هند استخباراتي چارواکو ته د سپیناوي په اړه د ذکیې وردګ د بیان یوه برخه هم را اخیستې چې ویلي یې دي، په دې اړه حیرانه شوې او د پېښې د لا څېړنې غوښتنه یې کړې.

لا تر اوسه ذکیې وردګ او په هندوستان کې د افغانستان سفارت په دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

د افغانستان د اتلانو د فوټبال لیګ دوه سیالۍ پرون وشوې

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د فوټبال د اتلانو د لیګ د لوبو په لړۍ کې پرون جمعه دوه لوبې وشوې.

د عینو مېنې لوبډلې سیالې عدالت لوبډلې ته ۲- ۱ او د فاریاب خراسان لوبډلې هم واحد اف سي ته ۲-۱ ماتې ورکړه.

د دې لیګ د لوبو څلورمه اونۍ پیل شوې ده.

د اټک انرژۍ لوبډلې د دولسو امتیازونو په خپلولو سره د دې لوبو د جدول په سر کې ځای نیولی دی.

پاکستان یو تورن سخت دریځی ناروې ته سپارلی

د پاکستان بیرغ
د پاکستان بیرغ

پاکستان د ناروې په پلازمېنه کې په ډزو تورن، یو مشکوک سختدریځی د ناروې دولت ته سپارلی دی.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې ۴۶ کلن عرفان بتي چې په ناروې کې اوسېده او د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې په ناروې کې د ډزو د پېښې د پلان په تنظیمولو تورن دی له دې پېښې مخکې له ناروې څخه پاکستان ته تللی و.

بتي په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي او مخکې یې هم ناروې ته د ده د سپارلو له پرېکړې سره مخالفت ښودلی و.

په اوسلو کې د ډزو د قضیې اصلي تورن ایرانی وګړی ۴۴ کلن زنیار متاپور دی چې د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې یې د دوو بارونو مخې ته ډزې وکړې. په دې پېښه کې دوه کسان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

متاپور خپل جرم نه دی منلی.

که څه هم ناروې او پاکستان د تورنو د استرداد موافقه نه ده کړې، خو بیاهم د بتي د سپارلو په مسئله کې اسلام آباد د اوسلو غوښتنه ومنله.

د اوکراین ولسمشر خپلو خلکو ته؛ د روسیې پر وړاندې یو موټي اوسئ

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون پر خپل هېواد د روسیې د یرغل د ۸۰۰ اته سومې ورځې په مناسبت وویل چې ټول اوکراینیان او د اوکراین متحدان باید تر وسې وسې د کریملین د پلانونو د مخنیوي لپاره هڅه وکړي.

ولسمشر زیلینسکي د اوکراین سرحدي ځواکونو ته په وینا کې وویل چې اوکراین له یوه سخت پړاو څخه د تېرېدو په حال کې دی، خو د ده په وینا تردې هم یوبل سخت پړاو پاتې دی چې هغه په مناسبو شرایطو د جګړې پای ته رسول دي.

هغه زیاته کړه چې نن ورځ د اوکراین خلک او متحدان یې باید د روسیې د پلانونو د شنډولو لپاره تر وسې وسې هڅه وکړي.

ښاغلي زیلینسکي دا څرګندونې بېګا داسې مهال وکړې چې د اوکراین په دونېڅک سیمه کې د روسیې په توغندويي حملو کې لږترلږه درې کسان ووژل شول.

روسې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ چې دا اشغال لاهم روان دی.

د حماس یو پلاوی نن غزه کې د اوربند د خبرو لپاره قاهرې ته ځي

د حماس جنګیالي
د حماس جنګیالي

د حماس ډلې یو جګپوړي چارواکي رویټرز خبري آژانس ته د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د دې ډلې یو پلاوی به نن د مې په ۴مه د مصر پلازمېنې قاهرې ته ولاړ شي.

حماس ډلې چې امریکا او اروپايي ټولنې یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني، دا خبره په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو او د اسراییلي برمته وو د خوشې کولو لپاره د اسراییلو طرحې ته د لیکلي ځواب په بڼه کړې ده.

د مصر د یوې امنیتي سرچینې او د قاهرې په هوايي ډګر کې د چارواکو له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، پرون د مې په دریمه نېټه قاهرې ته د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې د مشر ویلیم برنز له رسېدو وروسته د حماس دې چارواکي دا څرګندونې وکړې.

برنز د غزې د جګړې په اړه د بحث لپاره مصر ته رسېدلی دی.

ازبکستان: افغانستان او پاکستان ته د د اوسپنې پټلۍ پروژه په ۲۰۲۷ کې بشپړیږي

د افغانستان - منځنۍ اسیا د اوسپنې پټلۍ پروژه
د افغانستان - منځنۍ اسیا د اوسپنې پټلۍ پروژه

ازبکستان وايي، د اوسپنې پټلۍ هغه پروژه چې منځنۍ آسیا د افغانستان له لارې له پاکستان سره نښلوي، د ۲۰۲۷ کال په وروستیو کې پای ته رسېږي.

ټرینډ نیوز خبري آژانس چې د منځنۍ آسیا د روانو چارو خبرونه خپروي پرون د غويي ۱۴مه خبر ورکړ چې د ازبکستان د ترانسپورت وزارت مرستیال جسوربېګ چوريیف د تاشکند د پانګونو په دریمه نړیواله ناسته کې چې پرون یې دوهمه او وروستۍ ورځ وه، په دې اړه څرګندونې وکړې.

د خبر له مخې، ښاغلي چورییف دا پروژه د ازبکستان لپاره د هند تر سمندر پورې مهمه ترانزیتي لاره وبلله او ویې ویل چې د اورګاډي د دې پټلۍ په بشپړېدو سره به ازبکستان ته د تجارتي مالونو په وړو- راوړو کې له ۳ تر ۵ ورځو پورې د وخت سپما وشي.

د طالبانو حکومت تراوسه د دې پروژې په اړه تازه څه نه دي ویلي، خو د روانې غويي میاشتې په پیل کې د طالبانو چارواکو د افغانستان له لارې له منځنۍ آسیا څخه پاکستان ته اورګاډي د پروژې د رغونې په اړه د قزاقستان او قرغزستان له جګپوړو چارواکو سره په کابل کې خبرې وکړې.

بدخشان کې د طالبانو لخوا د یوه ولسي وګړي د وژل کېدو پر ضد لاریون شوی

د افغانستان په نقشه کې بدخشان ولایت
د افغانستان په نقشه کې بدخشان ولایت

د راپورونو له مخې، د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکو پرون د طالبانو له خوا د یوه ملکي وګړي د وژل کېدو په غبرګون کې اعتراض وکړ.

د طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون پرون د سیمه ایزو سرچینو له قوله راپور ورکړ چې دا کس وروسته له هغه ووژل شو چې د سیمې اوسېدونکي له هغو طالبانو سره چې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو لپاره درایم ولسوالۍ ته ورغلي وو، ونښتل.

د وژل شوي کس هویت او د مړینې څرنګوالی یې تراوسه نه دي معلوم او په بدخشان کې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو هم تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

ځینو رسنیو هغه ویډیوګانې خپرې کړې دي چې ویل شوي د طالبانو پر وړاندې د درایم ولسوالۍ د خلکو د اعتراضونو له جریانه اخیستل شوې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG