د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

ملي ارمان: د ولسي جرګې د غړو شرموونکې ناسته!


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د ولسي جرګې د یو شمېر غړو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د وروستۍ شخړې او د میزان د شپږمې نېټې د ولسمشریزو انتخاباتو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې د ولسي جرګې د یو شمېر وکیلانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د پلچرخي په سیمه کې د لانجې په تړاو تبصره کړې ده.

په سرمقاله کې راغلي، د دوو ارګانونو ترمنځ ټکر اندېښنې لا زیاتې کړي او په داسې شرایطو کې چې حکومت یو ډول د تعلیق په حالت کې دی، دا ډېرې بدې پایلې درلودی شي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، که څه د وکیلانو په باب د درغلیو او له بهرنیو سره د قراردادونو او د امنیتي ځواکونو په اړه د بې ګناه ملکي وژنو په تړاو په ولس کې ډېرې اندېښنې شته، خو که دغه خپلمنځي جنجالونه هم ور زیات شي، ولس به له داوړو لوریو بشپړ ناهیلی شي.

هشت صبح:

د هشت صبح ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی ، د قانون جوړوونکو زورواکي!

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، پارلمان پرېکړه کړې چې د کورنیو چارو وزیر عمومي جلسې ته استجواب کړي او ظاهراً د دې پرېکړې لامل دا دی چې پولیسو د ملي شورا د غړو یو شمېر موټرې درولي او ترې یې د اسنادو پوښتنه کړې ده.

په سرمقالي کې راغلي، د ولسي جرګې د غړو قانون ماتوونکې کړنې په هېڅ ډول د توجه وړ نه دي او په وینا یې چې پولیس باید د عامو وګړو په څېر د پارلمان د وکیلانو موټر هم وپلټي، دا ځکه چې هېڅ څوک له قانونه پورته نه دی.

ملي ارمان:

ملي ارمان بیا خپله سرمقاله په دې کرښه پیل کړې، د ولسي جرګې د غړو شرموونکې ناسته!

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د پارلمان د غړو او لوړ پوړو دولتي چارواکو له لوري د قانون ماتونې قضیې په کراتو تکرار شوي دي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، د افغان امنیتي ځواکونو دغه اقدام د خلکو له هرکلي سره مخ شوی او باید قانون په ټولو یو ډول پلی شي.

ماندګار:

ماندګار ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقالې کې د میزان د ۶مې د ولسمشریزو انتخاباتو په تړاو لیکنه کړې ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د نوماندانو شورا د میزان په شپږمه د رأی ورکووونکو شمېر له یو میلیون ښکته ښودلی، خو اوس داسې راپورنه خپاره شوي چې پرته له بایومټریک رأیې هم سېستم ته داخلې شوي دي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، دا ځل د فزیکي تقلب پرځای په سایبري تقلب لاس پورې کېږی چې دا به هېڅ لوري ته د منلو نه وي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې بیا د رأی شمېرنې په پروسیې تصبره کړې ده.

په سرمقاله کې راغلي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د مرکزي سرور هک کېدو ګڼې اندېښنې راپارولي دي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، افغانان بیا ځلې د ۲۰۱۴ کال د سناریو د تکرار حوصله نه لري او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دې د ټولو خواوو د نظرونو په پام کې نیولو سره په پوره شفافیت کار وکړي.

XS
SM
MD
LG