خبرونه
متیس له سوریې د امریکايي ځواکونو د ایستلو په وړاندې خبرداری ورکړ
د امریکا مخکینی دفاع وزیر جیمز متیس، چې له ولسمشر ټرمپ سره د اختلاف له کبله یې استعفا ورکړه، خبرداری ورکوي چې که ولسمشر ټرمپ د سوریې له شمال ختیځ څخه د امریکايي پوځیانو د ایستلو پرېکړه وکړي، اسلامي دولت یا داعش سختدریځه ډله به بیا فعاله شي.
متیس این بي سي نیوز تلویزیون ته وویل، باید پر اسلامي دولت سختدریځې ډلې فشار جاري وساتل شي څو بېرته سر راپورته نه کړي.
د ښاغلي متیس بشپړه مرکه به نن خپره شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د کوټې او چمن د لویې لارې بندېدل؛ په درېیمه ورځ هم د اعتراضونو لړۍ روانه ده
د بلوچستان ایالت په چمن کې نن په درېیمه ورځ هم د اعتراضونو لړۍ روانه ده.
دې معترضانو له درېیو ورځو راهیسې د کوټې او چمن ترمنځ لوی سړک بند کړی دی.
دوی خبرداری ورکړی چې ترڅو یې غوښتنې ونه منل شي د کوټې چمن لویه لاره به خلاصه نه کړي.
په چمن کې روان پرلت د ۲۰۲۳م کال له اکټوبر میاشتې راهیسې پیل شوی او ګډونوال یې غوښتنه لري چې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره باید د ویزې او پاسپورت د لرلو شرط لیرې شي، خو د پاکستان حکومت یې نه مني.
دا پرلت تېره اوونۍ وروسته له هغه په تشدد واوښت چې د ګډونوالو په وینا ملېشه ځواکونو د دوی پر کمپ برید وکړ، یو تن یې په ډزو وواژه او له لسو زیات نور یې ټپيان کړل.
پرلتوالو لومړی دا مړی د احتجاج لپاره د مرستیال کمېشنر د دفتر مخې ته ایښې وو، خو پرون یې بیا خاورو ته وسپاره.
ملېشه ځواک وايي چې پر پرلتوالو یې ډزې نه دي کړي.
مکرون او دیرلاین: د چین ولسمشر دې د اوکراین جګړه کې پر روسیې له خپل نفوذه کار واخلي
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون او د اروپایي کمېسیون مشرې اورسلا فون دیرلاین د چین له ولسمشر شي جین پینګ څخه وغوښتل چې د اوکراین په جګړه کې پر روسیې له خپل نفوذه کار واخلي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې له تېرو پنځو کلونو راهیسې دا لومړی ځل دی چې د چین ولسمشر د اروپا په سفر وتلی او نوموړی پرون پاریس ته رسېدلی دی.
د ارروپایي کمېسیون مشرې میرمن فون دیرلاین ویلي، له چین سره د اروپا اړیکې خورا پیچلې، خو مهمې دي.
د چین ولسمشر داسې مهال د اروپا سفر پیل کړی چې د اروپایي ټولنې او چین ترمنځ پر یو شمېر سوداګریو موضوعاتو لانجې روانې دي.
یو شمېر چینایي رسنیو لیکلي، چین غواړي له اروپايي ټولنې سره اړيکې او همغږي پياوړې، همکارۍ پراخه او شته ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.
چارواکي: د اوکرایني زندانیانو په شکنجې تورن یو روسی چارواکی لهمنځه وړل شوی
د اوکراین د دفاع وزارت د استخباراتو عمومي ریاست ویلي، د مسکو تر ولکې لاندې بردیانسک سیمه کې د روسیې هغه چارواکی " له منځه وړل شوی" چې د اوکرایني زندانیانو په شکنجې تورن و.
د اوکراین دفاع وزارت که څه هم په مستقیم ډول د دغې وژنې مسوولیت نه دی اخیستی، خو ویلې يې دي چې یفګیني انانیفسکي په هغې چاودنه کې وژل شوی چې پرون یکشنبه یې پر موټر شوې ده.
بل لور ته د روسیې د څېړنو کمېټې په یوه بیان کې ویلي چې بردیانسک سیمه کې یې یو محلي چارواکی د موټر په چاودنه کې وژل شوی، خو دوی د دغه کس نوم نه دی یاد کړی.
د پېښې د څرنګوالي نور جزییات لا نه دي خپاره شوي.
په غور کې زورورو سېلابونو څه باندې زر کورنۍ بېځایه کړي
په غور ولایت کې زورورو سېلابونو څه باندې زر کورنۍ بېځایه کړي او دا مهال په تش میدان پاتې دي.
د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزارت نن پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې دغه سیلابونه وړمه ورځ په مرغاب ولسوالۍ کې راوتلي چې دغې ولسوالۍ ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.
که څه هم د غور په سېلابونو کې د سر د زیان راپور لا نه دی ورکړل شوی، خو د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وایي، پېښه او زیانونه یې لا بشپړ نه دي څېړل شوي.
په افغانستان کې د وروستیو څو اوونیو سېلابونو له کبله له سلو ډېر کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د بشري حقونو شورا د افغانستان بشري وضعیت کړکېچن وباله
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام استازی وایي، دغې شورا د افغانستان د بشري حقونو ملي راپور تصویب کړ.
دغه راپور د تېرې دوشنبې په ورځ په دغې شورا کې د افغانستان د استازي نصیر احمد اندېشه له خوا وړاندې شو او په کې د افغانستان بشري وضعیت کړکیچن وبلل شو.
اندېشه نن ازادي راډیو ته وویل چې پر راپور سربېره دغې غونډه کې د ۷۰ هېوادونو لهخوا د افغانستان د بشري وضعیت په اړه ۲۴۳ سپارښتنې مطرح شوې چې دا د ده په ټکو د وضعیت د ناوړه کېدو څرګندونه کوي.
د طالبانو حکومت د بشري حقونو شورا پر تازه اندېښنو او راپور تبصره نه ده کړې، خو وړاندې تر دې یې ورته راپورونه رد کړي دي.
طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته پر ښځو او نجونو د کار او تعلیم په ګډون یو شمېر نور بندیزونه لګولي چې نړیوال یې اندېښمن کړي دي.
په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د خبریالانو پر نیولو اندېښنه وښودل شوه
په تبعید کې د افغان خبریالانو فدراسیون یوځل بیا په افغانستان کې د دوی په ټکو د طالبانو د استخباراتو لهخوا د خبریالانو پر نیولو اندېښنه ښودلې ده.
دغه فدراسیون پرون ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو وړمه ورځ په پروان کې د ملي تلوېزیون خبریال ندا محمد نوري نیولی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو چارواکي د دغه خبریال نیول نه تاییدوي او د خبرپاڼې په ټکو همکاران یې هم له ویرې پټه خوله دي.
دغه فدراسیون ویلي چې د طالبانو حکومت په دې کار سره غواړي چې د بیان ازادي محدوده کړي.
په پروان کې د ملي تلوېزیون د خبریال ترڅنګ دغه فدراسیون د یو شمېر نورو خبریالانو یادونه هم کړې چې په دې وروستیو کې طالبانو نیولي او توقیف کړي یې دي.
په غزه کې د اوربند د احتمالي ټینګښت پر سر خبرې بیا پیلېږي
ټاکل شوې د حماس له منګولو، د یرغمل شویو د خلاصون په بدل کې، په غزه کې د اوربند د احتمالي ټینګښت پر سر نن دوشنبه خبرې بیا پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ په غزه کې د اووه میاشتنۍ جګړې د ختمېدو لپاره اختلافات زیات شوي دي.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.
یوې باخبره سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې ټاکل شوې نن په قطر کې دغه مذاکرې دوام ومومي، هغه ځای چې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې یا (CIA) مشر ویلییم برنز او د قطر صدراعظم محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آلثاني د منځګړیتوب پر هڅو خبرې کوي.
د پنجشېر د زمردو په یوه کان کې چاودنه؛ څلور کارګران ټپیان شوي
د پنجشېر ولایت د زمردو په یوه کان کې د ګازو بالون د چاودنې له کبله د څلورو کارګرو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د پنجشېر لپاره د طالبانو چارواکو پرون ویلي چې دغه پېښه د یکشنبې ماښام د حصه اول ولسوالۍ په سفېدچهر ساحه کې شوې ده.
د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي ویاند سیفالدین لټون ویلي، کارګر د زمردو په کان کې په کار بوخت وو چې چاودنه وشوه.
پنجشېر له هغو غرنیو ولایتونو دی چې په څه باندې ۸زره کسان په کې په شاوخوا ۱۲۰۰ کانونو کې په کار بوخت دي.
د خوندیتوب د اصولو نه رعایت او په غیرمعیاري ډول د کانونو کیندل، د دغسې پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.
د افغانستان د اتلانو لیګ؛ نن پهکې دوه سیالۍ ترسره کېږي
د افغانستان د اتلانو لیګ د فوټبال د درېیم فصل د سیالیو په لړ کې نن ماسپښین جوانان واحدي او اټک انرژي دغه راز خدیم ایفسي او عینو مېنه په خپلو کې د فوټبال سیالي لري.
په پرونیو سیالیو کې د عدالت لوبډلې درې د صفر په وړاندې د موج ساحل لوبډلې ته ماتې ورکړه او ابومسلم ۹ د یو په وړاندې د میوند لوبډلې په وړاندې بریا خپله کړه.
د افغانستان د اتلانو لیګ د فوټبال سیالیو درېیم فصل چې ۱۲ لوبډلې په کې برخه لري، د افغانستان د فوټبال فدراسیون په سټډیوم کې په روانه غويي یا ثور میاشت کې پیل شو.
حماس د کرم شالون پر سرحدي دروازې د حملې مسوولیت ومانه
د فلسطینیانو د افراطي ډلې حماس پوځي څانګې پرون د کرم شالون پر سرحدي دروازې د حملې مسوولیت ومانه.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.
اسراییل وايي، په دې حمله کې یې درې سرتېري وژل شوي دي.
د اسراییل د پوځ په وینا لس توغندي د غزې په جنوب کې له رفح د دې سرحدي دروازې پر لوري توغول شوي دي.
د اسراییل په وینا، دغه سرحدي دروازه د مرستو د هغو لاریو پرمخ چې کلابندې شوې غزې ته روانې وې، وتړل شوه.
نورې سرحدي دروازې لا خلاصې دي.
د حماس ډلې پوځي څانګه وايي، سرحدي دروازې ته څېرمه یې د اسراییل د پوځ پر یوه پوځي اډه توغندي ویشتلي، خو دا یې نه دي تایید کړي چې دا توغندي له کومه ځایه توغول شوي دي.
د حماس رسنیو د هغې سرچینې په وینا چې له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري راپور ورکړی چې ویلي یې دي، د حملې هدف دغه تجارتي دروازه نه وه.