خبرونه
ټرمپ د خپل شخصي وکیل دفاع وکړه
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ پرون شنبه پر ټوېټر د خپل شخصي وکیل، رودولف جیلیاني دفاع وکړه.
تر دې مخکې په راپورونو کې ویل شوي ول چې رودولف جیلیاني په اوکراین کې د خپلو هغو کارونو په اړه، چې ویلي يې دي د ولسمشر ټرمپ په استازیتوب یې کړي، تر فدرالي تحقیقاتو لاندې دی.
نیویارک ټایمز په یوه راپور کې ویلي چې په نیویارک کې فدرال څېړونکي په دې اړه تحقیق کوي چې جیلیاني له اوکراین سره په معاملو کې د لابي کولو قوانین ترپښو لاندي کړي دي که یه.
د راپورونو پر اساس، په دې کې د امریکا د پخواني مرستیال ولسمشر، جوبایدن په اړه د داسې معلوماتو د راغونډولو هڅې هم شاملېږي چې بایدن ته تاوان رسولائ او له اوکراینه د امریکا د سفیر د ایستلو لاره برابرولائ شي.
جوبایدن ښايي په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې له ډیموکرات ګونده د ولسمشر ټرمپ په وړاندې ودرېږي.
خو ولسمشر ترمپ پرون پر ټوېټر ولیکل: اوس هغوی په یوه داسې چا پسې شوي چې له جرمونو سره یې افسانوي مبارزه کړې او د نیویارک په تاریخ کې تر ټولو فوق العاده ښاروال پاتې شوی، رودي جیلیاني.
ټرمپ لیکلي چې جیلیاني یو فوق العاعده ښه انسان او وکیل دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبانو پاکستان د داعش او طالب ضد وسلهوالو ډلو په ملاتړ تورن کړ
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ادعا کوي چې داعش په پاکستان کې روزنیز کمپونه لري او د طالبانو پر ضد وسلهوالې ډلې هڅوي چې په افغانستان کې جګړه وکړي.
هغه دا کار د سیمې د ناامنه کولو یوه هڅه بللې ده.
مجاهد له طلوعنیوز سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې پاکستان باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونهکړي او د ګاونډیو هېوادونو د تورنولو پر ځای دې د خپلو ستونزو د حل لپاره کار وکړي او له ګاونډیو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو د پراختیا هڅه وکړي.
مجاهد زیاتوي چې دوی هېچاته اجازه نهورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل کوم هېواد پر ضد کار واخلي.
په عین حال کې، پاکستان تور لګوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د اسلاماباد مخالفو وسلهوالو ډلو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) ته په افغانستان کې پناه ورکړې ده.
تهران د مذاکراتو پر ځای د جګړې تیاری نیولی؛ د ایران د تحرکاتو په اړه تازه راپور
راپورونه وايي ایران په تېرو دوو میاشتو کې واشنګټن سره د خبرو د تعقیب پر ځای، خپلې ټولې هڅې له امریکا او اسرائیلو سره د یوې پراخې جګړې لپاره پر چمتووالي متمرکزې کړې دي.
امریکایي «والسټریټ ژورنال» ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) د عربي او ایراني چارواکو له قوله چې نهیې غوښتل نومونهیې څرګند شي، راپور ورکړ چې د ایران «تندلاري مشران» په تهران کې سره راټول شوي او یو نوی پلانیې تر غور لاندې نیولی دی.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د ایراني څانګې، راډیو فردا د وال سټريټ ژورنال د راپور پر اساس، تندلاري ایراني مشران د اسلاماباد تفاهملیک پر نړیوالو د اقتصادي فشار د کمولو او د یوه لوی برید لپاره د وخت ترلاسه کولو په مخه د امریکا او اسرائیلو یوه هڅه ګڼي او د همدې لپاره دوی په تېرو دو میاشتو کې د خبرو په ځای د یوې جګړې لپاره په چمتووالي بوخت و.
ورځپاڼه لیکي چې د سپاه پاسداران ځواکونو واک پراخول، تجربه کار پوځي منصبداران په لویو دندو ګمارل او د استخباراتي ضد عملیاتو او د بېپیلوټه الوتکو د جوړولو پراختیا په دغو هڅو کې شامل دي.
د ۲۰۲۶ کال اسیایي سیالیو لپاره د افغان کرکټ لوبډلې نوملړ اعلان شو
د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۶ کال اسیایي سیالیو لپاره د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
دغه بورډ د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) په اېکس کې لیکلي چې دروېش رسولي به په دغو سیالیو کې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې لوبډلمشري پر غاړه ولري.
اسحاق رحیمي، حسن عیسیخېل، محمد اکرم، عمران میر، خالد تڼیوال، نجیب ځدراڼ، فیصل شینوزاده، فرمانالله صافي، کریم جنت، عصمت عالم، ننګیال خروټي، عرب ګل، فریدون داوودزي او عبدالله احمدزی هم په دې لوبډله کې شامل دي.
د ۲۰۲۶ کال اسیایي سیالۍ به د روان میلادي کال د سپټمبر له ۲۴مې څخه د اکټوبر تر درېیمې پورې د جاپان په ایچي-ناګویا کې ترسره شي.
د کابل په یوه ښوونځي کې چاودنه شوې
د کابل په لوېدیځ کې یوه چاودنه شوې ده.
کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د دوشنبې په ورځ (د زمري په ۲۶مه) ازادي راډیو ته وویل چاودنه د مازدیګر شاوخوا ۵ بجې د ۱۸مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د مهدیه ښارګوټي په سیمه کې شوې ده.
هغه وايي چې د ابتدايي معلوماتو په اساس یو لاسي بم په یو ښوونځي کې چودلی چې له املهیې یو شمېر کوچنیان په سطحي توګه ټپیان شوي دي.
ځدراڼ زیاتوي چې د پېښې په هکله تحقیقات پیل شوي دي.
ځینې رسنیو راپور ورکړی چې پېښه کې شاوخوا ۵۲ کسه ټپیان شوي دي.
تر اوسه پېښه کې د کوم کس د وژل کېدو خبر نهدی ورکړل شوی.
د طالبانو ناراضه قومندان جمعه خان فاتح دولتي ځواکونو ته تسلیم شوی
د راپورونو له مخې د طالبانو ناراضه قومندان او د زابل پخوانی مرستیال والي جمعه خان فاتح او وسله والو یې له نښتو لاس اخیستی او وسلې یې سپارلي.
د طالبانو اړوندو رسنیو نن دوشنبې د جمعه خان فاتح د تسلیمیدو ویډیوګانې خپرې کړي او ادعا لري چې دی د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته تسلیم شوی.
جمعه خان فاتح او وسله وال یې له څو ورځو راهیسې د بدخشان په نسی ولسوالۍ او څنګلورو سیمو کې د طالب ځواکونو په وړاندې پاڅېدلي و.
د راپورونو په اساس د هغه د نیولو لپاره د طالبانو ګڼ ځواکونه له کابل او نورو سیمو بدخشان ته استول شوي وو.
فاتح څو ورځې مخکې په یوه غږیز پیغام کې شکایت درلود چې طالب ځواکونو په نسی کې د ملکیانو کورونو تلاشي کړي او د ده په خبره څو بیګناه کسان یې وژلي.
په بدخشان کې د طالبانو د دې خپلمنځني شخړو سربېره د طالبانو وسله والو مخالفو ډلو له هغې ډلې ازادۍ جبهې ویلي چې له څو ورځو راهیسې یې په زیباک کې پر طالب ځواکونو بریدونه کړي.
د افغان سوداګرو یو پلاوی په یوه نندارتون کې د ګډون او د همکارۍ اوفرصتونو په اړه د خبرو لپاره تهران ته تللی
د افغانستان او ایران د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې رئیس کمالالدین توحید د ودانیز صنعت په نړیوال نندارتون کې د ګډون په هدف د ایران پلازمېنې تهران ته تللی دی.
دې خونې د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۲۶مه، په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې له ښاغلی توحید سره په دې سفرکې د سوداګرو او خصوصي سکتور یو ۳۰ کسیز پلاوی ملګرتیا کوي. د خبرپاڼې له مخې د دغه سفر موخه د ودانیز صنعت په برخه کې له اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو او فرصتونو سره بلدتیا، د افغانستان او ایران د خصوصي سکتورونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو پیاوړتیا او د سوداګرۍ، پانګونې او ګډو همکاریو د پراختیا لپاره د لا زیاتو زمینو برابرول دي. افغان پلاوی به همدارنګه د ایران له یو شمېر سوداګرو، پانګوالو او اقتصادي فعالانو سره په لیدنو کتنو کې د ګډې همکارۍ او پانګونې پر فرصتونو هم خبرې وکړي.
یونیسف: د روان کال په شپږو میاشتو کې یې ۵۶ زره ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړې؛ ۶۷ سلنه یې نجونې وې
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونیسف وایي، د روان ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د زده کړې د پروګرامونو له لارې نژدې ۵۶ زره ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړې چې ۶۷ سلنه یې نجونې وې. یونیسف په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د جنوري له لومړۍ نه د جون تر۳۰ پورې په شپږمیاشتني راپورکې ویلي چې دغو ماشومانو ته چې له ښوونځي پاتې شوې ماشومان هم پکې شامل دي، د ټولنیزو زده کړو او د زده کړې د لنډمهالو مرکزونو له لارې د زده کړې زمینه برابره شوې ده. دې ادارې ویلي چې د زده کړې په برخه کې یې د دغو ماشومانو ملاتړ په داسې یوه ستونزمن حالت کې کړی چې د پوهنې پروګرامونه په پراخه پیمانه د بیرته راستنیدونکوکډوالو، پرپوله د نښتو، سیلابونو او زده کړو ته د لاسرسي له دوامداره خنډونو سره مخ وو. د دې ادارې په خبره اټکل کیده چې ۷،۱ ملیونه ماشومان د زده کړې په برخه کې ملاتړ ته اړتیا لري چې په هغوی کې نژدې ۹۰۰ زره بیرته راستانه شوي ماشومان هم شامل وو. یونیسف همدارنګه ویلي چې په دې موده کې یې د روغتیایې خدمتونو په برخه کې د ډیرو ماشومانو او میندو لاسنیوی کړی او زیاتوي، د دې ادارې ترملاتړلاندې روغتیایي مرکزونو له لارې له ۱۸،۹ ملیونه زیاتو خلکو اساسي روغتیايي خدمات ترلاسه کړي دي.
ټرمپ پنتاګون ته امرکړی چې له جنوبي کوریا سره پوځي تمرینونه د پام وړکم کړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ پنټاګون ته امر وکړ چې له جنوبي کوریا سره ګډ پوځي تمرینونه "د پام وړ" راکم کړي. هغه د دغو تمرینونو لوړ لګښت او د ایران پر وړاندې اقداماتو کې د جنوبي کوریا نه ګډون د خپلې پرېکړې د لاملونو په توګه یاد کړل.
د رویترز د راپورله مخې ولسمشر ټرمپ څو ساعته مخکې له هغه چې د دواړو هیوادونو ګډ پوځي تمرینونه د دوشنبې په ورځ پیل شي، په خپله ټولنیزه شبکه تروټ سوشل کې په یوه بیان کې وویل چې دی په دغو تمرینونو کې د امریکا پر ګډون خوښ نه وو. هغه همدارنګه د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره خپلې اړیکې "ډېرې ښې" وبللې.
ټرمپ لیکلي: "دا تمرینونه نه یوازې ډېر لګښت لري، بلکې هغه هیواد ته داسې پیغام هم ورکوي چې په بشپړه توګه نامناسب او دښمنانه دی؛ هغه هېواد ته چې له کله ډونالډ جې ټرمپ ولسمشر شوی، نه یې امریکا ته ګواښ پېښ کړی او نه یې بې احترامي کړې ده."
ټاکل شوې چې د "اولچي فریډم شیلډ» په نوم د امریکا او جنوبي کوریا کلني ګډ پوځي تمرینونه د اګسټ تر ۲۷مې پورې دوام وکړي. په دغو تمرینونو کې د جنوبي کوریا شاوخوا ۱۸ زره پوځیان ګډون کوي.
سیول ویلي چې دغه تمرینونه له ټاکلي مهال ویش سره سم د دوشنبې په ورځ پیل شوي خو د ټرمپ د څرګندونو په اړه یې له تبصرې ډډه کړې ده.
د سینټکام قومندان: یواس اس ابراهام لینکلن بیړۍ کې د عملې د رواني روغتیا اړوند ستونزې ډیرې کمې دي
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) قوماندان برد کوپر وایي د "یواس اس ابراهام لینکلن" الوتکې وړونکې بېړۍ څخه یې وروستۍ لیدنه "حیرانوونکې او الهام بښونکې" وه او د عملې د روغتیا اړوند ستونزې یې ترټولو کمې دي.
نوموړی دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې یوشمیرامریکایي رسنیو د دې بېړۍ د عملې د رواني روغتیا او د ژوند د شرایطو د خرابېدو په اړه راپورونه خپاره کړل.
هغه د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې چې پرایکسپاڼه کې یې خپورکړی ویلي چې په سمندر کې اوږدمهاله خدمت "په ځانګړې توګه سخت او ستړی کوونکی" دی. خو نوموړي ټینګار کړی چې په "ابراهام لینکلن" بېړۍ کې، د امریکا د سمندري ځواکونو د ۱۱ فعالو الوتکې وړونکو بېړیو په منځ کې، د رواني روغتیا اړوند ستونزې تر ټولو کمې دي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په دې بیړۍ کې د عملې د خراب وضعیت په اړه راپورونه رد کړي وو، خو ویلي یې وو چې په پام کې ده په منځني ختیځ کې یوه بله بیړۍ د هغې ځای ونیسي.
"ابراهام لینکلن" شاوخوا نهه میاشتې کېږي چې په سیمه کې حضور لري او په سیمه ییزه جګړه او وروسته د ایران پر وړاندې د سمندري محاصرې په لګېدو کې یې مهم رول لوبولی دی.
دوو امریکايي پوځي خپرونو مخکې راپور ورکړی و چې د دې بېړۍ د شاوخوا ۵ زره کسیزې عملې د یوې برخې مورال ټیټ شوی او ان د ځان وژنې د هڅو ځینې پېښې هم پکې ثبت شوې دي.
په ۳۹ ولسوالیو کې د پولیو واکسین پيلیږي
نن دوشنبه د پلازمینې کابل په شمول د پنځو ولایتونو په شاوخوا ۳۹ ولسوالیو کې د پولیو واکسیناسیون پيلیږي.
له پولیو د پاک افغانستان بنسټ ویلي چې تمه ده په ټول ننګرهار، د هرات او فراه په دوو – دوو ولسوالیو، د کابل په پنځو او د کونړ په اوه ولسوالیو کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړل شي.
د پولیو دا تازه کمپاین داسې وخت پيلیږي چې څه موده مخکې د ارزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د ماشومانو د ګوزڼ یوه نوې مثبته پېښه ثبت شوې.
تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي و چې د ۲۰۲۶ کال له پيله افغانستان کې د پولیو ۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په دوام د پولیو د پېښو د زیاتېدو اندېښنه هم ځي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ په مخ له دوو هغو هېوادونو دي چې پولیو پکې له منځه نه ده تللې.