د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

د کابل چاپ ورځپاڼو د ټاکمېسیون پر مرکزي سرور د هکرانو پر حملو تبصرې کړي


د کابل چاپ اکثره ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د انتخاباتو کمېسیون په مرکزي سرور باندې د هکرانو د حملو په اړه لیکنې اوتبصرې کړې دي.
د کابل چاپ اکثره ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د انتخاباتو کمېسیون په مرکزي سرور باندې د هکرانو د حملو په اړه لیکنې اوتبصرې کړې دي.

د کابل چاپ اکثره ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د انتخاباتو کمېسیون په مرکزي سرور باندې د هکرانو د حملو په اړه لیکنې اوتبصرې کړې دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي، د ځینو اسیايي هېوادونو هکرانو د انتخاباتو کمېسیون د سرور د هک کولو هڅې کړې دي.

وړاندې په مطلب کې راغلي د درملوګ کمپنۍ انجنیران تراوسه نه دي بریالي شوي چې رامنځته شوې ستونزه حل کړي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د بایومټریک د مرکزي سیسټم د هک کېدو په تړاو د کمېسیون د غړیو ترمنځ نظرونه متضاد دي، چې د لیکوال په وینا د نظرونو اختلاف د انتخاباتو ملي پروسې ته زیان رسوي.

سرخط:

د سرخط ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دې د خلکو رایې وساتي.

په سرمقاله کې یادونه شوې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سرور د هک کېدو وړ دی او که په ایمني تدابیرو خوندي و نه ساتل شي، په کور دننه او له هېواد بهر هک کېدای شي.

سرخط ټینګار کوي چې د انتخاباتو کمېسیون او درملوګ کمپنۍ دې په خپلو کارونو کې له زیات احتیاط نه کار واخلي او په کوچنۍ تېروتنې سره دې دا انتخابات چې په سختو حالاتو کې وشول، له خنډ سره مخ او نه لانجمن کوي.

ماندګار:

ماندګار ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې، هکران له کوم ځایه او د څه لپاره نازل شول؟

لیکوال خپلې پوښتنې ته په ځواب کې وايي، دا کار د یوه ځانګړي انتخاباتي ټیم له خوا کیږي، څو انتخابات د خپل ځان په ګټه وکاروي، خو په سرمقاله کې د کوم ټیم نوم نه دی اخیستل شوی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د هکرانو حملې د افغانستان د انتخاباتو لپاره خطرناکې دي او که ورسره سمه مقابله ونه شي کړکیچ به رامنځ ته کړي.

هشت صبح:

د هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، د رایو شمېرل او د انتخاباتو کمېسیون مرکزي سرور ته د رایو انتقال ډېر حساس پړاو دی چې کمېسیون باید په دغه مرحله کې دقت او سرعت عملي کړي.

سرمقاله لیکوال د هک کېدو موضوع ته په اشارې سره لیکلي، دا انتخاباتو کمېسیون هغه مهال د خلکو باور بېرته ترلاسه کولای شي، چې په دې اړه د عمومي افکارو هر سوال ته ځواب ووايي.

د لیکوال په باور که ځواب ونه ویل شي، په کمېسیون به د خلکو باور ته زیان ورسیږي او په کارونو کې به یې شک او تردید رامنځ ته شي.

خو هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقاله کې لیکلي، چې د انتخاباتو کمپیوټري سیسټم له هر ډول سایبري حملو خوندي دی.

XS
SM
MD
LG