خبرونه
د کابل او څو نورو ولایتونو پرچا شوې برېښنا بېرته فعاله شوه
د پلازمینې کابل او څو نورو ولایتونو بریښنا چې، د پروان په سالنګ کې د بریښنا د یوې ستني د نړېدو له کبله پرې شوې وه، په موقتي ډول بیرته ونښلول شوه.
د بریښنا شرکت د عملیاتي ادارې مرستیال خان میر شینواری وایې د ۲۴ ساعتونو لپاره د بریښنا د پرې کیدو له کبله بریښنا شرکت درې میلیونه افغانۍ زیانمنیږي.
د سالنګ په ایجان دره کې د ړنګي شوي ستني د جوړیدو چاري رواني دي ، خو کابل او ځینو نورو ولایتونو ته د همدې ستني بریښنا په موقتي ډول نښلول شوې ده.
ویل کیږي په دې اړه په سیمه کې غیر مسول وسلوال کسان لاس لري.
مسولینو تر اوسه ددغو کسانو هویت نه دی ښودلی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
نیومن: اروپا ته د طالب پلاوي بلنه د بشري حقونو مبارزینو ته غلط پیغام ورکوي
د اروپا د پارلمان غړې هانا نیومن وايي، اروپا ته د طالب پلاوی بلنه هغو افغانانو ته غلط پیغام ورکوي چې د خپلو بشري حقونو لپاره مبارزه کوي.
نیومن پرون شنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکي، په افغانستان کې میلیونه نجونې او ښځې له زده کړو او کار راګرځول شوي دي.
تمه ده د اروپا کمیسیون په بروکسل کې د طالبانو د یوه پلاوی کوربتوب وکړي.
تراوسه د دغه پلاوي د تګ نیټه روښانه نه ده.
د اروپا کمیسیون وايي، د طالب پلاوی سره د افغان کډوالو د اخراج په اړه خبرې کوي.
له دې مخې طالب چارواکو تایید کړې وه چې د دوی یو پلاوی اروپا ته بلل شوی دی.
په اسراییل کې د ډزو له کبله یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي
د اسراییل په مرکزي سیمه کې د ډزو له کبله یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د اسراییل پولیسو ویلي چې بریدګر هم وژل شوی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
رویټرز د اسراییل د امبولانس خدمتونو په حواله ویلي چې د ډزو نننۍ پیښه کې د دوو تنو ټپيانو وضعیت نازک دی.
د ډزو مسولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو حماس، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، دا برید ستایلی دی.
د پاکستان د پوځ مشر د ایران مشر مجتبی خامنه ای ته لیک استولی
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د ایران مشر مجتبی خامنه ای ته لیک استولی دی.
ایراني رسنیو نن یکشنبې هغه ویډیو خپره کړې چې په کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي چې له پاکستانه يې مهم پیغام ایران ته وړی دی.
د نقوي په ټکو،"فکر کوم دا پیغام، مهم پیغام دی او هیله مند یم چې هر څه ښه مخته لاړ شي او پایته ورسیږي".
د ایران او اسراییلو ترمنځ په تیرې درې میاشتنۍ جګړه کې د مجتبی خامنه ای له ټپي کیدو وروسته نه په عام محضر کې لیدلی شوی او نه يې کوم غږیز او ویدیو پیغام خپور شوی.
پاکستان په وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د مذاکراتو منځګړیتوب په غاړه درلوده.
د فوټبال نړیوال جام لوبې د شکیرا له سندرې سره پرانیستل کیږي
د نړۍ یوه نامتو سندرغاړې شکیرا به روانه اونۍ پنجشنبه( د جون په ۱۱مه) په مکسیکو کې د فوټبال د نړیوال جام لوبې د پرانیستو په مراسمو کې سندره ووایي.
د فوټبال نړیوال فدراسیون( فیفا) اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړیوالې اتلولۍ رسمي سندره چمتو ده او د پاپ موسیقي کولمبیایي سندر غاړې شکیرا به یې د مکسیکو په « استادیو ازتیکا» لوبغالي کې د سټیج پر سر اجرا کړي.
د فوټبال د نړیوال جام د پرانیستو له مراسمو وروسته به لومړۍ لوبه د کوربه مکسیکو او جنوبي افریقا د لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د ۲۰۲۶ کال د فوټبال په نړیوال جام کې د ۴۸ هیوادو ټیمونو برخه اخیستې ده چې د مکسیکو، د امریکا د متحد ایالتونو او کاناډا په کوربتوب ترسره کیږي.
د افغانستان د کانکور ازموینې په څلورم پړاو کې هم نجونو ته د ګډون اجازه ورنه کړل شوه
د افغانستان د ازموینو ملي ادارې اعلان وکړ چې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې څلورم او وروستی پړاو به دا اونۍ ترسره شي.
د افغانستان د ازموینو ملي ادارې د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د تیرو دریو پړاوونو غیرحاضر زده کوونکي، د اقوام او قبایلو ښوونځیو فارغین، د کابل ولایت دیني مدرسو فارغین، د څوارلسم ټولګي زده کونکي او د شپې پوهنځي زده کوونکي په دې څلورم پړاو کې برخه اخیستلی شي.
د اعلامیې له مخې د کانکور د دې مرحلې د برخه والو د بایومیټریک معلوماتو د ثبت پروسه پيل شوې ده او د کانکور ازموینه به د جمعې په ورځ( د جون ۱۲ مه) په کابل پوهنتون کې ترسره شي.
د افغانستان د ازموینو ملي اداره زیاتوي چې د ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو د څوارلسم ټولګي زده کونکو لپاره ځانګړې ازموینه به د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د څلورو پړاوونو له بشپړیدو وروسته په جلا توګه ترسره شي.
دا ځل هم د تیرو نژدې پنځو کلونو په څیر نجونو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د کانکور امتحان ورکړي.
افغان ابدالیان کرکټ لوبډله سریلانکا ته ولاړه
افغان ابدالیان کرکټ لوبډله روانه اونۍ په سریلانکا کې د کوربه هیواد او هند له الف لوبډلو سره درې اړخیزې لوبې پیلوي.
د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړ چې افغان ابدالیان لوبډله د شنبې په ورځ د کابل له هوایي ډګره سریلانکا ته ولاړه.
د افغانستان، سریلانکا او هند تر منځ یو ورځنۍ سیالۍ سه شنبه پیلیږي او د جون تر یو ویشتمې دوام کوي.
د افغان ابدالیان لمړۍ لوبه د پنجشنبې په ورځ د هند له الف لوبدلې سره ده.
ناټو د خپلو دوو نویو غړیو هیوادو شاوخوا تمرینات پيل کړي
د ناټو پلیو ځواکونو د سویډن او فنلنډ شاوخوا د شنبې په ورځ تمرینات پیل کړل.
د اروپا لپاره د ناټو قوماندان امریکایي جنرال الیکسس ګرینکویچ په یوه بیان کې وویل چې د سویډن او فنلنډ شاوخوا سیمه چې د ناټو د شمال ختیځې څنډې برخه ده ډیره ستراتیژیکه ده.
سویډن او فنلنډ د بالتیک سمندرګي پر غاړه پراته دي چې له دې اوبو روسیي جنګي بیړۍ د سینت پیترزبورګ او کالینګراد لور ته ځي.
فنلینډ، چې له روسیې سره ګډه پوله لري، د دوهمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د شوروي اتحاد له ځواکونو سره دوه ځله جګړه هم کړې ده.
د دې تمریناتو د پایته رسیدو نېټه نه ده مشخصه شوې، ناټو وایي چې دا هڅې د وار له مخه دایمي دفاعي حضور لپاره دي.
په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې له بشپړ یرغل وروسته سویډن او فنلنډ له ناټو سره یوځای شول.
هند د افغانستان په وړاندې د ټیستلوبې په لومړۍ ورځ د ۳ لوبغاړو له بایللو وروسته ۳۶۸ منډې وکړې
هند د افغانستان په وړاندې د ټیستلوبې په لومړۍ ورځ په داسي حال کې چې درې لوبغاړي یې وسوځېدل، ۳۶۸ منډې وکړې.
د هند لپاره کې ایل راهول او کیپتان شبمن ګیل سلیزې پوره کړې.
د افغان توپ اچونکو په منځ کې محمدسلیم صافي د هند دوه او زبیرالرحمان یو لوبغاړی وسوځول.
نن ورځ د هند لوبډله برلاسي ښکاري او ګومان کېږي چې په لومړۍ پاڼۍ کې به، افغانستان ته لوړ هدف وټاکي.
د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دا ټیستلوبه نن د هند په توپ وهنه یا بیټنګ پیل شوې ده.
د دې سیالۍ، چې د هند د چانديګړ ښار په مهاراجا یاداویندراسینګ لوبغالي کې کېږي، پچه د هند لوبډلې وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.
افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د کرکټ د نړیوالې شورا غړیتوب او د ټیستلوبو وړتیا ترلاسه کړې خو په دې موده کې یې ډېرې کمې ټیستلوبې کړي دي.
په دې ټیستلوبه کې، د هند د لوبډلې کیپتاني شوبمن ګیل کوي چې د هند د غوره لیګ په وروستیو سیالیو کې خورا ښه ولوبېد. د افغانستان د لوبډلې کیپتاني حشمت الله شهیدي په غاړه لري.
تر دې وړاندې افغانستان او هند په ۲۰۱۸ کال کې ټیستلوبه کړې وه چې په ډېر توپیر هند ګټلې وه. له ۲۰۱۸ راوروسته هند ۶۷ ټیستلوبې کړي خو افغانستان ټولټال ۱۱ ټیست سیالۍ کړي دي.
د هند په وړاندې په ټیستلوبه کې به د افغانستان او نړۍ نامتو لوبغاړی راشد خان نه وي خو له ټیستلوبې وروسته به په درو یو ورځنیو سیالیو کې، چې بله شنبې (د جون ۱۳ مه) د هند په دهرمسالا کې پیلېږي، راشد خان ګډون ولري.
کاناډا د افغانستان د ملګرو ډلې غونډه جوړه کړه
په ملګروملتو کې د کاناډا استازولۍ اعلان کړی چې د افغانستان د ملګرو ډلې غونډه یې د جمعې په ورځ د ملګروملتو د افغانستان د مرستندوی ماموریت او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د استازو په ګډون جوړه کړې ده.
په دې غونډه کې د افغانستان سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت او همداراز د بشري حقونو حالت وارزول شو.
د کاناډا استازولۍ ویلي چې نړیوالو استازو د افغانستان د روان اقتصادي بحران، د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو او د بشري مرستو د اړتیاوو په اړه بحثونه وکړل.
د افغانستان د ملګرو ډله یو مهم ډیپلوماتیک چوکاټ بلل کېږي چې هدف یې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره د بېلابېلو هېوادونو د دریځونو او اقداماتو همغږي کول دي.
کاناډا، چې د دې ډلې له فعالو غړو څخه ده، د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې د پاملرنې په رااړولو کې مهم رول لوبوي.
د خوړو نړیوال پروګرام: په ۲۰۲۶ کال کې به ۱۷ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخامخ وي
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه افغانان د خوړو له شدید کمښت سره مخامخ شي او نژدې ۴.۹ میلیونه میندې او ماشومان به په خوارځواکۍ اخته وي.
د دې ادارې د راپور له مخې، افغانان لا هم د نړۍ له تر ټولو سخت بشري او غذایي بحران سره لاس و ګرېوان دي. څلوېښت کلنې جګړې، اقتصادي ستونزو، پراخې بېوزلۍ، وچکالیو او طبیعي پېښو د افغانستان د خلکو د ژوند شرایط لا پسې خراب کړي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې ښځې او نجونې د دې بحران تر ټولو زیاتې زیانمنې دلې دي او د بودجې کمښت د مرستو رسولو وړتیا محدوده کړې ده.
دا اداره ټینګار کوي چې که نړیوالې مرستې زیاتې نه شي، د خوړو او بشري مرستو پروګرامونه به لا ډېر کم شي.