د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۳۳

د کابل ورځپاڼو د ټاکنو پر بیومټریک سیسټم او د طالبانو او القاعده پر اړیکو تبصرې کړي


Afghanistan -- Kabul More Press د کابل ډېری ورځپاڼې, بیشترین روزنامه های کابل, photo, 03 July 2017

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګنو کې د بیلابیلو مسایلو لکه، انتخابات، په غزني ولایت کې د پرونۍ چاودنې او القاعده ډلې سره د طالبانو د اړیکو په اړه لیکنې او سرمقالې خپرې کړې دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، د انتخاباتو کمیسیون له لویې ستونزې سره مخ دی، د بیومټریک سرور سیستم خراب شوی او درملوک کمپنۍ له جرمني نه انجنیران ورته راغوښتي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، د سرور د خرابېدو وروسته دا خبره درنه ده چې د هندي هکرانو له خوا یې د هک کېدو هڅه شوې.

په سرمقاله کې ویل شوي، دا پېښې د بېسارو درغلیو او او لاسوهنو ګواهي ورکوي چې طبیعي ده پایلې به یې هېواد ته ډېرې ناوړې او ناولې وي.

ویسا وړاندې لیکي چې د انتخاباتو د څارونکو بنسټونو اندېښنې ښيي چې د انتخاباتي کمیسیونو غړي له سفارتونو سره اړیکي لري چې دغه خبره خپله د ناورین مقدمه کېدلای شي.

سرمقاله لیکونکی وايي، زمونږ چارواکو ته بهرني سفارتونه د لانجې د حل مرجع ښکاري، خو په خبره یې، له همدې لوري زمونږ نظام کاواکه شوی، په ولس کې یې اعتبار ته زیان رسېدلی او ستونزې مو ډېرې شوې دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې د غزنی پوهنتون په یو درسي صنف کې د پرونۍ چاودنې په اړه چې ۲۳ محصلان په کې تپیان شول، لیکنه خپرې کړې ده.

په سرمقاله کې راغلي، د پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی خو حکومت د طالبانو کار بللی دی.

سرمقاله لیکونکی زیاتوي، دا څوک دي چې شعور یې دومره ټيت دی چې پر داسې کسانو برید کوي، کوم چې غواړي په راتلونکي کې ښوونکي واووسي.

ورځپاڼې پوښتنه مطرح کړې چې ایا دا کار د مسوولانو له همکارۍ پرته شونی دی؟

ملی ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوې بیلې موضوع سرمقاله لیکلي ده. ورځپاڼې ویلي، طالبان د افغانستان د دولت پر وړاندې جګړه کې یوازې نه دي.

سرمقاله لیکونکی لیکي، دا ډله سره له دې چې د پاکستان ملاتړ له ځانه سره لري، په سیمه کې موجودې ټولې ترهګرۍ ډلې هم ورنه ملاتړ کوي.

د ورځپاڼې په وینا القاعده ډله هم په دغو ملاتړ کوونکو کې شامله ده چې له طالبانو سره یو ځای د دولت پر وړاندې جنګېږي.

سرمقاله لیکونکی لیکي، دغه ډله له ۲۵ کلونو راهیسې له طالبانو سره اړیکي لري او وژل شوي مشر یې اسامه بن لادن هم له افغانستانه پر امریکا د سپټمبر ۱۱مې عملیات پلان کړي وو.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، که چېرې طالبان القاعده ډلې سره د اړیکو د پرېکون په برخه کې کومه ژمنه کوي، عمل به پرې ونه کړي، ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور دوی نه غواړي چې یو جنګي مټ یې پرې شي.

XS
SM
MD
LG