د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۱۵

"د ترکیې پوځیان به ډېر ژر د سوریې شمال کې عملیات پيل کړي"


د ترکیې پوځ د سوریې پولې پر لور خوځېدلی دی

د ترکیې حکومتي چارواکي وايي، ډېر ژر به د ترکیې پوځیان د سوریې د ازادې اردو په نوم ځواکونو سره په ګډه د سوریې له پولو واوړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ترکیې د جمهوري ریاست د اړیکو د مرکز رییس فخرالدین آلتون ویلي، ترکیه غواړي چې د سوريې په شمال ختیځ کې پوځی عملیات وکړي.

د ترکیې له خوا د کردانو تر مشرۍ لاندې ځواکونو پر ضد د دغو عملیاتو هدف دا دی چې ترکیه غواړي د سوریې په خاوره کې شاوخوا دېرش کیلومتره خوندي ساحه رامنځته کړي.

انقره وایي دا خوندي ساحه ځکه ایجادوي چې غواړي په ترکیه کې دېره دوه میلیونه سوریایان بېرته خپل هېواد ته واستوي.

درې میلیونه او ۶۰۰ زره سوریایانو د جګړو او نا امنیو له وېرې له سوریې نه ترکیې ته پناه وړې ده.

د کردانو په مشرۍ ځواکونه چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې د امریکا متحدین پاتې شوي، د داعش یا اسلامي دولت ډلې پر ضد جګړه کې یې مرسته کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ درې ورځې مخکې ویلي د ترکیې په پوځي عملیاتو کې لاسوهنه نه کوي.

هغه وخت ټرمپ له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره ټیلیفوني خبرې کړې وې، خو یوه ورځ وروسته ټرمپ په سوریه باندې د برید په خاطر ترکیې ته ګواښ هم کړی و.

د سوریې په شمال ختیځ کې میشت امریکايي پوځیان نورو سیمو ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG