د افغانستان دفاع وزارت وايي په ګڼو ولايتونو کې د افغان ځواکونو عمليات په شدت روان دي.
دغه وزارت وايي په تخار او بدخشان ولايتونو کې ګڼې سيمې د دولت له وسلهوالو مخالفانو تصفيه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په هلمند ولايت کې د هند د نيمې وچې لپاره د القاعده شبکې د پاکستانيالاصله مشر، عاصم عمر وژل کېدل تأييد شول.
صالح محمد صالح د دفاع وزارت له وياند روحالله احمدزي سره مرکه کړې او په پيل کې يې ترې پوښتلي چې په هلمند کې د القاعده شبکې د يوه مشر وژل کېدل څه معنى لري؟