د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي هڅه کوي د تلې ۶مې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ او نهايي نتيجې پر وخت اعلان کړي. د چارواکو په خبره، په کمېسیون کې يو لړ تخنيکي ستونزې شته، خو دوى يې د حل هڅه کوي.
تر دې مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسيون يوه کمېشنر ويلي و، له بايومټريک دستګاوو د معلوماتو د انتقال ورو بهیر ښايي د ټاکنو د ابتدايي نتيجو د ځنډ سبب شي.
صالح محمد صالح د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء له رئيس حبيبالرحمن ننګ سره مرکه کړې او په پيل کې يې ترې پوښتلي چې ايا له ولايتونو د ټولو موادو د انتقال پروسه له مهالوېش سره سمه بشپړه شوې ده؟
Embed
شریکول
The code has been copied to your clipboard.
The URL has been copied to your clipboard
No media source currently available
مستقیم لېنک