د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۵۷

"پیونګ یانګ به د وروستۍ توغندویي ازموینې په تړاو د امنیت شورا هرګام پروړاندې چوپ پاتې نه شي"


په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا سفیر کیم سانګ ویلي چې د دې موضوع راپورته کول به پیونګ یانګ نور هم د خپل حاکمیت د دفاع لپاره وپاروي.

شمالي کوریا خبرداری ورکړی که چېرې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د دغه هېواد د وروستۍ توغندویي ازموینې په اړه هره هڅه وشي، پیونګیانګ به چوپ پاته نه شي.

د اروپایې ټولني درېیو غړو بریتانیا، فرانسې او جرمنې د دوشنبه په ورځ (سپټمبر ۷مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تړلې دروازې تر شا د غونډې غوښتنه کړې ترڅو د شمالي کوریا لخوا د تیرې اونۍ پرتوغندویې ازموینې بحث وشي.

دغه هېوادونه د شمالي کوریا دا اقدام د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکونو جدي سرغړونه بولي.

دغو اروپایې هیوادونو غوښتي چې د امنیت شورا غونډه دې نن سه شنبه جوړه شي.

په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا سفیر کیم سانګ ویلي چې د دې موضوع راپورته کول به پیونګ یانګ نور هم د خپل حاکمیت د دفاع لپاره وپاروي.

XS
SM
MD
LG