میلیټري ټایمز:
میلیټري ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې د وسله والو فعالیتونو په اړه لیکنه خپره کړې ده.
خپرونې خپله لیکنه د امریکا له لوري د ۲۰۱۷ په اپریل کې په ننګرهار کې د داعش پر مرکز د بمونو د مور له غورځولو پیل کړې ده.
میلیټري ټایمز لیکي، په افغانستان کې پر یوې ډلې چې د غړیو شمېر یې تر زرو تنو لږ اټکل کېده، د دومره لوی بم د کارولو په اړه د امریکا د پخواني پوځي قوماندان جنرال جان نیکلسن پر پرېکړې انتقاد وشو.
خو د دې نشریې له لیکنې سره سم، په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د داعش پر اډو پرلپسې عملیاتو سره سره اوس د دې ډلې د جګړه مارو شمېر زرګونو ته رسېږي او هغوی په درسته نړۍ کې د خونړیو حملو توان لري.
میلیټري ټایمز د ملګروملتو وروستي راپور ته هم اشاره کړې چې په افغانستان کې یې د داعش د جنګي کسانو شمېر د ۲۵۰۰ او ۴۰۰۰ تنو ترمنځ بللی دی، خو د افغانستان دفاع وزارت د ۲۰۱۹ کال په راپور کې د دې ډلې د غړیو شمېر تر ۲ زرو لږ ښودلی دی.
نیویارک ټایمز:
دې امریکايي ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د ملي یووالي په حکومت کې د لومړنۍ ښاروالې او هغې ته د ورپېښو ګواښونو په اړه لیکنه خپره کړې ده.
ظریفې غفاري نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې د ترور کېدو احتمال یې شته.
د ورځپاڼې په وینا، اغلې غفاري د سږ کال په مارچ میاشت کې د میدانښار د ښاروالې په توګه کار پیل کړ. دغه ښار ۳۵ زره نفوس لري.
د مېرمن غفاري له ټاکل کېدو لږ وروسته په میدانښار کې د هغې یو عکس نصب شو چې سور ټیکری یې پر سر و او «راځئ خپل ښار پاک وساتو» پرې لیکل شوي و.
نیویارک ټایمز لیکي، اغلې غفاري پوهېږي چې دا په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړه ده او په ځانګړي ډول کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې وروستیو خبرو افغانانو ته دا فکر پیدا کړ چې که دا سخت دریځه ډله د افغانستان په راتلونکي حکومت کې شامله شي، د ښځو حقونه به څنګه خوندي شي.
د میدانښار ښاروالې ویلي چې دنده یې دا ده چې خلک په افغانستان کې د ښځو پر حقونو او د هغوی پر قدرت باوري کړي.