نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د شنبې د ورځې د ولسمشرۍ په انتخاباتو یو راپور خپور کړی چې په کې یې ویلي، امنیتي اندېښنو په دې انتخاباتو کې د خلکو پر ګډون اغېز کړی و.
ورځپاڼې د ۲۰۱۴ میلادي کال د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته په افغانستان کې هغو سیاسي ناندرو ته اشاره کړې چې په پایله کې یې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي یووالي حکومت رامنځته شو او دولتي ادارې په ځانګړې توګه د پولیسو او اردو مشرتابه د دواړو لورو ترمنځ ووېشل شو.
ورځپاڼه د لوېدیځو او افغان چارواکو له خولې وايي، دا خطر چې د افغانستان امنیتي ادارې دې په سیاسي کړکېچونو کې راښکېل شي، په وروستیو کلونو کې کم شوی دی.
ورځپاڼې زیاته کړې، د امنیتي ادارو ځوانو مشرانو د دې ځواکونو د مسلکي کېدو لوري ته پرمختګ کړی دی او نوي مشران د پخوانیو په مقایسه لږ د ډلو ټپلو پلویان دي.
ګارډین:
ګارډین بریتانوۍ ورځپاڼې هم د افغانستان د ولسمشرۍ پر انتخاباتو یو راپور خپور کړی او وايي، دا په افغانستان کې د طالبانو د نظام له ړنګېدو راوروسته د ولسمشرۍ څلورم ځل انتخابات دي چې ترسره کېږي.
د ورځپاڼې په وینا، له وسله والو طالبانو سره د سولې هڅو او دې ته په پام چې په دې هېواد کې تر بل هر وخت تاوتریخوالی زیات شوی، دا انتخابات ډېر مهم دي.
ګارډین همدارنګه په انتخاباتو کې د تاوتریخوالي پېښو ته په اشارې د کندهار یو جومات کې بمي چاودنه یاده کړې چې تر پنځلسو زیات کسان په کې ټپیان شول.
ورځپاڼې همدارنګه په کابل، غزني، جلال اباد او نورو سیمو کې هم د تاوتریخوالي پېښو ته اشاره کړې ده.
ټیلګراف:
بلې بریتانوۍ ورځپاڼې ټیلګراف هم د افغانستان د انتخاباتو په اړه په تبصره کې ویلي چې وسله والو د شنبې په ورځ د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ګډوډولو هڅه وکړه او څو ځایه یې بریدونه او چاودنې وکړې.
تېلګراف ورځپاڼې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسيون د چارواکو له خولې ویلي چې د بایومټریک دستګاوو په کارولو او د انتخاباتي کارکوونکو د ښې روزنې له کبله دا انتخابات به په افغانستان کې تر نورو پاک انتخابات وي.