واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان د سولې د خبرو په اړه د جورج ډبلیو بوش د حکومت د دورې د ملي امنیت د سلاکار سټېفن هډلي په قلم لیکنه خپره کړې ده.
په دې لیکنه کې چې سرلیک یې دی "د افغانستان د سولې خبرې ناکامېدو ته مه پرېږدئ" لولو:
د امریکا او طالبانو خبرو چې د امریکا له لوري زلمي خلیلزاد پرمخ وړلې، تر یوه حده پرمختګ وکړ.
که څه هم د دغو خبرو مسوده افشا نه شوه، خو ویل کېږي چې داسې شرایط یې پر اساس ومنل شول چې امریکايي پوځیان به د طالبانو له لوري د دې تضمین په بدل کې له افغانستانه وځي چې د دغه هېواد خاوره به د امریکا او نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي او طالبان به د افغانستان له حکومت او نورو افغانانو سره خبرې کوي.
ښاغلی هډلي وايي، که داسې وي نو دا د سولې لپاره ښه پیل دی.
دی زیاتوي، امریکا د سولې په خبرو کې له اوسني ولاړ حالته د وتلو لپاره درې انتخابه لري، لومړی په یو اړخیز ډول د قواوو ایستل، له کوم سیاسي جوړجاړي پرته له افغانستانه د ځواکونو ایستل به ښايي په دې هېواد کې د لا خونړۍ کورنۍ جګړې سبب شي، د افغانستان حکومت به کمزوری کړي او د ترورېستانو پناه ځایونه به نور هم ډېر شي.
دوهم انتخاب دا دی چې اوسنی حالت په همدومره ځواکونو یا په لږ څه کمو ځواکونو وساتل شي، دا کار به ښايي ښارونه او مهمې لارې وساتي خو دا احتمال لږ لري چې طالبان پرې مات کړل شي.
درېيم انتخاب دا دی چې خبرو ته حاضر شو، دا په افغانستان کې د ترورېستانو د محوه کولو په خاطر د امریکا د هدف لپاره تر ټولو ښه لاره ده، ځکه چې له دې لارې سوله ترلاسه کېدای شي، د امریکا په ملاتړ د افغانانو ترمنځ خبرې هم په افغانستان کې د تشدد د کمولو، حقونو، ازادیو او ټولنیز پرمختګ او په ځانګړي ډول په تېرو ۱۸ کلونو کې د ښځو د راتلونکي نسل لپاره د بریاوو د ساتلو په خاطر تر ټولو ښه لار ده.
نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په بدخشان ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو وروستیو پرمختګونو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې افغان ځواکونو په ډېرو قربانیو د بدخشان درې ولسوالۍ له طالبانو تصفیه کړي دي.
ورځپاڼه د افغانستان په دې لېرې پرته سیمه کې چې د تاجکستان، چین او پاکستان ترمنځ پرته ده او په ژمي یې د افغانستان له نورو سیمو سره ارتباط پرې کېږي، د جګړې ماهیت د افغانستان له نورو سیمو سره متفاوت بللی او د افغان چارواکو په قول یې لیکلي دي چې په دې سیمه کې القاعده، طالبان او داعش په ګډه د افغان دولتي ځواکونو پر ضد جنګېږي.
دوی دغه راز ویلي چې په سلګونه بهرني جګړه مار له پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه د بدخشان په جګړو کې ښکېل دي.
نیویارک ټایمز د بدخشان د ستراتیژیک موقعیت ترڅنګ په دې ولایت کې د طبیعي زېرمو یا کانونو موجودیت د دې سبب بولي چې جګړه مار دې سیمې ته ور وکاږل شي.