د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۴:۱۰

واشنګټن پوسټ: اشرف غني "عوامگرایانه انتخاباتي کمپاین" مخته وړي


غربي ورځپاڼو په افغانستان کې پر ټاکنیز بهیر او د سولې پر مذاکراتو لیکنې خپرې کړي.
غربي ورځپاڼو په افغانستان کې پر ټاکنیز بهیر او د سولې پر مذاکراتو لیکنې خپرې کړي.

غربي ورځپاڼو په افغانستان کې پر ټاکنیز بهیر او د سولې پر مذاکراتو لیکنې خپرې کړي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره د ولسمشر اشرف غني پر ټاکنیزو مبارزو یوه مقاله لیکلې ده.

په مقاله کې راغلي، که څه هم کمپاینونه تر بریدونو لاندې نیول شوي خو اشرف غني په پوره زور د واشنګتن پوسټ په خبره یو پوپولیسټي یا د عامو خلکو تېر ایستونکی کمپاین مخته وړي.

په پروان کې د ولسمشر اشرف غني په یوه لویه کمپایني غونډه باندې تېره اونۍ د طالبانو ځانمرګي برید ۲۶ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپيان کړل.

په ګڼو ولایتونو او ښارونو کې د ولسمشرۍ له شاوخوا اتلسو کاندیدانو اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله تر ټولو ډېرې ټاکنیزې غونډې کړې دي.

واشنګتن پوسټ لیکلي، کله چې ښاغلی غني په ۲۰۱۴ کال کې ولسمشرۍ ته کاندید و، د یوه جدي اصلاح غوښتونکي په صفت یې د یوې منزوي او دودیزې ټولنې د مدرنیزه کولو په هدف کمپاین وکړ.

خو اوس چې دی بیا ولسمشرۍ ته کاندید دی، د ورځپاڼې په لیکنه، د یوه خوش برخورده او قومي سپين ږیري په څېر هر یو په غېږ کې نیسي او د افغانستان تاریخ او ویاړونه یادوي.

واشنګتن پوسټ په کندهار کې د اشرف غني کمپایني وینا ته اشاره کړې چې د اتلسمې پیړۍ بنسټګر احمد شاه ابدالي ستاینه یې کړې او هم يې خلکو ته ژمنه کړې چې د ټولو افغانانو لپاره به سوله راولي.

اشرف غني بیا پروان کې د وینا پرمهال د بریتانیا او پخواني شوروي اتحاد پروړاندې د دې سیمې د خلکو د سرښندونو یادونه کړې او وعده یې کړې چې د بریا په صورت کې ټولو کورونو ته برېښنا رسوي او پایداره او اسلامي سوله به ټینګوي.

واشنګتن پوسټ په ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني یوه اصلي سیال اجراییه رییس عبدالله عبدالله ته هم اشاره کړې.

د ورځپاڼې په لیکنه په اکثرو کمپاینونو کې یې په غني باندې لفظي بریدونه کړي او ویلي دي چې ټاکنې به دی خپله ګټي.

ابزرور:

ابزرور خپرونې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه یوه مقاله خپره کړې. په مقاله کې راغلي، کله چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپټمبر د اتمې لپاره له طالب مشرانو سره په کمپ ډېوېډ کې لیدنه لغوه کړه، دغه خبر زیاته هلهله رامنځته کړه.

د مقالې په دوام کې راغلي، د هغې ډلې مشرانو ته د سرو غالیو غوړول چې رسماً د امریکا له خوا تروریست بلل کیږي، د امریکا د ګڼو متحدینو لپاره ټکان ورکوونکی خبر و.

ابزرور خپرونه لیکي. ډونالد ټرمپ د سپټمبر په اتمه ویلي و چې په کابل ښار کې د یوه امریکايي سرتیري تر وژل کېدو وروسته یې له طالبانو سره د خبرو فکر بدل کړی.

خو د مقالې د لیکوال په باور، دلیل یې چې هر څه و د خبرو د ناکامۍ په خاطر زیات تاوان افغانانو ته رسیږي.

په مقاله کې د ملګرو ملتونو یوه رپوټ ته هم اشاره شوې او لیکل شوي چې له ۲۰۰۱ کاله راهیسې افغانستان کې لسګونه زره ملکیان وژل شوي او لا هم جګړه روانه ده او ورځ تر بلې یې مرګ ژوبله زیاتیږي.

ابزرور خپرونې لیکلي، دا پرځای کار نه و چې امریکا له افغانستان سره خپله ۱۶۰ میلیون ډالره مرسته بنده کړه، ځکه د لیکوال په باور دا کار د تېرو کلونو لاسته راوړنې متاثره کولی شي او ښايي هم ډموکراسي ناکامه کړي.

ابزرور پردې مسلې خپل مطلب پای ته رسولی چې امریکا په افغانستان کې په خپل حضور سره مسئوله ده او امریکايي ډیپلوماټان دې پوه شي چې له خپل کاره نه شي تښتیدلی او باید سر ته یې ورسوي.

XS
SM
MD
LG