د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۰۹

ګارډین: د افغانستان پر انتخاباتو تاوتریخوالي او درغلۍ سیوری غوړولی

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه:

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼه "د افغانستان پر انتخاباتو تاوتریخوالي او درغلۍ سیوری غوړولی، رأیه ورکول به د لیونتوب په معنی وي" تر دې سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي، روانه اوونۍ افغانستان باید نوی ولسمشر وټاکي، خو تېره لسیزه کې په دې هېواد کې هر انتخابات له درغلۍ او تاوتریخوالي سره مله وو.

د ګارډین په لیکنه، د دې وېره شته چې را روان انتخابات به له دې هم بدتر وي.

ګارډین وړاندې لیکي، هر یو چې د ولسمشرۍ انتخابات ګټي، هڅه به یې دا وي چې د سولې په هره موافقه کې د افغانستان امنیتي ځواکونه تر پوښښ لاندې را وړي، لومړی د اوربند او بیا د داسې ګډ حکومت په اړه خبرې وکړې چې د ډموکراسۍ او د ښځو د حقونو په برخو کې د تېرو دوو لسیزو لاس ته راوړنې له لاسه ونه وځي.

د ګارډین په لیکنه، وسله والو مخالفینو د انتخاباتو د ګډوډلو ژمنه کړې او تراوسه یې د کاندیدانو پر کمپایني غونډو او د یوه کاندید پر مرستیال حملې کړي دي.

د ورځپاڼې په وینا، د حملو زیاتوالي ډېری رأیه ورکوونکي اړ کړي چې د خپل ژوند له وېرې د رأیې ورکولو له مرکزونو ځان لېرې وساتي.

ګارډين لیکي، د کمپاینونو مسؤلین او حکومتي چارواکي وایي، د دې احتمال شته چې په دغو انتخاباتو کې به د ګډون کوونکو شمېر د ولسي جرګې تېرو انتخاباتو ته نږدې یعنې ۳،۶ ميلیون وګړي وي، حال دا چې د ولسمشرۍ په مخکنیو انتخاباتو کې شااوخوا اته ميلیونه رأیې شمېرل شوې وې.

د ګارډین په وینا، که له امنیتي اندېښنو سره سره بیا هم ډېری افغانان په دغو انتخاباتو کې ګډون وکړي او حکومت ته ډېر مشروعیت ورکړي، بیا هم د درغلۍ په اړه یې چې د افغانستان پرله پسې انتخابات پرې لړلي وو، اندېښنې په خپل حال پاتې دي.

سټارز انډ سټرایپس:

امریکایي سټارز انډ سټرایپس خپرونه، په افغانستان کې د جګړې سابقه لرونکي تراوسه د سولې د یوه تړون په تمه دي او پوښتنه کوي چې ایا قربانۍ یې په دې ارزېدې؟ ترسرلیک لاندې د مطلب په یوه برخه کې لیکي، امریکایي ډیپلوماتانو او د طالبانو استازو د تېرکال په اکتوبر کې په عمان کې د سولې خبرې پیل کړې چې په کمپ ډیویډ کې یوې محرمانه غونډې ته یې هم زمینه برابره کړه، خو د سپټمبر په نهمه د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دغه خبرې د طالبانو د هغې حملې په خاطر لغوه اعلان کړې چې یو امریکایي سرتېری او ۱۱ تنه نور پکې ووژل شول.

د سټارز انډ سټرایپس په لیکنه، له دې اعلان وروسته شخړې په افغانستان کې زیاتې شوي او د سپټمبر په ۱۶مه د طالبانو په دوو انتحاري حملو کې ۴۸ کسان ووژل شول.

دغه حملې هم د افغانستان د را روانو انتخاباتو د ګډوډولو په هدف ترسره شوې وې.

ولسمشر اشرف غني هیله مند دی چې د میزان د شپږمې نېټې د انتخاباتو په ګټلو سره به د یوې بلې پنځه کلنې دورې لپاره غوره شي.

د خپرونې په لیکنه، په داسې حال کې چې د ولسمشر ټرمپ اداره په رسمي ډول په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو په اړه بحث کوي، د هغو کسانو لپاره چې د خلکو د ژوند د ښه کېدو په خاطر یې په افغانستان کې خپل ژوند په خطر کې اچولی، د دغې جګړې د پای ته رسولو په اړه جدي پوښتنې مطرح کېږي.

خپرونه په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د کارپوه سیټ جونز له قوله لیکي چې ویلي یې دي، ښایي د دغې جګړې پیل له هماغه اوله یوه تېروتنه وه.

د سټارز انډ سټرایپس په لیکنه، په اوس وخت کې شااوخوا ۱۴ زره امریکایي سرتېري په افغانستان کې دېره دي او شااوخوا ۲۴۰۰ هم په دې هېواد کې وژل شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG