د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

طالبان په څه هدف چین ته تللي او چین څه غواړي؟


د طالبانو د قطر د دفتر غړي
د طالبانو د قطر د دفتر غړي

د امریکا او طالبانو د خبرو تر لغوه کېدو وروسته د طالبانو یو پلاوی چین ته تللی دی.

د نړیوالو چارو افغان کارپوه سید انتظار خادم ازادي راډیو ته وویل چې د چین ځواک ته په کتو طالبان د دغه هېواد له خبرو نه اوړي او غواړي چې اړیکې ورسره ولري.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین ویلي چې د دې ډلې مرستیال ملابرادر او د افغانستان لپاره د چین خاص استازي ډېنګ شیجون پرون په بیجینګ کې سره کتلي او د طالبانو او امریکا د خبرو او هوکړه لیک په اړه یې خبرې کړي.

چین ته د طالبانو د سفر د تحلیل لپاره صفي الله ستانکزی د نړیوالو چارو له افغان کارپوه سیدانتظار خادم سره غږېدلی او لومړی یې پوښتنه ترې کړې چې طالبان په څه هدف چین ته تللي او چین څه غواړي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG