د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۹

ډیپلومات: افغانستان سولې ته د رسېدو لپاره لا هم د امریکا لارښوونې ته اړ دی

ډیپلومات:

"افغانستان سولې ته د رسېدو لپاره لا هم د امریکا لارښوونې ته اړتیا لري"

دا د ډیپلومات خپرونې د لیکنې عنوان دی چې ورلاندې لولو: یو امریکايي پلاوی له طالبانو سره نږدې یو کال په خبرو بوخت و او حتی د سولې یوې موافقې ته هم خورا نږدې شوی وو، خو د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپټمبر کې ناببره له طالبانو سره خبرې لغوه کړې.

د ډیپلومات خپرونې له لیکنې سره سم، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وخت مخکې وتل د افغان نجونو او ښځو اوسنۍ بریاوې له خطر سره مخامخ کولی او افغانستان د ترورېستانو پر پناه ځای بدلولی شي.

ډیپلومات لیکي، د امریکا ایډیالوژیک سیالان روسیه او چین هڅه کوي چې د سولې په پروسه کې هر ډول تشه ډکه کړي.

ډیپلومات خپرونه د میانمار یا برما، سوریې او اوکراین نومونه د بېلګو په توګه یاد کړي او زیاته کړې یې ده چې د روسیې او چین مستبد رژیمونه به د افغان ښځو او نجونو حقونو ته له پام کولو پرته د افغانستان پر سرچینو پانګونه وکړي چې دا د ترورېستي شبکو فعالیت ته شرایط برابرولی شي.

واشنګټن ټایمز:

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې لیکلي، کله چې طالبانو په دوو اوونیو کې څلورم امریکايي پوځي په افغانستان کې وواژه، د امریکا د ولسمشر له لوري د کمپ ډیویډ غونډه لغوه شوه او د ټرمپ په امر د طالبانو پر ضد حملې زیاتې شوې.

ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې نن بې استثنا په یوه دقیقه کې هغه څه پېښېدای شي چې د ۱۹۷۳ او ۱۹۷۵ کلونو ترمنځ په ویتنام کې شوي وو.

واشنګټن ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، د ډموکرات ګوند په وروستي بحث کې سناتورې الیزابیت وارن وویل، د یوې معاملې پر اساس یا بې معاملې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو ملاتړ کوي.

واشنګټن ټایمز په دوام کې د امریکا د راتلونکي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د ډموکرات ګوند د یوه بل کاندید پیټ باټیجیج په قول کښلي چې وايي، څه چې یې په افغانستان کې زده کړي دا دی چې باید په یوه بې پایه جګړه کې د نه ښکېلېدو لپاره جنګ له سره پیل نه کړل شي، خو ورځپاڼه وايي چې د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې له حملو وروسته په افغانستان کې د طالبانو رژیم ته وویل چې یا اسامه بن لادن وروسپاري او یا هم جګړه ومني، خو طالبانو جنګ انتخاب کړ.

This item is part of
XS
SM
MD
LG