د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

په افغانستان د امریکا د سل میلیونو ډالرو مرستې بندېدل د نړیوالو ورځپاڼو له انده


له افغانستان سره د امریکا د سل میلیونو ډالرو مرستې بندېدو د نړیوالو مطبوعاتو پام ور اړولی دی.

واشنګتن پُسټ:

واشنګتن پُسټ ورځپاڼې لیکلي چې په افغان حکومت کې د فساد د موجودیت اندېښنې د دې لامل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د خپلو سلو میلیونو ډالرو مرسته بنده کړي او شپېته میلیونه ډالره نوره مرسته هم وځنډوي.

د ورځپاڼې په لیکنه، د دغو مرستو بندېدل او ځنډېدل داسې وخت کېږي چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ته ډېرې کمې ورځې پاتې دي.

تمه وه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سل میلیونه ډالره مرسته په افغانستان کې د برېښنا په یوې پروژې ولګېږي.

واشنګتن پُسټ لیکي، دا مرستې د افغانستان په ولسمشر د څو مسئلو په خاطر د امریکا د جمهور رئیس تر غوصې وروسته بندې شوي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم له افغانستان سره د امریکا د سل میلیونو ډالرو مرستې د بېرته ګرځېدو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د سپټمبر په نولسمه ویلي، حکومت به یې ۱۰۰ ميلیونه ډالر چې د افغانستان د انرژۍ د تولید بنیادي پروژې ته ځانګړي شوي وو، وګرځوي.

نیویارک ټایمز لیکلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دغو مرستو ستنول د افغانستان له انتخاباتو سره تړلي چې تمه ده د سپټمبر په اته ویشتمه وشي.

په مقاله کې راغلي، مایک پامپيو د مرستو د بېرته ګرځولو د علت په ځواب کې خبریالانو ته ویلي چې موږ ازاد او شفاف انتخابات غواړو.

نیویارک ټایمز لیکي، معلومه نه ده چې پامپیو ولې د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې په دې اړه خبریالانو ته داسې ویلي.

په مقاله کې راغلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پنجشنبه داسې وخت له افغانستانه سل میلیونه ډالري مرسته بېرته وګرځوله چې زلمي خلیلزاد د کانګرس غړو ته له طالبانو سره د یوه ناکام هوکړه لیک په اړه معلومات ورکول.

زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی دی او له تېر کاله یې نهه وارې له طالبانو سره خبرې کړي دي.

ټایمز:

د بریتانیا چاپ ټایمز ورځپاڼې هم لیکلي چې له افغانستان سره د امریکا د ۱۶۰ میلیونو ډالرو مرستو بندېدل او ځنډېدل یو علت لري، اداري فساد.

ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو په حواله لیکلي چې متحده ایالتونه به د هغو کسانو پر ضد درېږي چې له خپله قدرته یې ناوړه استفاده کړې او خلک یې له بهرنیو مرستو بې برخې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د افغانستان د بنسټيزو پروژو لپاره به د امریکا مرستې دوام ولري او هغوی به دا پروژې له حکومتي بودجې بهر د یوه میکانیزم له لارې تمویلوي.

XS
SM
MD
LG