د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۲۶

ده هېل: د سولې خبرو تر ناکامېدو وروسته ښایي د طالبانو بریدونه لا زیات شي

نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان په پروان او کابل ولایتونو کې د سې شنبې ورځې چاودنو ته پام اړولی.
نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان په پروان او کابل ولایتونو کې د سې شنبې ورځې چاودنو ته پام اړولی.

نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان په پروان او کابل ولایتونو کې د سې شنبې ورځې چاودنو ته پام اړولی.

واشنګټن پوسټ:

واشنګتن پوسټ لیکي، پر امنیتي اندېښنو سربېره، ولسمشر اشرف غني په ټول افغانستان کې سترې انتخاباتي غونډې په وروستیو اونیو کې جوړې کړې دي.

ورځپاڼه لیکي، په چاریکارو کې د سه شنبه ورځې غونډې ته هم سخت امنیتي تدابیر نیول شوی و او ټول برخه وال یې څو، څو ځله تلاشي شوي وو.

ورځپاڼې په پروان کې د صدیقي په نوم د یوه ۶۰ کلن دوکاندار خبره راخیستې چې وایي، خلک د انتحاري چاودنو له امله انتخاباتي غونډو ته نه ځي. دغه غمر خوړلي دوکاندار ویلي چې سوله تر انتخاباتو مهمه ده او ولسمشر اشرف غني د انتخاباتي غونډې امنیت نه شي تامینولی.

د واشنګتن پوسټ په باور، د امنیتي ستونزو له امله د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ۱۸ کاندیدانو کې یوازې څو تنو لویې غونډې جوړې کړې دي.

ورځپاڼه د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټیم مرستیال امرالله صالح پر دفتر په کابل کې برید ته هم اشاره کړې ده. دا حمله د جولای په میاشت کې شوې وه چې شل تنه یې ووژل او ۵۰ نور یې ټپیان کړل.

ده هیل:

بلې ورځپاڼې "ده هیل" هم د پروان او کابل د چاودنو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، دا چاودنې د افغانستان د ولسمشرۍ تر انتخاباتو چې ټاکل شوې د سپتمبر په ۲۸ مه وشي، مخکي رامنځته شوې دي.

طالبانو خبرداری ورکړی دی چې خلک دې په انتخاباتو کې برخه نه اخلي.

ده هیل لیکي، د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو کمپاینونه د روانې میاشتې په لومړیو کې وروسته تر دې تیز شول چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې.

ورځپاڼه لیکي، طالبانو چې د اوربند وړاندیز رد کړی دی د سولې د خبرو له ناکامۍ وروسته ښایي اوس بریدونه لا پسې زیات کړي.

یوه جګپوړي امریکایي جنرال تاډ ولټرز تیره اونۍ ویلي و چې د افغانستان د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې به شخړې ډیرې شي، خو نړیوال ځواکونه به د دې انتخاباتو د امنیت لپاره لازمې هڅې وکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG