د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

سټار ټریبیون: د خبرو لغوه کېدل تېروتنه نه، بلکې امریکا ته د طالبانو بلل تېروتنه وه


سټار ټریبیون:

سټار ټریبیون ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې له طالبانو سره د امریکا د خبرو د لغوه کېدو په اړه لیکنه خپره کړې چې په یوه برخه کې یې لولو: له طالبانو سره په امریکا کې د خبرو لغوه کېدا تېروتنه نه وه، بلکې په امریکا کې د خبرو لپاره طالبانو ته بلنه تېروتنه وه.

که څه هم له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد د موافقې بشپړ متن خپور شوی نه دی، خو سټار ټریبیون ورځپاڼه لیکي چې باید په داسې یوه موافقه کې څو ټکي په پام کې ونیول شي: لومړی دا چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو پرېکړه دې ته لار برابروي چې افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکېل شي.

امریکا باید په دې برخه کې له خپل سیاسي مهالوېش سره سم عمل ونه کړي او د امریکا د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې د خپلو ځواکونو د ایستلو وخت اعلان نه کړي، بلکې باید تر دې وړاندې جدی او د قناعت وړ اقدامات وکړي.

د سټار ټریبیون ورځپاڼې له لیکنې سره سم، امریکا باید هر هغه ګام واخلي چې واک ته د طالبانو د بیا رسېدو مخه نیولی شي او د افغانستان له حکومت سره مالي او تخنیکي مرستې وکړي.

د دې امریکايي خپرونې پر اساس، امریکا باید حتي له افغانستانه د ځواکونو له ایستلو وروسته هم په دې هېواد کې خپل استخباراتي او تهاجمي ظرفیتونه وساتي چې په دې هېواد کې د القاعده او داعش د بیا رامنځته کېدو مخه پرې ونیولی شي.

دي هندو:

د هندوستان (دي هندو) ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې لیکلي، اوس چې د سولې خبرې لغوه شوي، باید ټول پام د افغانستان انتخاباتو ته واړول شي او په دې برخه کې څو ټکي مهم دي: لومړی باید د افغانستان د انتخاباتو هراړخیز ملاتړ وشي چې ازاد او عادلانه ټاکنې وشي او د دې هېواد له لوري یو مستقل اقدام وګڼل شي، ځکه چې د افغانستان د اساسي قانون او د افغانستان د اسلامي جمهوریت بریالیتوب د طالبانو د اسلامي امارت یو ډول رد دی.

دوهمه خبره دا ده چې د دغو انتخاباتو پایلې له طالبانو سره د خبرو لپاره بنسټ ګرځېدای شي چې د اسلام اباد، دوحې او مسکو له اوامرو پرته عمل وکړي.

درېيم ټکی دا دی چې له انتخاباتو وروسته د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو د ملاتړ لپاره د ملي اجماع د رامنځته کېدو مشري په غاړه واخلي، دا هغه کار دی چې تراوسه پرې بریالی شوی نه دی.

څلورم باید نړیواله ټولنه دا پروسه او طالبان تشویق کړي چې ملي فکر وکړي او د ورځپاڼې د لیکنې پر اساس، د پاکستان د پوځي استخباراتو له اغېزو وایستل شي او له اوربنده وروسته د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته راوستل شي.

پنځم پر طالبانو پوځي فشار کافي نه دی او د دوحې خبرو وښوده، سره له دې چې امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې کولې، خو د افغانستان لار له پاکستانه تېرېده.

او په نهایت کې هندو ورځپاڼه وايي چې د دغه هېواد صدراعظم نریندرا مودي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره له خپلو ارتباطاتو څخه ګټه واخلي او د افغانستان په ډیپلوماتیک ډګر کې یو مهم نړیوال رول ولوبوي

XS
SM
MD
LG