د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

وحیدالله د څو لکو افغانیو کور ولې په یو لک خرڅ کړ؟


ارشیف
ارشیف

د پکتیا ولایت پنځوس کلن وحیدالله له لسو کالو راهیسې نشه کوي.

دی وايي چې پخوا عسکري صاحب منصب او د ټانکونو مستري و، خو کله چې په نشو اخته شو، نو دولت له وظيفې لېرې کړ.

وحیدالله په کابل ښار کې يې کور درلود چي څو لکه افغانۍ ارزښت يې درلود، خو د نشو له امله يې يوازې په يو لک افغانیو خرڅ کړ.

دا چې وحيدالله څنګه په نشو اخته شو او وروسته له څه ډول ستونزو سره مخ شو؟ په دې اړه یې له محمد ایاز ترنک سره د زړه خواله کړې ده.

د اورېدو لپاره یې لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG